ایکنانیوز خبریال له پاره چناره راپور راکوي،د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې د پاره چنار پيښور مرکزي ستره لارې په شلمې ورځې د بندیدا له امله دعامو خلکو مشکلات او ستونزې ورځ تر بلې زیاتیږي . په کورمې کې په لکونو آبادي هماغه راز کلابنده ده او په اپَر کورمې کې خوراکي شیان ،درمل ، سونګ او د ژوند نور لومړني شیان ختم شوي دي چې د خلکو په تیره بیا د ماشومانو په ستونزو کې ئې زیاتوالی راوستی دی.
په راپور کې دا هم وئيل شوي دي ، چې په کورمې کې د درملو د کمښت او دلارو د بندیدا له امله دروغتونونو له خوا دپيښور او نورو ښارونو ته لیږدونکي ناروغان له ډيرو مشکلاتو سره مخ دي او د پاره چنار د ضلعې روغتون مشر ډاکټر میر حسن جان په یولړ څرګندونو کې یوازې په دغه روغتون کې د شپږو ماشومانو مړینه تائيد کړې او وئيلي ئې دي که په راتلونکو شپو ورځو کې دغه ستره لاره خلاصه نشي او ناروغان نورو روغتونونو ته ونه رسول شي ، نو ممکنه ده دمړو شمیر نوره هم زیات شي. هغه ووئيل په تیرو شلو ورځو کې چې ستره بنده شوې ده ددغو لارو له امله د قرباني شوو ناروغانو شمیر د شپږو ماشومانو پشمول دیارلسو کسانو ته رسیدلی دی.
راپور ښئ په پاره چنار کې ځاي ټولنیزو فعالانو چې
پرون ئې ددغو لارو په بندیدا باندې په اعتراض کې په ښار کې پرلتۍ وهلي دي،ګواښ کړی چې که سترې لارې خلاصې نشي ،نو دوي به خپلو پرلتیو ته دوام ورکړي اوپر ټولو حکومتي او پوځي مسئولانو او اورګانونو به ټوله لارې وتړي.
یوه ټولنیز مشر میر افضل خان پرلتۍ وهونکو ته په وینا کې وئيلي دي، دلارو دبندیدا له له امله محصیلین، نورو هیوادونو ته تلونکي کسان چې په چټیانو خپلو کورونو ته ورغلي دي، محصور شوي دي او دتلو لارې ئې تړل شوي دي چې ددوي د کارروزګار د لاسه ورکولو او د محصیلینو د راتلونکي د تورتمه کیدا خطره ورسره زیاته شوې ده او دغه راز په درستې اپرَ کورمې کې ښونځي د سونګو د نه شتون په دلیل د محصیلینو او زده کونکو دنه رسیدا له امله تړل شوي دي
د کورمې ضلعې په پاکستان ولسی جرګې کې استازي انجنئير حمید حسین ګواښ کړی چې په کورمې کې دې پوځي اوسیاسی مسئولان په خود کې شي او ترڅو به د بَرې کورمې پر مظلومو خلکو دغه لارې تړي. هغه ووئيل، ډیره د شرم خبره ده چې پوځي او ځاي سیاسی حکومتي مسئولان دپاره چنار پيښور د سترې لارې یوازې پنځویشت کلومیټره برخې کې امنیت نشي ټينګولی نو دوي به د دومره ستر هیواد پولې له دښمنانو څرنګه وساتي او ک ه داسې نه وي،نو دوي نه غواړي د خلکو امنیت ټينګ شي او په لکونو آبادي ئې د ترهه ګرو او تفکیری وحشیانو په رحم و کرم پريښودلي دي .
په عین حال کې ځاي ټولنیزو او قومي مشرانو هم ګواښ کړی چې د دوي د صبر امتحان دې نه اخلي او حکومت او پوځي ادارې د دوي امنیت نشي ساتلی ،نو بیا دې ووځي او مونږ پخپله خپل امنیت ټينګولی شو. دوي وئیلي دي چې په کورمې کې د شیعه اوسني مسلمانانو ترمینځ هیڅ مشکل نشته خو دا ځيني حکومتی اوپوځي کړئ دي چې دوي غواړي شیعه او سني ځاي اوسیدونکي پخپلو کې سره ښکیل شی او دغه شخړې دهغو ترهه ګرو او تکفیری ډلو ټپلو په وسیله لا سختې کړي چې له نورو سیمو ئې د کورمې په ځينو سیمو کې دیره کړي دي .
د کورمې ضعلې ځاي شیعه او سني مشرانو په کرتو وئيلي دي چې په سیمې کې د شیعه او سني مسلمانانو ترمینځ هیڅ شخړه نشته خو دا حکومتي اوپوځي مسئولان دي چې کابو پنځه فیصدي ترهه ګر او شرغواړي ئې آزاد پریښودلي دي او د کابو پنځه نوي فیصدي اوسیدونکو ژوند ئې تریخ کړی دی.
داپه داسې حال کې دي چې د کورمې ضلعې په زیاترو سیمو کې خلک امن غواړي او څه موده مخکې ئې له لوئر ، مینځنۍ او اپر کورم له مختلفو سیمو څخه د کورمې مرکز پاره چنار ته شیعه سني اوسیدونکو په ګډه امن مارچ کړی ؤ چې همدغه امن مارچ د وطن او خاورې د دښمنانو په نظر کې ښه کار نه ؤ چې له دې وروسته ورته مختلفې رودې اوپلمې جوړې کړئ شوې او په سیمې کې ئې د شیعه او سني ترمینځ ترینګلتیاوې راپورته کړې او ځاي اوسیدونکي ئې پخپلو کې سره ونښلول او له تیرو دوو میاشتو کې په دغې سیمې کې ددغو ترینګلتیاؤ له امله په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي او دغه راز ئې ځاي اوسیدونکي له ډیرو ترینګلتیاؤ سره مخ کړي دي .