IQNA

افغانان د ایرانیانو د میلمه پالنې قدرونه او ستاینه کوی

14:21 - November 18, 2024
د خبر لمبر: 3490178
ایکنا - د افغان طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امير خان متقي،په تېرو څلورو لسيزو کې له ميليونونو افغان کډوالو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت د مېلمه پالنې له امله د قدردانۍ ترڅنګ، ټينګار کړی چې کابل د بنديانو د لېږدونې په برخه کې له ايران سره همکارۍ ته ژمن دی.

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي، دافغاسنتان د خارجه وزارت سرپرست امیرخان متقي په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې وزارت د نړیوالو چارو او بشري حقونو له مرستیال عسکر جلالیان سره په کتنه کې،د دوه اړخیزو اړیکو، په ایران کې د افغان کډوالو او بندیانو د وضعیت او د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او سیمه ایزو همکاریو په تړاو خبرې اترې کړي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت په تېرو څلوېښتو کلونو کې، د افغانستان د میلیونونو کډوالو کوربه توب کړی او د پام وړ خبره دا ده چې، دوی هېڅکله په کمپونو کې نه وو، بلکې په وړو او لویو ښارونو کې د ایراني وګړو تر څنګ ژوند کړی او لکه د ایران د اتباعو په څېر، له ټولو امکاناتو او اسانتیاوو برخمن وو.
له همدې امله، افغان کډوال وتوانېدل چې تر لوړو کچو د لوړو زده کړو تر څنګ، په ودانیزو او صنعتي چارو کې هم بېلابېل مهارتونه زده کړي.له همدې امله، هغه افغان کډوال چې بیرته خپل هېواد ته ستنېږي، د افغانستان د ودانیزو پروګرامونو په پلي کولو کې له خپلو زده کړو او مهارتونو څخه هم کار اخلي.د ایران په اسلامي جمهوریت کې د مېشتو افغان کډوالو په منځ کې هغه کسان شامل دي چې په قانوني توګه ایران ته داخل شوي دي او د هویت اړین اسناد هم لري.
هغه کسان چې په ناقانونه توګه د ایران اسلامي جمهوریت ته داخل شوي دي، نه یوازې دا چې نه منل کېږي، بلکې باید له د ایران له اسلامي جمهوریت څخه ووځي او بېرته افغانستان ته ستانه شي.په ایران کې د افغان اتباعو غیر قانوني حضور، چې په افغانستان کې د تېرو درېیو کلونو له سیاسي بدلونونو وروسته په چټکۍ سره زیات شوی، په ایران کې د غیرقانوني کارونو د زیاتېدو لامل هم شوی دی، له دې امله، ټاکل شوې چې په راتلونکو دوو میاشتو کې تر زرو زیات افغان بندیان افغانستان ته ستانه کړل شي، څو د خپل محکومیت دوره په خپل هېواد کې تېره کړي.
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر هم،خپل هېواد ته د افغان بندیانو د ورستنېدو په لړ کې،د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ملګرتیا لپاره د کابل پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې،له دغې ډلې سره ښه همکاري لري.که څه هم افغان طالبانو په افغانستان کې نسبي امنیت ټینګ کړی دی، خو دې ته په پام سره چې د ایران اسلامي جمهوریت تل په سیمه کې د باثباته او تلپاتې امنیت پر موضوع ټینګار کړی دی، نو دواړه لوري په بېلابېلو برخو په تېره بیا په امنیتي برخو کې، د اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي.
https://parstoday.ir/ps/news/event-i154398

captcha