IQNA

له ایکنانیوز سره په خبرو کې مطرح شول

د پيغمبر اکرم(ص)په شعبانیه خطبې کې د رمضان میاشتې ځائيګی

10:37 - March 02, 2025
د خبر لمبر: 3490718
ایکنا- د بوعلی سینا پوهنتون استاد د شعبانیې خطبې په اساس د روژې د مبارکې میاشتې ځائيګی وارزوه او وې وئيل؛په دغې مبارکې میاشتې  کې  د عملونو فضیلت نیکو اخلاقو ته،پر نورو د آسانتیاؤ برابرولو ته او له ګناهانو ډډه کولو ته بلنه ددغې مبارکې میاشتې ترټولو مهمې ځانګړنې او ټکي دي.

 ایکنانیوز راپور راکوي، د شعبانیه خطبه ، د روژې د مبارکې میاشتې په فضیلت کې د پیغمبر اکرم  یوه خطبه ده . لکه څنګه چې  دغه خطبه د شعبان دمیاشتې په ترټولو وروستۍ جمعې کې  وړاندې شوې نو په شعبانیه خطبې مشهوره شوې ده.دغه خطبه د اړمنو او ترلاس لاندې کسانو خیال ساتلو ته ، د ژبې، سترګو او غوږونو کنټرولو ته، د قرآن کریم او صلواة لوستلو ته او د قیامت یاد ته ئې بلنه ورکړې ده.

 مشهور تعبیر ئې ، د  رمضان میاشت ، ؛ د خداي د میلسمتیه میاشت او د روژتي خوب عبادت دی؛ددغې خطبې له مضمونونو څخه په استفادې سره وئيل شوي دي.

ایکنانیوز د روژې د مبارکې میاشتې د ځائيګی په باب پوښتنه کړې چې  هغه ووئيل؛  حضرت امام  محمد باقر علیه السلام فرمائيلي دي؛ ؛لکل شی ء ربیع  و ربیع القرآن ، د رمضان میاشت د هر شي لپاره پسرلی دی او د قرآن پسرلی  د روژې مبارکه میاشت ده .د روژې میاشت د قرآن میاشت ده او د قرآن د نزول میاشت ده ځه د پیغمبر اکرم(ص) پر نازنین زړه  د قرآن نازلیدل د قدر په شپې شوي دي.

په دغې میاشتې کې خداوندمتعال  خپل رحمت د خپلو بندګانو لپاره په آسانۍ سره ډالی کړی دی . د اسلام ګران پيغمبر(ص)  د شعبان المعظم  میاشتې په وروستۍ جمعې یوه خطبه ولوستله ، چې په شعبانیه  خطبې مشهوره ده.  په دغې خطبې کې ئې فرمائيلي دي ؛  ائ خلکو! دغه  میاشت پر تاسو له رحمت ، برکت او مغفرت سره یوځای ډالۍ کړې ده ؛ داسې میاشت چې د خداوندمتعال په نزد ترټولو ښې ورځې لري،  او شپې ئې تر ټولو ښې شپې دی او ساعتونه ئې ترټولو ښه او غوره ساعتونه دي.

پيغمبر اکرم په خطبې کې فرمائي  ؛ بې وځلو  او اړمنو ته صدقه ورکړئ ، د خپلو لویانو قدر او احترام وکړئ  او پر خپلو واړو رحم وکړئ.  د خپلو خپلوانو پیوند وساتئ ، خپله ژبه  هم کنټرول کړئ ، خپلې سترګې اوغوږونه له هغه څه چې باید ونه آوریدل شي او ونه لیدل شي، وپسلولئ.

هغه بزرګوار فرمائي ؛د خلکو پر یتیمانو مهرباني وکړئ څو د تاسو پر یتیمانو مهرباني وشي ،  دخداي په درګاه کې د خپلو ګناهانو توبه وباسئ  او په لمانځه کې خپل لاسونه  د دعا لپاره پورته کړئ  چې په دغې میاشتې کې ترټولو ښې هغه شیبې دي چې خداي تعالی  ئې په رحمت سره پر خپلو بندګانو لوروي.که  هغه ته لاس په دعا شوو، نو  قبلوي ئې او که هغه  ته غږ وکړئ نو د تاسو ځواب درکوي.

دابن سینا پوهنتون استاد څخه ایکنانیوز پوښتنه وکړه، د روژې په مبارکې میاشتې کې ترټولو غوره عملونه څه دي ، نو هغه ووئيل؛ پیغمبر اکرم(ص) په شعبانیې خطبې کې فرمائي ؛ ائ خلکو ،هرحوک  په دې میاشتې  کې خپل اخلاق ښه کړي ، نو په قیامت ورځ به خدای تعالی  دهغه حساب کتاب آسان کړي. ائ خلکو  په دې میاشتې کې د بهشت دروازې خلاصې دي له خداي تعالی وغواړئ چې  هغه دروازې پر تاسو بندې نه کړي .  د جهنم دروازې بندې دي  او له خداي تعالی وغواړئ چې پر تاسو ئې خلاصي نه کړي. په دغې میاشتې کې شیطانان بندي کیږي، له خداوندمتعال څخه وغواړئ  چې  دوی پر تاسو مسلط نه کړي.::: 

https://hamedan.iqna.ir/fa/news/4267484

captcha