ایکنانیوز د البلد له قوله راپور راکړ، د مصر یوه مشهور او ممتاز قاری شیخ احمد احمد انعینع د انجنئير عاطف مصفطی اسماعیل په غم کې ووئيل؛ په ژور غم او خپګان سره او په هغه زړه سره چې د الهاي تقدیر او ارادې باندې ایمان لري، اسلامی امت او د قرآن کریم او د هغه د تلاؤت لیوالو ته د خپل قدرمن ورور او دوست انجنئير عاطف مصفطی اسماعیل په مړینې چې د د قدرمن استاد شیخ مصفی اسماعیل رحمةالله زوی دی تسلیّت وایم . هغه د پنجشنبې په مازدیګر وفات شوی دی او د هغو ټولو کسانو په زړونو کې ئې هغه ئې پيژند او ورسره نزدې وو، یو محبوب ځائيګی او ښه نامه پریښودله .
شیخ نعینع ووئيل؛ انجنئير عاطف یو ډیر کرار ، متفکر انسان ؤ او خپل پلار ته ډير وفادار او د دهغه د لوي میراث حفظ سره ډير لیوال او په ویاړ او ستاینې سره د هغو په باب خبرې کونکی ؤ. هغه د قرآن یو عاشق ؤ ، له قاریانو سره ډير نزدې ؤ او ورسره ئې لیوالتیا درلوده او له هغوي سره ئې له ناستې پاستې او خبرو څخه خوند اخست.
هغه ووئيل؛ ما ترکلونو پورې له هغه سره ژوند کړی او هغه د ما لپاره یو سخي ورور، حقیقي دوست او یو مهربان ملګری ؤ مونږ په ډيرو مناسبتونو کې سره یو ځاي وو. په هرې کتنې کې مو په هغه کې په عشق او ویاړ سره د خپل پلار د نامې د ژوندئ ساتلو لپاره نجابت ، وفاداري مهرباني او سرښیندنه لیدلې.. دهغه په مړینې سره ، زه له خپل یوه قدرمن خواږه دوست او وروره محرومه شوم . قرآني ټولنې د مصر د تلاؤت له اصیل مکتب سره په وفادارۍ او ريښتینوالي کې یوه پاکه څیره له لاسه ورکړې ده.
هغه په پآي کې ووئيل، د شیخ مصفطی اسماعیل قدرمنې کورنۍ ، په مصر او اسلامی نړۍ کې دهغه ټولو پلویانو ته د زړه له کومې تسلیت وایم . له خداوندمتعاله غواړم چې انجنئير عاطف باندې دې ډيری رحمت ووروي او په لوړ بهشت کې دې ورته ځائيګی ورکړي او د هغه کورنۍ خپلوانو او پلویانو ته دې صبر او زغم عنایت کړي.
انا لله و انا الیه راجعون
د وئيلو ده انجنئير عاطف مصطفی اسماعیل د شیخ مصطفی اسماعیل مشر زوی ؤ چې د تیرې دوشنبې په ورځې ئې له نړۍ سترګې پټې کړي دي
د مصر د اوقافو وزیر اسامه الازهري هم د انجنئير عاطف مصطفی اسماعیل د تلین په مناسبت دتسلیّت په یوه پیغام کې ووئيل؛ په الهي قضا اوقدر سره په غمجن زړه سره د مصر د قرائت د یوې طلائي حنجرې لرونکي او د قرآن د تلاؤت د یوه ترټولو مخکښ شخصیّت د بچي د مړینې په مناسبت دزړه له کومې تسلیّت وایم.
https://iqna.ir/fa/news/4285208