
د ایکنا نیوز د راپور له مخې،د قرآن کریم د خادمانو د انجمن تخصصي مجمع د دغې ټولنې د غړو په ګډون ترسره شوه، چې په ترڅ کې ئې د قرآن کریم د خادمانو د انتخاب دستور العمل نهائي شوی او د انجمن د عالي شورا د تصویب لپاره د عمومي منشي په واک کې ورکړل شوی دی.
د قرآن کریم د خادمانو د انجمن ،د تخصصي مجامع ، د پنځو ډلو له خادمانو جوړی شوی دی: څېړونکي، هنرمندان، د نشر او رسنیو فعالان، قرآني مدیران، او د استادانو، ښوونکو او د قرآن د حافظانو ډله پکې شامل دي. دا جوړښت د انجمن د اساسنامې له مخې په قانوني ډول ثبت شوی دی.
له دغو ډلو څخه یوه مهمه دنده دا ده چې د خپلو اړونده برخو لپاره د قرآن کریم د خادمانو د انتخاب دستور العمل برابر کړي.
د همدې هدف لپاره، د څېړونکو، قرآني مدیرانو، استادانو، مدرسانو، قاریانو او حافظانو تخصصي مجامعو عمومي شوراګانې د لړم یا عقرب د میاشتې په پنځمه او شپږمه د کلتور او ارشاد اسلامي وزارت د عالي مرکز قرآن او عترت د غونډو په هال یا تالار کې ترسره شوې.
په دې غونډو کې چې د هرې تخصصي مجمعې لپاره جلا او هم د حضوري او هم انلاین بڼې لرلې، د مجامعو غړو د دستور العملونو طرحې وڅېړلې، پرې بحث وشو او د نظریاتو تبادله وشوه ، او په پای کې د هرې ټولګې دستور العمل نهائي او تصویب شو . دا آييننامې د انجمن د عمومي منشي په واک کې ورکړل شوې څو د عالي شورا په غونډې کې وړاندې او پرې پرېکړه وشي.
د یادونې وړ ده چې د هنرمندانو او د نشر او رسنیو تخصصي ډلو مخکې له دې خپل نهائي دستور العمل تصویب کړی ؤ او د عمومي منشي په واک کې ئې ورکړی ؤ.
همدارنګه د سهشنبې په ماسپښین، د عقرب دمیاشتې په شپږمه نېټه، آييننامې د انجمن د عالي شورا په سهارنئ او مازدیګرنئ غونډو کې وړاندې او نهائي تصویب ترسره شو.
https://iqna.ir/fa/news/4313497