IQNA

پېښور کې د ځانمرګي برید له امله ۷ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

12:22 - November 25, 2025
د خبر لمبر: 3492065
ایکنا- د پاکستان د خیبر پختواه دپېښور د پولیسو مشر میا سعید رسنیو ته ویلي چې یو ځانمرګي بریدګر د سرحدي پولیسو د مرکز مخ ته برید کړی وو، خو دوه نور  بریدګر په ډزو سره ووژل شول.

ایکنانیوز د پارس توډې له قوله راپور راکړ، پاکستان د خیبرپښتونخوا د پېښور د سرحدي پولیسو مرکز مخې ته نن سهار ځانمرګي برید ګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او وروسته نښتې ترسره شوي، چې د پولیسو د معلوماتو له مخې؛ پېښه کې ۳ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

د پېښور د پولیسو مشر میا سعید رسنیو ته ویلي چې یو ځانمرګي بریدګر د سرحدي پولیسو د مرکز مخ ته برید کړی وو، خو دوه نور  بریدګر په ډزو سره ووژل شول.

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د پېښور د ننني برید عاملین باید ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.

هغه د پېښور د سرحدي پولیسو د یوه مرکز مخې ته ځانمرګی برید غندلی او په عین حال کې یې د لا زیاتې مرګ ژوبلې د مخنیوي له امله د پاکستاني پوځیانو «په وخت عمل» ستایلی دی.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i167640

captcha