IQNA

پر اسلام د جرمني د ځوانانو باور؛د «امام مهدي څوک دی؟» کمپاین جرمني ته ورسېد

14:16 - January 10, 2026
د خبر لمبر: 3492291
ایکنا- د آلمان په یوه نظرپوښتنه کې ښودل شوې چې د ځوانانو په منځ کې پر اسلام باور، د کاتولیک کلیسا باندې له باور څخه زیات دی.

یکنانیوز  د پارس ټوډې  له قوله راپور راکوي، د فورسا مؤسسې د نظرپوښتنې پر بنسټ، په آلمان کې له ۱۸ څخه تر ۲۹ کلنو ډله کې پر اسلام باور ۱۷ سلنه دی چې د کاتولیک کلیسا د ۱۳ سلنې باور څخه مخکې دی. د دې نظرپوښتنې له مخې، ۲۸ سلنه آلمانانو پر پاپ (د روم کاتولیک کلیسا مشر) ډېر باور لري چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ۱۲ سلنه زیاتوالی ښيي. پر کلیسا باور په آلمان کې ۱۴ سلنه ته رسېدلی چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي. د پروتستان پر کلیسا باور هم ۲۸ سلنه اعلان شوی دی.

د «امام مهدي څوک دی؟» کمپاین آلمان ته ورسېد

بل خبر دا چې د «امام مهدي څوک دی؟» کمپاین آلمان ته رسېدلی دی. دا کمپاین چې ډېر ژر به د نړۍ په نورو ځایونو کې هم خپل فعالیت پیل کړي، د معنوي سپرونو کارتي سټنډونو [صحیفه سجادیه] سره چې انګلیسي ژبې ته ژباړل شوي دي، د مخاطبانو لپاره شتون لري. په دې پروګرام کې، د امام مهدي څوک دی؟ ویبپاڼه د آلماني ځوانانو لپاره معرفي شوه چې د بشریت د ورک شوي ژغورونکي په اړه یې معلومات نه درلودل.

https://parstoday.ir/ps/news/religion_islam-i168804

captcha