IQNA

   په قرآن کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل/6  

په قران کې پر دښمن د نهائي غلبې شرط؛په الهی امتحاناتو کې بریالیتوب

17:18 - March 22, 2026
د خبر لمبر: 3492588
ایکنا -  په قرآن کریم کې  د طالوت دجنګ په روایت کې ، نهائي بریالیتوب  له غیر خدا څخه د ویرې  او دنیا دوستئ  او د الهی ولایت په زمینو کې  له ډيرو الهي امتحانونو څخه  وروسته او په چاڼ کیدا پسې دی.

قرآن کریم د بنی ا سرائيلو تاریخ یوازې د تیرو کیسو په توګه نقل نه کوي، بلکې  د نن سبا زمانې لپاره ئې د یوې هیندارې په توګه رابرسیره کوي. د قرآڼ کریم د بقرې سورې ۲۴۶ آیت  د بنی اسرائيلو کیسه له حضرت موسی وروسته نقل کوي چې  د مظلومیّت او د جلاوطنئ په سخت وضعیّت کې ئې له خپل پیغمبره وغوښتل  حو  د جنګ لپاره یو قوماندان وټآکي ،خو په دوام کې څو ځله  په امتحان او چاڼ کیدا کې ګیر شول.

کله د هغوی پیغمبر  طالوت د قوماندانئ په ځاي منصوب کړ، نو اعتراض ئې وکړ چې هغه شهرت او شتمني نه لري. د هغوي پیغمبر یادونه وکړه چې اولا خداوند هغه ټاکلی دی  او دوهمه دا چې  د جنګ دقوماندانۍ لپاره لازم علمي توانمنی او  بدني قدرت لري[ د بقرې سوره- 247 آیت). په دوام کې لښکر تږی  سین ته ورسید،  اوطالوت ووئيل چې بایدد له دغه سینه څوک اوبه ونه څښي، مګر  دا  چې په لاس  سره . هرچا  له دغو  اوبه ونه څښلې خپل دی؛ فَإِنَّهُ مِنِّي» (بقره: 249)  او هرچا وڅښلې ،  قطعا پرَدی  دی؛ فَلَيْسَ مِنِّي؛ خو هغه کسان چې  په لاس سره ئې وڅښي، نه خپل دي او نه پرَدي.

په ورپسې مرحلې کې  کله  د جالوت له سنبال لښکر سره مخامخ شول، نو  د دښمن د عِدّه او عُدَه  په لیدو سره ئې ووئيل چې  نن  له جالوت او د هغه له لښکریانو سره د مقابلې قدرت نه لرو . په مقابل کې یوشمیر کسانو آسماني روایت مطرح کړ او وې وئيل؛ ممکنه ده ، دغه لږ کسان  د خدای په توفیق سره پر ډيرو بریالی شی.؛ كَمْ مِنْ فِئَةٍ قَلِيلَةٍ غَلَبَتْ فِئَةً كَثِيرَةً بِإِذْنِ اللَّهِ وَ اللَّهُ مَعَ الصَّابِرِينَ» (بقره: 249).

Success in Divine Tests: Prerequisite for Final Victory over Enemy in Quran

 دغه روایت ښئ چې بریالیتوب له ازمایشه  په یوې مرحلې  کې کافي نه دی. په دغې کیسې کې یوې ډلې  رهبر د فقر په خاطر ونه مانه ، یوې ډلې  د خیټې په امتحان کې ماته وخوړله او یوه بله ډله  له خپل دښمن سره په  مخامخیدا کې ناکامه شوه. هغه کسان چې  دخدای د ولی سرپرستي ئې ومنله ، کله ئې هم چې لاس ته حکومتی اموال او یا ولسی مالونه ورسیدل،نو په کرامت سره  ئې په څنګ کې تیر شول  او په نهایت کې  ددښمن په مقابل کې ټينګ ودریدل ، نو دوي د بشپړ بریالیتوب ځیری درک کولی شي.

 https://iqna.ir/en/news/3496777

captcha