IQNA

 د وعده صادق۴عملیاتو ۷۵څپه؛د وحشی صهیونیسټي پوځيانو پټنځای بیا ټارګټ شو

15:56 - March 23, 2026
د خبر لمبر: 3492591
ایکنا - د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو  دعمومی اړیکو د څانګې په یوې خبرتیا کې د وحشي صهیونیسټي پوځیانو  د پټيدا او ځاي په ځاي کیدونکو مرکزونو په ضد د وعده ۴ عملیاتو ۷۵ څپې  د اجرا خبر ورکړی دی.

ایکنانیوز  د سپاه نیوز له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو یوې وروستۍ خبرتیا کې وئيل شوي دي، د وعده  صادق۴ عملیاتو پنځه اویایمه څپه  د ؛یا فطمةالزهراسلام الله علیها؛ په رمز سره  او د سپاه پاسدارانو  د شهیدویندوي سردار علی محمد نایني  او د ایران د اطلاعاتو د شهید وزیر حجةالاسلام خطیب په څير د شهیدانو په نامې او خاطرې سره  د امریکائي صهیونیسټي موخو په ضد اجرا شول.

په دغې څپې کې  دنیواکي سیمو په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټي پوځيانو  د پټيدا د ځایونو او د نوي پوځیانو د ځاي په ځاي کیدا مرکزونو باندې توغنددوي اوډرونز حملې شوي دي.

د سپاه پاسدارانو د خبرتیا په اساس، په الخرج کې  د شهزاده سلطان هوائي اډه  چې د ایران په ضد د امریکائي تیریګرو دهوائي عملیاتو او د ځای په ځاي کیدا یو اصلي ځاي دی هم په بالسټيک توغندیو سره ټارګټ شوی دی.

سپاه پاسدارانو ترهه ګرو امریکائي صهیونیسټي پوځيانو ته خبرداری ورکړی چې په مکمل ډول د سپاه پاسدارانو  دعملیاتو د اطلاعاتو د یونټونو تر څارنې لاندې دي او خوبونه به ئې ورک شي او د خپل ژوند په وروستیو شیبو کې یاست.

https://iqna.ir/fa/news/4342445

captcha