IQNA

حجت‌الاسلام سید عبدالفتاح نواب !

د وحي په ټاټوبی کې به ایراني حاجیان د  اسلامی امت بیرغوال وي

16:39 - April 26, 2026
د خبر لمبر: 3492702
ایکنا-  د ایرانیو حاجیانو سرپرست ، د ۱۴۰۵  کال حج  ته د لیږدونکو حاجیانو د لومړنئ ډلې  د بدرګې په دستورو کې روښانه کړې ده ، ایراني حاجیان به د وحي په ټاټوبي کې د اسلامی امت او د ایران د اسلامی جمهوریت  د پروګرامونو پر مخ بیونکي او بیرغوال وي.

ایکنانیوز د حج د  چارو د ادارې  له قوله راپور راکړی، دحج او زیارتونو  په چارو کې د  ولی فقیه نماینده حجةالاسلام  سیدعبدالفتاح نواب  په دغو دستورو کې  چې  په شنبې سهار  په امام خمیني هوائي ډګر کې ترسره وشي ،پخپلې وینا کې ووئيل،  له هغه غیر قانونی اوغیر انساني  جنګ سره سره  چې پر ایران تپل شوی دی، خداوند متعال شکر ګوزار یوو چې  د خدای پّ کور کې  د هغو زیارتوالو په وړاندې چې کلونه کلونه ئې انتظار کړی ،دروازې خلاصې کړې.

هغه ووئيل، په سږکال حج کې  د حج په لوي کانګرس کې ډير زیات حاجیانو شتون لري  او  حضرت ابراهیم خلیل الله(ع) ددوي کوربتوب کوي ،پر دغه نعمتد لوي  اومهربان خدای قدردان او منندوي یوو.

د ایرانیو حاجیانو سرپرست  د حج په باب د قرآن آیتونو  ته په اشارې سره ووئيل؛ د  وحی  په ټاټوبی کې به ایرانی حاجیان د اسلامی  ایران او د اسلامی  امت د وحدت جارچیان او بیرغوال وي

 هغه په دوام کې هغو مسئولاتو ته  چې د وحي ټاټوبی ته روان دي ، خطاب کې ووئيل؛ تاسو د حاجیانو خدمت کول په غاړه لرئ  او په ډول اخلاص سره دغه ارزښتمند کار تعقیب کړئ، چې اجر ئې له خداي تعالی سره دی.

حجةالاسلام نواب دې ته په اشارې سره چې سږکال حج د شهید امام او زیات شمیر کمانډرانو خادمانو او خلکو  د له لاسه  ورکولو په دلیل  له تیر و حجونو سره توپیر لري. د حج او زیارت د چارو د  ادارې پخوانی مشر شهید علی رضا بیات  درنښت کوو، ووئيل؛  ددغوکسانو نامې به په نړئ کې د  اسلامی امت بیرغوال وي.

https://iqna.ir/fa/news/4348389

captcha