یکنانیوز د پارس تودی له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح الله مجاهد له تهران ریډیو پښتو خپرونې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې ایران خپله دا مهال ستونزې لري، په سخت وخت کې یې افغانان هیر نکړل او د دغه هېواد سیلاب ځپلو سره یې مرستې وکړې.
هغه زیاته کړه، افغانان به هیڅکله د ایران دغه مرستې او همکاري هیره نکړي او له همدې امله د دغه هېواد څخه قدرداني کوي.
مجاهد وایي، دغه مرستې د افغانانو او مسلمانو وروڼو سره د ایران د همکارۍ یوه روښانه بېلګه ده.
هغه له نورو هېوادونو څخه هم مننه وکړه، چې د وروستیو طبیعي پېښو پر مهال ئې له افغانستان سره مرسته وکړه.
د یادونې وړده، چې د افغانستان په نورستان کې د سیلابونو د راوتلو وروسته په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ویلي چې د دې هېواد د بشري او ولسي مرستو کاروان د افغانستان د وروستیو سېلابونو له زیانمنو سره د مرستې لپاره د نورستان ولایت مرکز پارون ښار ته لیږدول شوی.
د څرګندونو له مخې؛ د مرستو په دې جوپه کې ډېره برخه اوړه او غوړي دي، چې سېلاب ځپلیو کورنیو ته وېشل کېدو په موخه استول شوي.
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i175602