ایکنا-(تهران)د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت دکلیزې او ویر او ماتم په درستې نړۍ کې ترسره شوي دي او دغه راز وئيل کیږي چې دعراق په کاظمین کې دحضرت امام موسی کاظم علیه السلام په سپیڅلي حرم کې د کابو دولس میلیون مینه والو په ولولناک ګډون سره معنوي دستورې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3486914 خپرونې تاریخ : 2023/02/18
ایکنا-(تهران)په عراق کې د حسینی اربعیّن د زیارتوالو ته د موکب جوړونکوخدمتونه د یونیسکو ادارې د بشری معنوي کلتوری میراث په لیسټ کې شامل کړل.
د خبر لمبر: 3486875 خپرونې تاریخ : 2023/02/09
ایکنا-(تهران)د اربعین اتمه نړیواله جایزه د سلواغې په اولسمه نیټه اسلامی ارتباطاتو او کلتور په ادارې کې په پایزو دستورو ترسره کیدا سره ددغې پيښې تر ټولو غوره کسانو ته جایزې ډالۍشوې.
د خبر لمبر: 3486864 خپرونې تاریخ : 2023/02/07
ایکنا-(تهران)د رجب د میاشتې پنځلمسه نیټه داسلام د ګران پیغمبر(ص) د لمسئ او حضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهراسلام ا... علیهما دګرانې لور او د کربلا دپاڅون بیرغوالې حضرت زینب کبری سلام ا... علیها د وفات کلیزه ده.
د خبر لمبر: 3486858 خپرونې تاریخ : 2023/02/06
ایکنا-(تهران) دعراق په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په کلیزې د علوی مقدس آستان ملکوتي صحن او شاوخوا برانډئ د ضریح مقدس شاوخوا برخو د وینځلو او د دوړو دپاکولو، دګلونوګیډئ په کیښودلو،دعا او د شعر د لوستلو او دغه راز د قرآن کریم د تلاؤت په دستورو سره یوه ملکوتي او روحاني فضا خوره وره شوه
د خبر لمبر: 3486855 خپرونې تاریخ : 2023/02/05
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی انقلاب د سباؤن لسیزې د شپوورځو او د حضرت زینب سلام الله علیها د وفات له کلیزې سره په یووخت د حسینی اربعیّن داتمې نړیوالې جایزې پایزې دستورې داسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې په حسینه الزهرا(ع) کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3486842 خپرونې تاریخ : 2023/02/02
ایکنا-(تهران)دعراق په کربلا معلی کې د حسینی مقدس آستان په همت سره د قرآن کریم د نړیوال نندارتون دوام پړاؤبه ترسره شي.
د خبر لمبر: 3486707 خپرونې تاریخ : 2023/01/05
ایکنا-(تهران)نن مازدیګر د عراق په کربلا کې د حضرت امام حسین علیه السلام او حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام په سپيڅلي حرمیّن او بین الحرمیّن کې غُنبار(مه) خور شوی او د نظر حد ډیرې اندازې ته رسیدلی ؤ.
د خبر لمبر: 3486680 خپرونې تاریخ : 2022/12/31
ایکنا-(تهران) د پاکستان یوې مهمې خپرونې د سند صوبې په ښارونو کې د حسینی عاشورا ددستورو ترسره کیدا په دغو سیمو کې د مسلمانانو او هندوانو ترمینځ د ګډ ژوند بیلګه بللې او لیکلي ئې دي،درستو دینونو ته د راتلونکو نسلونو احترام په اوسمهاله دوران کې د ګډ ژوند د اصولو دپیاوړتیا یوه مهمه برخه ده.
د خبر لمبر: 3486666 خپرونې تاریخ : 2022/12/28
ایکنا-(تهران)په عراق کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې میرمن جنین هنیس پلاسخارت،چې کربلا ته تللې وه،د لیندۍ یا قوس د میاشتې په شلمه نیټه د حضرت امام حسین علیه السلام په پاک حرم کې حاضره شوه ،زیارت ئې وکړ او دحسینی مقدس آستان له شرعي متولي شیخ عبدالمهدي کربلا ئي سره ئې لیده کاته وکړل.
د خبر لمبر: 3486594 خپرونې تاریخ : 2022/12/13
ایکنا-(تهران) د اسلام د ګران پیغمبر(ص) د مظلومې لور حضرت فاطةالزهرا سلام الله علیها د شهادت د شپو ورځو په مناسبت په درستې نړۍ کې ایام فاطمه لمانځل کیږي او د اهل بیت علیهم السلام په دې ماسبت د یور او ماتم دستورې ترسره کوي،
د خبر لمبر: 3486567 خپرونې تاریخ : 2022/12/07
ایکنا-(تهران) په کربلا کې د عباسي مقدس آستان دقرآن کریم علمی ټولګې په کربلا کې د اربعیّن د زیارتوالو په وسیله په لاس د لیکل شوي قران په کتابت کې د شپاړسو مختلفو ملیّتونو ښځو او سړیو زیارتوالو د ګډون وکړ.
د خبر لمبر: 3486414 خپرونې تاریخ : 2022/11/05
ایکنا-(تهران) دعراق په کربلا معلی کې دحسیني اربعیّن په ورځ د میلیونونوحسینی عاشقانو او مینه والو لویه اجتماع هماغه شان دنړۍ په رسندویو کې پراخ انعکاس لري. د راپورونو په اساس سږکال په کربلا کې د سید الشهداء د څلویښتۍ یا اربعیّن په پرتمینو دستورو کې څه دپاسه یویشت میلیون حسینی زیارتوالو ګډون درلودلی چې دنړیوالو څارونکو دحیرانتیا سبب شوی دی .
د خبر لمبر: 3486240 خپرونې تاریخ : 2022/09/18
ایکنا-(تهران) په عراق کې د فرانسې سفیر د حسینی اربعیّن دلاریون کونکو په ټول کې شتون بیدا کړ او د اربعیّن د دستورو د ترسره کونکو چاروالو په ستاینې سره ئې دغه پيښه په نړۍ کې ترټولو لویه انساني اجتماع وبلله.
د خبر لمبر: 3486238 خپرونې تاریخ : 2022/09/18
ایکنا-(تهران)په کربلا معلی کې دحضرت امام حسین او حضرت ابوالفضل العباس علیهما السلام په سپيڅلی حرمیّن او شاوخوا کې د اربیعن په شپه او ورځ د غمجنو حسینی عزادارو اجتماع او پرتم او ولولې نړیوال هک حیران کړي دي.
د خبر لمبر: 3486237 خپرونې تاریخ : 2022/09/18
(انځوریزراپور)
ایکنا-(تهران)د حضرت امام حسین علیه السلام د اربعیّن یا څلویښتۍپه مناسبت په لکونو زیارتوالو هره ورځ په کربلا کې دحضرت امام حسین علیه السلام د مقدس حرم زیارته مشرف کیږي.
د خبر لمبر: 3486236 خپرونې تاریخ : 2022/09/18
ایکنا-(تهران)د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمي سید علی خامنه ای نن د حسیني اربعین په مناسبت د محصلینو د ویر په دستوروکې زیاته کړه د اربعین د لاریون معجزناکه پیښه په هیڅ بشري سیاست او تدبیر سره د تحقق وړ نه ده او دا د خداې لاس دې چی په دغې عظیمې جلوې سره ځیرې ورکوي زمونږ مخې ته لاره روښانه او د دکچ کونې وړ ده .
د خبر لمبر: 3486235 خپرونې تاریخ : 2022/09/17
ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله د حسنیی اربعیّن په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل،د عراق دحسینیب اربعیّن په ولولناک لاریون کې د کابلو شل میلیون حسینی زیارتوالو شتون د یوې معجزې په شان او دعراقیانو دمیلمه پالنې یوه غوره صحنه او لویه تاریخي ننداره ده.
د خبر لمبر: 3486233 خپرونې تاریخ : 2022/09/17
ایکنا-(تهران) د پاکستان خلکو ددغه هیواد په مختلفو ښآرونو کښې د حسیني اربعین (چهلم) د عزادارۍ مراسم پیل کړي او ویئل کیږي چې دغه دستورې به تر ماښام پورې دوام ومومي.
د خبر لمبر: 3486232 خپرونې تاریخ : 2022/09/17
زیارت اربعین دمحمود کریمي په غږ کې
ایکنا-(تهران) د حسینی اربعین په ورځ دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د لبیک یا حسین لبیک یازینب او لبیک یامهدي چغې پورته کیږی،او د اهل بیت علیهم السلام مینه وال د عاشورا او ازبیعین زیارتونه زمزمه کوي اوپه میلیونونو حسینی عاشقان په کربلا کې بین الحرمیّن کې شتون لري.
د خبر لمبر: 3486231 خپرونې تاریخ : 2022/09/17