IQNA

د عاشورا په درشل کې د کربلا د زیارتوالو لپاره ټرانسپورټي آسانتیاوې

13:42 - July 10, 2024
د خبر لمبر: 3489511
ایکنا -  دعراق خصوصي ټرانسپورتي شرکت په محرم الحرم میاشت کې د زیارتوالو د تګ راتګ او هرډول ټرانسپورټيشن  د آسانتیا لپاره  یولړ اقدامات په نظر کې نیولي دي.

ایکنانیوز د الفرات له قوله راپور راکوي، د عراق د خصوصي ټرانسپورټ د شرکت مدیر احمد کریم الموسوي  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د هیواد د ټرانسپورټي چارو د وزیر محیسن السعداوي د فرمان په اساس،د عراق له نورو ولایتونو څخه کربلا ته د زیارتوالو د وړو راوړو لپاره، په کربلا او نورو ولایتونو کې مرکزونه جوړ شوي دي.

الموسوي ووئيل، ټوله میداني برخې د زیارتوالو د هر ډول تګ راتګ د آسانتیاو لپاره د مواصلاتی او تمځایونو چورلیزونو د ټاکلو عملیات پيل شوي دي.

 هغه روښانه کړه،د هغه شرکت په هغو دینی دستورو کې د ټرانسپورټ لپاره ډير زیات اهمیّت ته قایل دی چې د زیارتوالو شمیر ئې میلیونونو کسانو ته رسیږي، او د عتباس مقدسه او زیارتونو ته تګ راتګ کوي.

د عراق د خصوصي ټرانسپورټ شرکت مدیر دا چاره یو لوي چیلنج وباله او وې وئيل چې نوموړی شرکت د زیارتوالو د  ځاي په ځاي کولو لپاره په مناسب ټرانسپورټ او وسایلو د تامینولو مسئولیّت په غاړه اخستی دی او دا دنده به په ورین تندي  او په ښه ډول ترسره کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4225875

captcha