ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د (وعده صادق)ریښتوني ژمنې نومې عملیات د تیریګرو د رټلو او سزا کولو په موخې سره په بریالیتوب سره ترسره شوي ، ووئيل ،دادی اوس په پریکنده توګه وایم چې دایران د ګټو په ضد ترټولو وړوکی اقدام به د هغو د درستو عاملانو په ضد په سخت، دردونکي او غاښ ماتونکي ځواب سره مخامخ شي.
د خبر لمبر: 3489057 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا – د عمان ستر مفتي ددې خبرې په کولو سره چې د صهیونیسټ رژيم په تیریو د ایران غبرګون او کلک ځواب ستایم ، روښانه کړې ده ، مونږ د صهیونیسټانود شان او شوکت د له مینځه تلو او د دوي له شره د مسلمانانو د ژغورنې په انتظار کې یوو.
د خبر لمبر: 3489056 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنانیوز - غزې او لویدیځي غاړې اوسیدونکو د ریښتینوني ژمنې نمې عملیاتو او دنیواکي ټاټوبو په لور د ایران د توغندیو او ډرونز له ویشتلو او غورا جوړیدا سره په یووخت د الله اکبر چغې پورته کړې او په بې مخینې انداز سره ئې له شپږو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره خوشالۍ وکړې او په داسې حال کې ئې په کراره ئې شپه تیره کړه چې تر نیمې ورځې پورې بیا د وحشي رژيم د جنګی الوتکو او توغندیو د غوره کوم درک نه ؤ.
د خبر لمبر: 3489055 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا - د ټوئيټ یا ایکس Khamenei.ir اکاؤنټ په عبري ژبه د اسلامی انقلاب د معظم لارښود یوه جمله خپره کړې ده، چې په لویدیځي ټولنو کې ئې ډير انعکاس درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3489053 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا – د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ووئيل سیمه ایزه او نړیواله سوله او امنیت ، هرساعت کمزوري کیږي، لازیات جنګونه نه شو زغملی . مونږ پابنده یوو ،په لویدیځي غاړې کې تاؤتریخوالی دوروو،حالات په لبنان کې هم آرامه کړو، او د کشتۍ چلونې امنیت هم سره سمندر ته بیرته ستون کړو.
د خبر لمبر: 3489052 خپرونې تاریخ : 2024/04/16
ایکنا - دغزې تړانګې په مرکز کې په دیرالبلح کې په شهدای الاقصی روغتون کې فلسطینیانو نیواکي ټاټوبو ته دایران د غورا کونکو توغندیو له رسیدا سره په یووخت خوشالۍ وکړې او د الله اکبر چغې ئې پورته کړې.
د خبر لمبر: 3489048 خپرونې تاریخ : 2024/04/15
ایکنا - د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران ځواک قوماندان تورن جنرال حسین سلامی په صهیونیسټ رژیم د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د حملو د جزئیاتو په باره کښې وویل : هدفونه ټاکل شوی وو او د صهیونیسټي رژيم د شرارتونو تر حده پورې پرې حملې شوی دی .
د خبر لمبر: 3489046 خپرونې تاریخ : 2024/04/14
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د صهیونیسټ رژیم په ضد د قدرتمنو او پیاوړو عملیاتو پسې په یوه پیغام کې روښانه کړه ، بیګا د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو میړنیو او غیورو بچیانو ، د هیواد د درستو سیاسی او پوځي برخو په ملګرتیا او غږملتیا سره ، د ایران داقتدار د ت اریخ یوه نوي صفحه وپنځوله او وحشي صهیونیسټي دښمن ته ئې عبرت اخستونکی درس ورکړ او د هغو تیریګرو رټل چې د اسلامی انقلاب ستر او حکیم لارښود ئې ریښتیني ژمنه ورکړې وه ، پوره شوه.
د خبر لمبر: 3489045 خپرونې تاریخ : 2024/04/14