د شهید رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره لیدنه
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار د د وخت د خدای بخښلي ولسمشر شهیدابراهیم رئیسي او د خدمت د نورو شهیدانو له کورنيو سره په لیدنې کې، د خدای بخښلی ولسمشر شهید د زړه، ژبې او عملي صفتونو په تشریح کولو سره وفرمایل: قدرمن شهید رئیسي د الهي حکومت د یوه مسئول بشپړ مثال و او د په ستړي کېدونکي هڅو سره ئې خلکو او د ملت عزت او اعتبار ته خدمت وکړ او دا لاره او روده زموږ د ټولو مسئولانو، ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره یو لوي درس دی.
د خبر لمبر: 3491148 خپرونې تاریخ : 2025/05/20
ایکنا د وخت خداي بخښلی ولسمشر شهید ابراهیم رئیسي باور درلود چې هر څه یې په واک کې دي، د خدای د بندهګانو د خدمت لپاره دي او په دې لاره کې ئې خپل ټول امکانات د اسلامي او ولایي منهج پر بنسټ د مظلومانو او مستضعفانو د مرستې لپاره وکارول.
د خبر لمبر: 3491144 خپرونې تاریخ : 2025/05/20
د مقاومت ډیپلماسۍ سمینار او ولسمشر
ایکنا - نن سهار د «مقاومت ډیپلماسۍ،نړیوال سمینارکې، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مسعود پزشکیان پخپلې وینا کې وویل؛شهید رئیسي او د خدمت نورو شهیدانو یو کال وړاندې د خلکو د خدمت او عدالت د ټینګولو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. هغه زیاته کړه: که دغو شهیدانو رشوت او بډې رشتونه اخیستی وای یا د امریکا د ولسمشر په څېر کارونه ئې کړي وای، نو بیا به ژوند ساده نه وای. دا قدرمن کسان په ساده ژوند، صداقت او خلکو ته په نږدېوالي کې مشهور دي او دا ځانګړنې په آسانۍ د دوي په ژوند کې لیدل کېږي.
د خبر لمبر: 3491138 خپرونې تاریخ : 2025/05/19
ایکنا - د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اسلامي شورا له مشر او استازو سره په کتنه کې، د یوه موثر، پرهیزګاره او انقلابي حکومت جوړول، د منتخب ولسمشر او پارلمان ګډ مسئولیت وباله.
د خبر لمبر: 3489569 خپرونې تاریخ : 2024/07/21
پارس ټوډې – د اسلامی انقلاب ستر لارښود د تیرې یکشنبې په ورخې د ایران د اسلامی جمهوریت د دیارلسم حکومت د کابینې له غړو سره په کتنې کې د ولس د مختلفو وګړو مشکلاتو د حل لپاره بې ځنډه هڅه،د داخلی توانمنیو په ژورتیا د اعتقاد،ددیني اوانقلابی دریځونو په اعلانولو کې د جوَتوَالي، د نه ستړیکیدا، نه ناامید کیدا،په بهرني سیاست کې د عزت او تعامل درعایتولو، د لورو پروژو د اجرا د اهتمام،د تواضع، تقوا، معنویّت، ذکر او توسل لپاره هڅه د خداي بخښلي شهید ابراهیم ریئسي د کاري او شخصي غوره توب ځانګړنې وبللې.
د خبر لمبر: 3489499 خپرونې تاریخ : 2024/07/08
ایکنا – د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشی سید حسن نصر الله د ایران د نوی ولسمشر مسعود پزشکیان د بریالیتوب په مناسبت پخپل پيغام کې ټينګار وکړ، حزب الله او نورې مقاومتی ډلې ټپلې دایران اسلامی جمهوریت خپل همیشنی اوقدرتمن ملاتړی او پشتیبان ګڼي.
د خبر لمبر: 3489489 خپرونې تاریخ : 2024/07/07
ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود وفرمائيل؛ هغه کسان چې اسلام ،جمهوری اسلامي نظام او د هیواد پرمختګ سره مینه لری،دا موضوع په انتخاباتو کې پخپل شتون سره نندارې ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3489477 خپرونې تاریخ : 2024/07/03
د انتخاباتو د کمیشن ویندوي دغه راز ووئيل په راتلونکي جمعې ورځې یعني د چنګاښ د میاشتې په پنځلسمه نیټه به د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ دوهمه مرحله په درست ایران کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3489454 خپرونې تاریخ : 2024/06/29
ایکنا - په ایران کې د انتخاباتو په دغه پړاؤ کې د راي اچونې د شرائطو د لرونکو کسانو شمیر ۶۱میلیون څلور لکه ۵۲زره او ۳۲۱ تنه اعلان شوی دی. د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ۍ د انتخاباتو د ترسره کیدا قانوني وخت تر لسو ساعتونو پورې دی چې نن سهار په رسمي توګه اته بجې پیل شوی او د قانون په اساس دغه وخت د تمدیدیدا وړ هم دی.
د خبر لمبر: 3489449 خپرونې تاریخ : 2024/06/28
ایکنا -په پاکستان کې دیره ایرانیان د ایران له نورو میلیونونو راي ورکونکو سره یو ځای د خپلې خوښې ولسمشر ټاکي او په دې کار ویاړي.
د خبر لمبر: 3489448 خپرونې تاریخ : 2024/06/28
ایکنا - د اسلامی انقلاب ستر لارښود نن سهار په لومړنیو شیبو کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د راي اچونې په مرکز کې په شتون سره خپله رایه واچوله او وې وئيل، خلک دې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره هیڅ شک ونه کړي.
د خبر لمبر: 3489447 خپرونې تاریخ : 2024/06/28
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د څوارلسم پړاؤ د کاندیدانو لومړنۍ ټیلیویژني مناظره د دوشنبې په شپه د اقتصادي موضوعګانو په چورلیزتوب سره ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3489400 خپرونې تاریخ : 2024/06/19
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ دانتخاباتو دڅوارلسم پړاؤ په مناسبت د خدمت دشهید آیت الله ریئسي له کړچاره د الهام اخستو او د مجاهدانه خدمت په چورلیزتوب او دغه راز د ایسنا خبری اژانس په همت او د ایکنانیوز او د پوهنتونی جهاد د کلتوري مرستیالۍ په ملګرتیا سره د ؛عیار حکمراني؛ په نامې سره جشنواره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3489389 خپرونې تاریخ : 2024/06/17
ایکنا – د ایران یو نړیوال قاری احمد ابوالقاسمي دآل عمران مبارکې سورې له ۱۴۴آیته تر ۱۴۸ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت کړی دی چې په قرآنی ټولنو کې ئې تود هرکلی شوی دی.
د خبر لمبر: 3489365 خپرونې تاریخ : 2024/06/11
ایکنا – د عراق د نجباء غورځنګ عمومی منشي ، په یولړ څرګندونو کې له مقاومتي چورلیز څخه د ولس د شهید آیت الله ابراهیم رئیسي اود مقاومت د شهید حسین امیر عبداللهیان د رول ستاینه او قدرونه وکړه.
د خبر لمبر: 3489303 خپرونې تاریخ : 2024/05/30
ایکنا - د ولس شهید ابراهیم رئیسي او د مقاومت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان یوازې د ایران مشران نه ؤ بلکې د نړۍ د درستو پتمنو او مقاومتي لورو مشران وو او دوي پخپلو روښانه دریځونو او خلوص سره ښودلې چې د درست اسلامی امت او انسانیّت د ژغورنې لپاره چغې پورته کوي او ظا لمان او جنایتکاران چې په هره بڼه وي رټي ئې او د هغوي په مقابل کې په قدرت سره دریږي.
د خبر لمبر: 3489299 خپرونې تاریخ : 2024/05/29
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د خدای بخښلي ولسمشر شهید آیت الله ابراهیم رئیسي او ورسره د ملګرو شهیدانو ددرنښت دستورې د ایران د قرآني ټولنې له خوا په تهران کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3489291 خپرونې تاریخ : 2024/05/28
ایکنا – په یویشتمې پيړۍ کې د جمعیت اسلام ټولنې په همت سره د ؛اسلام او د آزادۍ او سولې لارې چارې؛ نومې نړیوال سمینار د ۲۰۲۴کال د مئ په ۲۸ او ۲۹ نیټه د پاریس په لویدیځي نړۍ فاؤنډیشن کې ترسره کیږی.
د خبر لمبر: 3489289 خپرونې تاریخ : 2024/05/28
ایکنا – د ایران د فعال او مجاهد خارجه وزیر خدای بخښلي شهید حسین امیر عبداللهیان ګټه ورو خدمتونو په تیره بیا دطوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو په بهیر کې د هڅو او د په نړیوالو ټولنو کې د غزې د کړیدلو ماشومانو او د فلسطین دمظلوم ملت د حق په پوره کیدا کې د هغه دنړیوالو نه ستړیکیدونکو هڅو په ستاینې کې د ؛ فلسطینیو ماشومانو د مظلومیّت چغه ؛ نومې مډل خپور شو.
د خبر لمبر: 3489288 خپرونې تاریخ : 2024/05/27
ایکنا - د هغه لپاره د خلکو رضایت او صلاح چې د الهي رضایت ښودنه کوي، پر ټولو شیانو ترجیح درلوده ، له دې امله د بدغواړو ،پيغورونه او نهیلی کونکو چغو څخه د هغه کړاؤ او درد، د چارو د اصلاح او پرمختګ لپاره د هغه د شپې ورځې د هڅې خنډ نه کیدل.
[د اسلامی انقلاب ستر لارښود،31/02/1403]
د خبر لمبر: 3489287 خپرونې تاریخ : 2024/05/27