تلاوت - پاڼه 10

IQNA

بچوې
ایکنا - د سعودي عربستان د اطلاعاتو وزیر په یوې غونډې کې د ۱۴۴۶ کال د حج موسم لپاره د دغه هېواد پلانونه تشریح کړل، چې موخه ئې د مناسکو اسانتیا او حاجیانو او عمره کوونکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو کیفیت لوړول دي.
د خبر لمبر: 3491188    خپرونې تاریخ : 2025/05/28

   د قرآني استادانو فکري غونډه
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت  د قرآني استادانو د فکري غونډې لومړنۍ ناسته، د مسلمانو محصلینو د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د اووم پړاو په  چورلیزتوب، د روان کال د غبرګولې د میاشتې  په څلورمه نېټه د هېواد د پوهنتونونو د قرآني  ادارې د کنفرانسونو په  هال کې د شهید تقوي په نوم، د یو شمېر مخکښو قاریانو، حافظانو او د قرآني چارو کارپوهانو په شتون سره ترسره شوه. 
د خبر لمبر: 3491185    خپرونې تاریخ : 2025/05/28

ایکنا -  د عمان د  سلطان قابوس درې دیرشمې عمومی سیالۍ د بېلابېلو عمرونو کسانو له پراخ هرکلي سره مخ شوې دي. 
د خبر لمبر: 3491184    خپرونې تاریخ : 2025/05/27

حج په قرآن کې/۳
ایکنا -  صفا او مروه  د مسجدالحرام تر څنګ  یوازې دوه مخامخ غرونه نه دي، دا دواړه ځایونه د عبادت، توحید، ایثار او تاریخي   چغو او دعاګانو  نښې دي چې قرآن کریم ئې د «شعائر الله» په نامه یادوي.
د خبر لمبر: 3491180    خپرونې تاریخ : 2025/05/27

د  استاد د وفات په پلمه
ایکنا -  سید سعید د  یوسف (ع)  سورې  د بې‌ساري   تلاوت له امله، چې ډېری ئې د هغه تر ټولو غوره ثبت شوی تلاوت بولي، د  سلطان القراء  (د مصر د قاریانو پاچا) لقب ترلاسه کړ. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د هغه د تلاوت    کېسټ  په پراخ ډول  پلورل شوې ؤ او د هغه د تلاوت غږ د کورونو، دوکانونو او حتی عامه ټرانسپورټ له لارې په ټول ښار کې اورېدل کيد . 
د خبر لمبر: 3491173    خپرونې تاریخ : 2025/05/26

     حج په قرآن کې/ ۲
ایکنا – د قرآن کريم  په بېلابېلو آيتونو کې د قربانئ، طواف او د حرم سيمې ته   د واریدیدا پشمول  د حج مناسک  د الهي شعائرو په توګه معرفي شوي، چې د دغو شعائرو سپکاوی د ديني مقدساتو په وړاندې بې پروائي ګڼل کېږي. قرآن کريم په مائده سوره  کې ،په دوهم آيت  کې مؤمنانو ته خبرداری ورکوي، چې د الهي شعائرو، حرامو مياشتو، ډالیو (قربانيو)، (د قربانيو نښو) او د خداى د کور (کعبې) زيارت کوونکو  حاجیانو ته سپکاوی ونه کړي. په دغه  آيت کې راغلي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تُحِلُّوا شَعَائِرَ اللَّهِ وَلَا الشَّهْرَ الْحَرَامَ وَلَا الْهَدْيَ وَلَا الْقَلَائِدَ وَلَا آمِّينَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنْ رَبِّهِمْ وَرِضْوَانًا».
د خبر لمبر: 3491167    خپرونې تاریخ : 2025/05/26

ایکنا – په تانزانیا کې د تانګا ښار په امکواکواني سټيډیم کې د قرآنی محفل پروګرام ددغه ښار د قران د زرګونو مینه والو په شتون سره  ترسره شو.
د خبر لمبر: 3491171    خپرونې تاریخ : 2025/05/25

ایکنا -   بوسنیا هرزیگوینیا د سارايوو تاريخي کتابتون غازي خسرو بيګ، چې په ۲۰۱۸ کال کې د يونسکو اداری  لخوا د  نړۍ حافظې  په فهرست کې شامل شو، د نادرو قرآني نسخو ترڅنګ، په اسلامي علومو، طبيعي علومو، رياضي، هندسې، ستورپوهنې او طب کې ګڼې خطي نسخې ساتي. 
د خبر لمبر: 3491170    خپرونې تاریخ : 2025/05/25

 ایکنا - د   ۱۴۰۴  حج لپاره د لېږل شوي  نور قرآني کاروانیو  غړي مهدي صلاحي په يوه قرآني محفل کې د کلام‌الله مجيد د آيتونو تلاوت وکړ.
د خبر لمبر: 3491169    خپرونې تاریخ : 2025/05/25

ایکنا – د ایران د نور مداحی ډلې غړو ،له قرآن کریم سره د انس د محفل په چوکاټ کې  په مدینې منورې کې د ایرانیو حاجیانو په ټول کې  د مداحئ او نعت پروګرام اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3491166    خپرونې تاریخ : 2025/05/24

ایکنا – د ایران  تکړه قاری اود نور د قرآني کاروان یوه غړي حمید جلیلي،  د وحي ټاټوبی ته   دتللو  ایرانیو حاجیانو په ټول کې د انعام د مبارکې سورې د څو آیتونو تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3491165    خپرونې تاریخ : 2025/05/24

ایکنا - د دبۍ د قرآن کریم نړیوالو سیالیو د ۲۸ پړاؤ د نامو  لیکل ، د چهارشنبې په ورځ، یعني د غبرګولي ۳۱  پیل شوي او تر یوې میاشتې پورې به دوام وکړي.
د خبر لمبر: 3491161    خپرونې تاریخ : 2025/05/24

  په دغو ولوناکو دستورو  یوې برخې کې د ایران ممتاز قاری او د نور قرآنی کارواان یوه غړي ،محمد مهدي شیخ الاسلامی  د ایرانیو حاجیانو په دغه ولولناک ټول کې  د قرآن کریم د یوشمیر آیتونو تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3491160    خپرونې تاریخ : 2025/05/24

حج په قرآن کې/ ۱
 ایکنا -   قرآن کریم حج پر انسانانو د خدای یو حق ګڼلی او د هغو کسانو پر غاړه دی چې د خداي کور ته د تلو توان لري.دا فریضه نه یوازې یوه عبادي کړنه ده، بلکې د رښتیني ایمان نښه هم شمېرل کیږي.
د خبر لمبر: 3491154    خپرونې تاریخ : 2025/05/23

 ایکنا -   د تهران پوهنتون یو استاد او د دیني چارو یو کارپوه وائي؛قرآن شریف د مومنانه او سالم ژوند لپاره له ټولو کره سند دی.
د خبر لمبر: 3491159    خپرونې تاریخ : 2025/05/22

 ایکنا - د «قرآنی ټکو؛ له اوسني حالته تر متوقع څېړنو پورې» تر سرلیک لاندې نړیوال علمي سمینار د متحده  عربی اماراتو د شارجې د قرآن د  کمپلیکس په نوښت پیل شوی
د خبر لمبر: 3491155    خپرونې تاریخ : 2025/05/22

ایکنا -  د ایران د اسلامی جمهوریت د وړو زلمیو  قاریانو ملي ټیم غړو د ذاریات سورې لخ ۴۷  آیته تر ۴۹ آیتونه تلاوت کړل.
د خبر لمبر: 3491149    خپرونې تاریخ : 2025/05/21

حجت‌الاسلام سیدعبدالفتاح نواب:
ایکنا -  د ایرانيو حاجیانو  د کاروان مشر، حجت‌الاسلام نواب، د نور قرآنی کاروان له غړو سره په کتنې کې وویل: د شیعیت  او قرآن ترمینځ جلاوالی او د دوي له اهل بیت (ع) څخه واټن یوازې یو وهم دی چې د دښمنانو له  مطرح مطرح شوی، خو د امام خمیني  (ره) او مقام معظم رهبري تدبیرونو  دغه دسیسه   پروپیګنډه شنډه کړې ده
د خبر لمبر: 3491147    خپرونې تاریخ : 2025/05/20

ایکنا - د ملایشیا په نړیوالو قرآني سیالیو کې د ایران استازی په دغو سیالیو کې د ګډون له مجازی مرحلې معاف شوی او مستقیم به په نهایی مرحلې کې ګډون کوي. 
د خبر لمبر: 3491146    خپرونې تاریخ : 2025/05/20

ایکنا -  د الجزایر  عربي خوشخطۍ  دیارلسمه نړیواله جشنواره، د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د خطاطانو په ګډون د دغه هېواد په «المدیه» ښار کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3491136    خپرونې تاریخ : 2025/05/19