ایکنا- د نړۍ په ګوټ ګوټ کې درست مسلمانان، د روژې مبارکه میاشت په روژې ساتلو ،عبادتونو ، لمنځونو ،مناجاتو او او په سترو ښو کارونو سره لمانځي،د نړۍ د وږو او اړمنو خلکو په خیال ساتلو سره او له نورو سره د ښیګڼې کولو په هوډ سره د اړمنو او بې وځله خلکو سره مرستو ته دانګي او تر خپل وسه ورسره ملتیا کوي.
د خبر لمبر: 3488918 خپرونې تاریخ : 2024/03/21
ایکنا- د قدس د اوقافو ادارې اعلان وکړ،دصهیونیسټي جنایتکاررژيم له کارړنګونو او خنډونوسره سره،اتیا زره فلسطینیانو په الاقصی جومات کې د رمضان المبارک د پاکې میاشتې په لومړنۍ جمعې لمونځ قایم کړ.
د خبر لمبر: 3488895 خپرونې تاریخ : 2024/03/17
ایکنا- د نړۍ له ختیځه رانیولې تر لویدیځ پورې د نړۍ د درستو مسلمانانو لپاره د روژې مبارکه میاشت ،د قرآن کریم دختم، تدّبر او د هغه په لوړې معنا کې فکر کول دي.
د خبر لمبر: 3488888 خپرونې تاریخ : 2024/03/16
ایکنا- هندی حکومت تیره ورځ د ښاریزو توپیري قانون چې په ۲۰۱۹کال کې تصویب شوی او مسلمانان ددغه هیواد د تابعیَّت له ترلاسه کولو محروموي ،په رسمي توګه اجرا کړ.
د خبر لمبر: 3488878 خپرونې تاریخ : 2024/03/14
د اردن خارجه وزیر په الاقصی جومات کې د دمسلمانانو د شتون دمحدودولو لپاره دصهیونیسټي رژيم په سیاستونو په سختو نیوکو سره د صهیونیسټانو ددغه اقدام دخطرناکو پائيلو په باب خبر داری ورکړ.
د خبر لمبر: 3488867 خپرونې تاریخ : 2024/03/12
په انګلستان کې د ترهه ګرو حملو ډیرو قربانیانو په یوه پرانیستي او ګډ لیک کې په دغه هیواد کې د مسلمانانو په ضد د نفرت خورونو د ختمیدا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488866 خپرونې تاریخ : 2024/03/12
ایکنا- د انګلستان یوې ډلې مسلمانانو له اسلامي تعلیماتو سره ددغه هیواد دخلکو د بلدتیا لپاره په واټونو کې په خلکو کې په انګریزي ژبه ترجمه شوي قرآن کریم نسخې ویشې کړې.
د خبر لمبر: 3488828 خپرونې تاریخ : 2024/03/05
ایکنا-د روژې دمبارکې میاشتې په درشل کې دعربستان ال سعود رژيم اعلان وکړ چې ددغه هیواد د جوماتونو په داخل کې د روژماتو ددسترخوانونو غوړول ممنوع دي.
د خبر لمبر: 3488826 خپرونې تاریخ : 2024/03/05
ایکنا- د فلسطین سرچینو د تیرې جمعې په ورځې یعنی د کب د میاشتې په یولسمه نیټه د غزې تړانګې په جنوب کې په واقع رفح ښار کې د الفاروق جومات د کنډوالو دپاسه د جمعې لمانځه د ترسره کیدا انځورونه او ویډیو کلیپونه خپره کړل چې ډیره زیاته ولوله او انګیزه ئې خوره کړې ده.
د خبر لمبر: 3488823 خپرونې تاریخ : 2024/03/04
ایکنا- د خدای بخښلي او د پاکستان د لوي دینی عالم شیخ محسن علی نجفي زوي حجة الاسلام انور علی نجفي ووئيل، شیخ محسن نجفي د اسلامی علومو په زمینې کې د ډيرو زیاتو شاګردانو د روزنې ترڅنګ ،خپل زیاتره برکتناک عمر د پاکستان دټولنې د وحدت او یووالي په پیاوړتیا کې تیر کړی او له خپلې خوا ئې په ټولنیزو خدماتو کې ډيره ستره ارزښتمنه کارنامه پریښودلې ده.
د خبر لمبر: 3488821 خپرونې تاریخ : 2024/03/04
ایکنا- د آسټریلیا دمسلمانانو مشرانو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، د فلسطین دغزې تړانګې د بې څوکه خلکوپه ضد د اسرائيلي رژيم له جنګه د آسټریلیائي حکومت د ملاتړ په دلیل د حکومتي روژماتو په دستورو کې له ګډونه ډډه کوي.
د خبر لمبر: 3488805 خپرونې تاریخ : 2024/02/29
ایکنا- د تایلینډ لومړی وزیر به ددغه هیواد د جنوب مسلمان میشته ولایتونو ته په درې ورځني سفر کې د سیمې له مذهبی مشرانو او مسلمانانو سره کتنه او د قرآني او اسلامی آثارو د میوزیم پشمول د تاریخي او ټوریسټي ځایونو لیدنه هم وړي.
د خبر لمبر: 3488801 خپرونې تاریخ : 2024/02/28
ایکنا- په سویډ کې ناپيژاندو کسانو د یوه جومات په دیوال باندې د توکمپالو شعارونو په لیکلو سره د مسلمانانو د وژلو غوښته کړې ده .
د خبر لمبر: 3488790 خپرونې تاریخ : 2024/02/26
د کینیډا ددینی مطالعاتو استاد؛
ایکنا- د کینیډا یو اوسیدونکی ددینی مطالعاتو استاد پروفیسر لیاقت تکیم په دې اند دی چې په آخر الزمان کې په یوه ژغورونکي باندې اعتقاد، یوازې شیعیانو او مسلمانانو ته مخصوص نه دی او په نورو دینونو کې په تیره بیا په یهودیّت او مسیحیّت کې هم شته دی.
د خبر لمبر: 3488784 خپرونې تاریخ : 2024/02/26
ایکنا- په انګلستان کې د مسلمانانو په ضد له اسلامه د ویرونې پروسه،په غزې کې د جنګ د پلیدا له وخت راهسې تر پام وړ حده زیاته شوې ده.
د خبر لمبر: 3488781 خپرونې تاریخ : 2024/02/25
ایکنا- د قرآن کریم یوه نسخه چې د یوه پُستي ټکټ په اندازه ده او وئيل کیږي، دن ړۍ ترټولو ورکوټي قرآني نسخه ده . د آلبانیه په یوې کورنۍ کې له یوه نسله بل نسل ته منتقله شوې ده.
د خبر لمبر: 3488776 خپرونې تاریخ : 2024/02/24
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ د پنجشنبې په مازدیګر د ایران د اسلامی شورا د مشر محمدباقر قالیباف او د کلتور او اسلامی ارشاد د چارو د وزیر محمد مهدي اسماعیلي په شتون سره د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې پیل شوې .
د خبر لمبر: 3488734 خپرونې تاریخ : 2024/02/17
ایکنا-په تایلینډ کې د ایران داسلامی جمهوریت د قرآنی هنری کلتوری محصولاتو او آثارو لومړنی نندارتون د تایلینډ د پارلیمان د مشر د مرستیالاانو،د کلتوري چارود مرستیال وزیر او د ایران د اسلامی جمهوریت د کللتور او اسلامی ارشاد د وزیر د قرآڼ او عترت د مرستیال په شتون سره پرون سهار په بانکاک کې ددغه هیواد د دحلالو په لومړني هوټل کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3488702 خپرونې تاریخ : 2024/02/11
ایکنا- داهل بیت (ع) دنړیوالې ټولنې کلتوري مرستیال په یولړڅرګندونو کې ووئيل، د اهل تسنن اصلي پيروکار له دغو تکفیری ترهه ګرو ډلو سره سخت مخالف دي او له دوي سره ښه رویّه نه لري او دوي بدعت کونکي او منحرف ګڼي ، داعش د اهل سنت صوفیان مشرک ګڼي،په هماغه اندازه چې شیعیان مشرک ګڼي او که قدرت ترلاسه کړي ،نو له دوي سره به یو شان چلند وکړي.
د خبر لمبر: 3488678 خپرونې تاریخ : 2024/02/05
ایکنا- دهندوستان د مسلمانانو یو شمیر مشرانو په دې خبرې په ټينګار سره چې د هند حکومت باید د جوماتونو او دهندوانو د مندرونو په سر اختلافات ختم کړي، له حکومته ئې په دغه هیواد کې د مسلمانانو دعبادتځایونو او نورو مقدساتو د خوندی ساتلو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488669 خپرونې تاریخ : 2024/02/04