IQNA

د تایلینډ لومړی وزیر له دینی عالمانو او مسلمانانو سره لیده کاته کوي

8:40 - February 28, 2024
د خبر لمبر: 3488801
ایکنا- د تایلینډ لومړی وزیر به ددغه هیواد  د جنوب مسلمان میشته ولایتونو ته په درې ورځني  سفر کې د سیمې له مذهبی مشرانو او مسلمانانو سره کتنه او د قرآني  او اسلامی آثارو د میوزیم پشمول  د تاریخي او ټوریسټي ځایونو لیدنه هم وړي.

ایکنانیوز د ملتونو د ټولنې او کلتور د تحلیلي خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د تایلینډ  د لومړي وزیر دفتر ددغه هیواد د جنوب  مسلمان میشته ولایتونو ته دهغه د درې  ورځني ځانګړی سفر خبر ورکړ او اعلان ئې وکړ،  په دغه سفر کې به لومړی وزیر د  یالا، نارایتوات او پاتاني درو اصلی ولایتونو ته سفر وکړي.

 له مذهبی مشرانو او د سیمې له مسلمانانو سره لیده کاته،په اسلامی جشنوارو کې ګډون او د دغې سیمې د اسلامی او قرآني آثارو پشمول د تاریخي او ټوریسټي ځایونو کتنه ددغه تایلینډي  چارواکي د سفر پروګرامونه دي.

نخست‌وزیر تایلند با علما و مسلمانان دیدار می‌کندنخست‌وزیر تایلند با علما و مسلمانان دیدار می‌کند

ددغه سفر اصلي  هدف ددغو ولایتونو د ټوریسټي پوټينشل  کتنه او د هغو پراختیا ده ،ځکه چې  د لومړي وزیر په اند، دتایلینډ جنوبی ولایتونه  دهیواد دنورو ولایتونو په نسبت  چې  له کلونو راهسې په میلیونونو سیّلانیان جذبوي څه شی کم نه لري.

د تایلینډ  حکومت په نظر کې لري، ددغه هیواد مسلمان میشتو سیمو د انساني ځواک  په فعالولو او د ځانګړو جاذبو په تبلیغ کولو سره  د ټوریزم له ګټه ور صنعت څخه  خپله ونډه زیاته کړي او د د حلال ټوریزم له صنعت څخه د  عایداتو د په زیاتولو سره ، ددغو سیمو داوسیدونکو د ژوند کیفیّت ښه او د سیمې  آبادي زیاته کړي.

نخست‌وزیر تایلند با علما و مسلمانان دیدار می‌کندنخست‌وزیر تایلند با علما و مسلمانان دیدار می‌کند

 دخوراکي محصولاتو په تیره بیا د حلالو خوړو  په باب دنړیوالې غوښتې په زیاتیدا پسې د تایلینډ حکومت په نظر کې لري،څو د تایلینډ اوملایشیا ترمینځ په سرحدي مسلمان میشتو ولایتونو کې  د حلال صنعت  په پراختیا سره ،دغه محصولات دمینځني ختیځ هیوادونو ته هم صادر کړي.

نخست‌وزیر تایلند با علما و مسلمانان دیدار می‌کندنخست‌وزیر تایلند با علما و مسلمانان دیدار می‌کند

https://iqna.ir/fa/news/4202210

captcha