پاکستان - پاڼه 22

IQNA

بچوې
ایکنا-(کراچئ) د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان د  طالبانو د حکومت  کونسل  عبدالجبار تخاري ویلي چې دوی له پاکستانه  دغیر قانوني  افغان کډوالو د ویستلو د مهلت دغځیدو غوښتنه لري.
د خبر لمبر: 3488164   خپرونې تاریخ : 2023/10/24

ایکنا-(تهران) په سیمې کې افغانستان او پاکستان دوه داسې هیوادونه دي چې تر دېدمه په پولیو ناروغي هماغه راز ماشومان ګواښي او یوځل ددغو هیوادونو واکوالانو دګوځڼ د ناروغۍ په ضد واکسینشن ته مخه کړې ده.
د خبر لمبر: 3488157   خپرونې تاریخ : 2023/10/23

ایکنا-(کابل) دافغانستان په شمال کې  د بلخ هوائي ډګر مسئولانو ووئيل، له دغه هوائي ډګره  عربستان ته د مسافرانو د منتقلولو او تجارتی الوتونه پیل شوي دي.
د خبر لمبر: 3488138   خپرونې تاریخ : 2023/10/20

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د پوځ عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر  له فلسطینه د اسلام اباد پر هراړخیزو ملاتړونو باندې په ټينګار سره په غزې کې د اسرائیلی نیواکګرو وروستي جنایتونه په کلکه محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3488128   خپرونې تاریخ : 2023/10/18

ایکنا-(کراچئ) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر د امريکا ولسمشر ته خبردارى ورکړ چې که په غزه کې د اسراييلو له ملاتړ او د هغوى له جنايتونو لاس وانخلي، د پاکستان خلک به په اسلام اباد کې د واشنګټن سفارت محاصره کړي.
د خبر لمبر: 3488118   خپرونې تاریخ : 2023/10/16

ایکنا-(لندن) دانګلستان په   زرګونو خلکو  پرون ناوخته دصهیونیسټ ضده مظاهرې د ترسره کیدا لپاره د لندن د حکومت له خبرداریو سره سره د لندن په مینځ کې  غونډه وکړه  او  د فلسطین د آزادۍ  چغې په پورته کولو سره ئې  د اسرائيلو دوحشي رژيم د  جنایتونو ددریدا غوښته و وکړه. په عین حال کې د فلسطین دملت او مقاومتي مبارزانو په ملاتړ او د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد  د آسټریلیا په سیدني ،امان، دپاکستان په پيښور ،پاره چنار  اسلام  اباد او لاهور او کراچۍ  او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې سترې مظاهرې  وشوې.
د خبر لمبر: 3488112   خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(اسلاماباد) د پاکستان د حکومت د فیصلې په اساس په دغه هیواد کې غیر قانونی اوسیدونکو درستو پناه غواړو ته  د اکتوبر یودیرشمه نیټه وروستۍ نیټه ورکړل شوې ده چې  له هیواده ووځي کنی نو په زوره به وویستل شي.
د خبر لمبر: 3488110   خپرونې تاریخ : 2023/10/15

ایکنا-(کابل) د افغانستان د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د اهل تشیّع په  امام الزمان جومات کې د وحشي جنایتاکورو په لاس په یوې زورورې چاودنې کې  د خداي په درګاه کې دیرش سربسجود دیرش لمونځ ګوزار شهیدان او کابو پنځوس نورټپیان شول.
د خبر لمبر: 3488099   خپرونې تاریخ : 2023/10/13

ایکنا-(پاره چنار) د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په پاره چنار سیمې کې په سلګونو موټر سائيکلو سوارو د فلسطین دمقاومتي مبارزانو  او د الاقصی په ملاتړ او  د وحشي او جنایتکار صهیونیستي رژيم په خلاف ستره  ریلي ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3488098   خپرونې تاریخ : 2023/10/13

ایکنا-(تهران) د بشری حقوقو نړیوالې ادارې په یوې اعلامیې خپرولو سره پر پاکستان غږ کړی  چې په زوره دې دافغان پناه غواړو ویستل ودروي،ځکه دا د درې ا ړخیزې موافقې په خلاف اقدام دی.
د خبر لمبر: 3488097   خپرونې تاریخ : 2023/10/13

ایکنا-(کابل) دافغانستان د طالبانو د حکومت د سیاسی  چارو مرستیال ملاعبدالغنی برادر هم له خلکو سره دخواخوږۍ  د ښودلو لپاره  نن  هرات ته تللی دی.
د خبر لمبر: 3488080   خپرونې تاریخ : 2023/10/09

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان د حکومت له خوا په دغه هیواد کې دغیر قانونی اوسیدونکو کډوالو د ویستلو له ویرې په ډيرو ښارونو کې اوسیدونکو افغانانو  خپل جائيدادونه خرڅول پیل کړي چې له امله ئې په دغه هیواد کې د شیانو بیّې او د کورونو کرائې په کیمدا دي.
د خبر لمبر: 3488063   خپرونې تاریخ : 2023/10/07

ایکنا-(کابل) د افغانستان د طالبانو دحکومت ویندوِ ذبیح الله مجاهد په ایکس (ټویټر) ټولنیز چینل کښې په یو پیغام کښې ولیکل چې د افغانستان خلک د پاکستان په امنیتي ستونزو کښې لاس نه لري.
د خبر لمبر: 3488061   خپرونې تاریخ : 2023/10/05

ایکناـ(لبنان) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله  د رسول الله(ص) او دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام د نیکمرغه میلاد په مناسبت پخپلې وینا کې ووئيل،له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو عادي کول د فلسطین پریښودل او د دښمن پیاوړي کول دي.
د خبر لمبر: 3488049   خپرونې تاریخ : 2023/10/03

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کښې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې دوستانه وبللې او ویې ویل د مشکلاتو د رامینځته کیدا په بڼه کښې باید د رسنیو د بیانیو پرځاې له ډیپلوماټیکو لارو د دغو ستونزو د حل کولو هڅه وکړو.
د خبر لمبر: 3488042   خپرونې تاریخ : 2023/10/01

ایکنا-(تهران) د پاکستان په بلوچستان صوبې کې د میلادمصطفی(ص) دولولناک لاریون  په پیلیدا پسې لږ وخت وروسته  له خونړئ پیښې وروسته ددغه هیواد په خیبر پختونخواه صوبې  کې په دوآبې سیمې کې هم دوو نورو ځان مرګو د خداي په کور یرغل وکړ، چې  په ټول کې دمیلاد مصطفی په ورځې د رسول ا... بزرګوار د مینه و الو او لمونځ ګوزارو قربانیانو شمیر څه دپاسه شپیتو کسانو ته ورسید.
د خبر لمبر: 3488031   خپرونې تاریخ : 2023/09/30

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان خارجه وزیر په یوه خبری کنفرانس کې ووئيل،اسلام اباد د صهیونیسټي رژيم  د په رسمیّت پيژندنې لپاره هیڅ پروګرام نه لري او  په دغه باب به  دبل هیوادهیڅکله پيروي ونه کړي.
د خبر لمبر: 3488026   خپرونې تاریخ : 2023/09/30

ایکنا-(کویټه) د د بلوچستان صوبې د مستونګ د پولیسو یوه افسر جاوید لهړي په وینا چاودنه د مستونګ په الفلاح سړک کې د جومات ترڅنګ شوې او دد یوه ډيس ایس پي پشمول 47 کسان پکې شهیدان شوي دي او کابو 60 ټپیان هم روغتونونو ته منتقل کړئ شوي دي
د خبر لمبر: 3488023   خپرونې تاریخ : 2023/09/29

ایکنا-(اسلام اباد)   افغانستان ته ددغو غیر قانوني اوسیدونکوپناه غواړو بیرته ستنول به په درو پړاوونو کې ترسره شي او په لومړي پړاو کې به هغه افغانان چې له اسنادو پرته په پاکستان کې اوسېږي او هغه افغانان چې خپل اسناد او ویزې یې نه دي تمدید کړې وې ایستل شي.
د خبر لمبر: 3488022   خپرونې تاریخ : 2023/09/28

ایکنا-( کویټه ) دپاکستان په بلوچستان صوبې کې د ؛آلایډ ؛ښوڼځیو یو شمیر زده کونکي او استاذان  په کویټه کې د ایران د اسلامی جمهوریت  دکلتوری خونې  دمختلفو برخو په لیدو سره د  اسلامی نړۍ دیوه شجاع او سرلوړي  سردار او د ایرانیانو له ملی اتل شیهد جنرال قاسم سلیماني  له شجاعتونو او سرښیندنو  خبر کړئ شول.
د خبر لمبر: 3488016   خپرونې تاریخ : 2023/09/27