پاکستان - پاڼه 42

IQNA

بچوې
تهران (ایکنا) – د پاکستان  دکورنیو چارو وزیر ووئیل ، په بلوچستان صوبې کې د پوځ پر یوه کیمپ د ترهه ګرو په حملې کې څلور پوځیان وژل شوي چې په موقعې ‎ په ځوابي عملیات کې پنځلس ترهه ګرو هلاک او د دوي حملې هم ناکامې شوې .
د خبر لمبر: 3485359   خپرونې تاریخ : 2022/02/03

تهران (ایکنا) - د پاکستان مشرانو جرګې دیوه پریکړه لیک په تصویبولو سره د ایران له اسلامی جمهوریت سره د ریلي ملګرتیاؤ او د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د خلکو د تګ راتګ او د تجارتی چارو د آسانولو په موخې سره د مسافری ریل ګاډي د تګ راتګ د پراختیا په ملاتړ کې یو پریکړه لیک تصویب کړ .
د خبر لمبر: 3485352   خپرونې تاریخ : 2022/02/01

تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر په تهران کښې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کښې، په ګډو پولو کښې د ترهګرو ډلو له اقداماتو سره د مقابلې په اهمیت باندې ټینګار وکړ
د خبر لمبر: 3485347   خپرونې تاریخ : 2022/01/31

تهران (ایکنا) - د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د افغانستان د کډوالو په کوربه توب کولو کښې د ایران او   پاکستان د نه هیریدونکي سخاوت قدرونه وکړه .
د خبر لمبر: 3485346   خپرونې تاریخ : 2022/01/31

تهران (ایکنا) -د پاکستان دامنیتی چارو سلاکار په کابل کې  د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره هم  لیده کاته کړي او پر دوو اړخیزو  اړیکو او د سرحدي ترینګلتیاؤ په باب ئې ورسره کوټلي خبرې اترې کړي دي .
د خبر لمبر: 3485340   خپرونې تاریخ : 2022/01/30

 تهران (ایکنا) -د ناروې  د کډوالو شورا اعلان وکړ، په افغانستان کښې له ميلينونو کسانو سره د مرستې لپاره پکار دی چې د امریکا د خزانه دارۍ وزارت او نورې تامينؤنکې ادارې دې يو لړ محدوديتونه ختم کړي.
د خبر لمبر: 3485337   خپرونې تاریخ : 2022/01/29

تهران (ایکنا) -د پاکستان د کورنیو چارو وزیرشیخ رشید احمد په راتلونکو دوو نورو میاشتو کې په دغه هیواد کې دترهه ګروحملو د اوج په باب خبرداری ورکړ.
د خبر لمبر: 3485335   خپرونې تاریخ : 2022/01/29

تهران (ایکنا) - د ایران او قطر خارجه وزیرانو  د سیمه ایزو مسئلو په تیره بیا د افغانستان د بدلونونوپه باب هم  نظر تبادله کړې او دغه راز ئې پر ځينو نورو نړیوالو او د اسلامی  نړۍ پر مهمو موضوعګانو  هم په خبرواترو سره د پيلوماسۍ او دخپل مینځیو   مشورو او راشه دیرشه په ضرورت ټينګار کړی دی .
د خبر لمبر: 3485329   خپرونې تاریخ : 2022/01/27

تهران (ایکنا) - د اسلامی مذهبونو د نزدیوالی د ټولنې عمومی منشي زیاته کړې ،په افغانستان کې د مختلفو قومونو شتون ته په پام سره ددغو قومونو دحقوقو خیال ساتل له حکومته د دوي د ونډې په رعایتولو سره ممکن دي او د طالبانو واکمن پلاوی باید دغو حقوقو ته داحترام په سترګه وګوري .
د خبر لمبر: 3485328   خپرونې تاریخ : 2022/01/27

تهران (ایکنا)- د سباوون د لسیزې د رارسیدو په درشل کښې د پاکستان په پیښور کښې د ایران کلتور خونې د ایران د لاسي صنایعو او د سیاحتي ځایونو د تصویرونو یو نندارتون ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3485326   خپرونې تاریخ : 2022/01/26

تهران (ایکنا)- د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسیس وړاندیز کړی دی ،چې نن چارشنبې ورځې دې درست د سولې د پوره کیدا لپاره  دعا وکړي
د خبر لمبر: 3485324   خپرونې تاریخ : 2022/01/26

تهران (ایکنا) – په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت د کورنیو چارو د وزارت سرپرست سراج الدین حقاني «الجزیره» ټیلي ويژن ته وویل که چیرې امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پيژندي ،نود واشنګټن پرضد ګواښ به له سره پیل شي .
د خبر لمبر: 3485323   خپرونې تاریخ : 2022/01/26

تهران (ایکنا) د افغانستان خبرو سرچینو په ماسکو کې د طالبانو د حکومت له ځينو لوړپوړو چارواکو سره د  احمد مسعود ،امر ا... صالح  او صلاح الدین رباني د نزدې کیدونکو مشورو خبر ورکړ .
د خبر لمبر: 3485320   خپرونې تاریخ : 2022/01/25

تهران (ایکنا) –له څومیاشتو مخکې راهسې دهندوستان حکومت د افغانستان خلکو ته۵۰ زره ټنه غنم ډالۍ کړي،خو دپاکستان حکومت ئې  افغانستان ته د رسولو په سر له هندوستان سره اختلاف لري .
د خبر لمبر: 3485315   خپرونې تاریخ : 2022/01/24

تهران(ایکنا)-په پاکستان کې ډيپلوماټيکو سرچینو ووئیل ،اسلام اباد او ماسکو په روان کال کې پاکستان ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د رسمي  لومړني سفر د نهائي کولو په تکل کې دي .
د خبر لمبر: 3485314   خپرونې تاریخ : 2022/01/24

 تهران (ایکنا)-  دپاکستان حکومت د اسلامی همپالنې او اعتدال پالنې  دسیاست ددودولو په موخې سره  نیّت لري ډير زر دپاکتسان په لاهور ښار کې د الازهر پوهنتون یوه څانګه تاسیس کړي.
د خبر لمبر: 3485313   خپرونې تاریخ : 2022/01/24

تهران (ایکنا) - د جمادي الثاني  شلمه نیټه ،  دحضرت فاطمة الزهرا دنیکمرغه زوکړې   له کلیزې سره برابرده ده او د ایران په اسلامی جمهوریت کې دغه ورځ د مور او میرمنې په ورځې هم لمانځل کیږي .  
د خبر لمبر: 3485311   خپرونې تاریخ : 2022/01/23

تهران (ایکنا) – د اسلام دګران پیغمبر دګرانې لور  حضرت فاطمة الزهرا(س)  دنیکمرغه زوکړې په مناسبت   او دغه راز د مور او میرمن د ورځې د لمانځلو په مناسبت   د پاکستان په پنډۍ ښار ک او دغه راز نورو ډيرو ښارونو کې ولولناکې دستورې جوړې شوې .
د خبر لمبر: 3485309   خپرونې تاریخ : 2022/01/23

تهران (ایکنا) – د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد په یولړ څرګندونو کې په نزدې راتلونکي کښې له ایران سره د سرحدي ازغن تار د پروژې  د بشپړیدو خبر ورکړ
د خبر لمبر: 3485304   خپرونې تاریخ : 2022/01/22

تهران (ایکنا) - عمران  خان له پوتین سره په خبرو کې د افغانستان د ولس په اړتیاؤ  د ارزونې په موخې سره په امریکا کې د افغانستان  داسعاري زیرمو پر آزادولو باندې په اهمیّت ټينګار کړی او وئیلي ئې دي ،افغانستان او ددغه هیواد  ولس لومړنیو مرستو ته ډيره اړتیا لري او باید نړیواله ټولنه ئې په دغو سختو شپو ورځو کې یوازې پرې نه ږدي .
د خبر لمبر: 3485288   خپرونې تاریخ : 2022/01/18