iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(بیروت) د لبنان دحزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرالله  ددې خبرې په کولو سره چې  د مقاومت کلتور د اسرائيلو له غمیزو سره سره ، نسل په نسل منتقل او لا لوي شوی دي، ووئيل، د اکتوبر په اومه  نیټه د کتائب القسام  لوي عملیات د مقاومت د کلتور د لوړتیا د همدغې ودې ګواه دي.
د خبر لمبر: 3488256    خپرونې تاریخ : 2023/11/12

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرابراهیم ریئیسي  نن د غزې د وروستیو حالاتو ا ارزونې په خاطر داسلامی ملګرتیا موسیسې په بیړنۍ سرمشریزې کې دګډون لپاره عربتسان ته لاړ.
د خبر لمبر: 3488248    خپرونې تاریخ : 2023/11/11

ایکنا-(واشنګټن) په امریکا کې د مسلمانانو د حقوقو ملاتړې شورا،د غزې په  جنګ کې له تل ابیب څخه د واشنګټن په بې قید اوشرطه ملاتړ کونکي سیاست سخت غبرګون وښود.
د خبر لمبر: 3488244    خپرونې تاریخ : 2023/11/09

ایکنا-(تهرانَ) د اسلامی ایران ولسمشر به د عربستان له لوړپوړو  چارواکو او  دنورو اسلامی هیوادونو  له مشرانو سره هم لیده کاته وکړي او د اسلامی امت   د اوسنیو او راتلونکو حالاتو په باب به ورسره بحث او دنظر تبادله وکړي.
د خبر لمبر: 3488234    خپرونې تاریخ : 2023/11/07

ایکنا-(تهران)په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د  قتل عام او جنایتونو په دوام باندې په اعتراض کې  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  مظاهرې هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3488228    خپرونې تاریخ : 2023/11/06

ایکنا-(قطر) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر تاکيد وکړ؛ د نړۍ ټول مسلمانان په تېره بيا د پاکستان خلک له خپلو فلسطيني وروڼو او خويندو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او د صهيونېسټ دښمن په خلاف د فلسطيني مقاومت د جنګياليو د عملياتو ملاتړ کوي.
د خبر لمبر: 3488227    خپرونې تاریخ : 2023/11/06

ایکنا-(شارجه) د  شارجې د کتاب په نړیوال نندارتون کې د غزې د شهیدان و نامې نندارې ته وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3488222    خپرونې تاریخ : 2023/11/05

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په تهران کې د دلړم د میاشتې د دیارلسمې نیټې په ولولناکو دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې له ظلم سره مبابره او د مقاومت روحیه له هماغه پیله د اسلامی انقلاب به بطن او ذات کې نعښتې ده ،ووئيل،اسلامی مقاومت د نن لپاره نه دی او له هماغه پیله بر الهی سنتونو او دقرآڼ کریم په منطق او د اهل بیت علیهم السلام  په سیرت مشتمل  اساس او چوکاټ دی .
د خبر لمبر: 3488216    خپرونې تاریخ : 2023/11/04

ایکنا-(بیروت) د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله وویل امریکا نن سبا د فلسطین د غزې د ټولو جنایتونو نیغ په نیغه مسووله ده او امریکا باید د وروستیو وژلو تاوان ورکړي او په سیمه کښې د خپلو جنایتونو په دلیل تنبیه شي.
د خبر لمبر: 3488214    خپرونې تاریخ : 2023/11/04

ایکنا-(غزه ) د  اکتوبر له اومې نیټې راهسې  چې د  فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس او صهیونیسټي رژيم ترمینځ  نښتې پيل شوي دي ، اسرائيلو دغزې ښار پر هستوګنو سیمو روغتونونو،ښونځیو،جوماتونو  باندې ترټولو سختې او درندې بمبارۍ او حملې کړي دي او د غزې تړانګې د اوسیدونکو لپاره  دامن هیڅ ځای  نه دی پاتې . د وروستیو راپورونو  په اساس،تر نن پورې  په دغو شپو ورځو کې  کابو درې نیم زره ماشومان شهیدان شوي دي.
د خبر لمبر: 3488205    خپرونې تاریخ : 2023/11/01

ایکنا-(تهران)  د اسلامی انقلاب معظم لارښود نن د زرګونو محصیلینو اوزده کونکو په ټول کې په غزې تړانګې کې د امریکایانو او صهیونیسټانو غمیزه رامینځةکونکی جنایتونه په تاریخ کې بې مخینې وبلل او  هغو سپکونکو میړنیو ټَکونو ته په اشارې سره ئې چې  دغزې د خلکو صبر او استقامت  د جعلی غاصب رژيم او دهغو د مستکبرو ملاتړو په حیثیّت او عزت باندې  کړي دي،ووئيل، که د امریکا بشپړ او هراړخیز ملاتړونه  او مرستې نه وي ، نو  خبیث صهیونیسټي رژيم به یوازې په څو ورځو کې فلج او شلَ شي اسلامی نړۍ باید له صهیونیسټي رژيم سره  داقتصادي ملګرتیاؤ په غوڅولو سره  ددغه رژيم په ضد سره یو موټی شي.
د خبر لمبر: 3488204    خپرونې تاریخ : 2023/11/01

ایکنا-(غزه) د وحشی جنایتکار صهیونیسټي رژيم  جنګی الوتکو  پرون ناوخته د فلسطین په غزې کې په جبالیا کیمپ بې آمانه بمباري وکړه  چې وئيل کیږي،څه دپاسه څلور سوه بې ګناه فلسطینی ماشومان او ښځې او سړي پکې شهیدان اوټپیان شوي دي .
د خبر لمبر: 3488203    خپرونې تاریخ : 2023/11/01

ایکنا –(_تهران) په ایران کې د حماس غورځنګ استازی ووییل، ټولو لوېدیځي هیوادونو او امریکا اسرائیلو څخه په ملاتړ کې د فلسطین په ضد لاس یو کړی دی ، ولي عرب چارواکې فلسطین څخه ملاتړ نه کوي.
د خبر لمبر: 3488191    خپرونې تاریخ : 2023/10/30

ایکنا-(پاره چنار) د پاکستان د خیبرپختونخواه صوبې د کورمې ضلعې زیاتره سیمې په شپږمې ورځې هم د ترهه ګرو او اورپکو تکفیری ډلو په وسیله له څلور خواؤ کلابند ده او سیمې ته هیڅ ډول تګ راتګ بند دی.
د خبر لمبر: 3488186    خپرونې تاریخ : 2023/10/29

ایکنا-(اسلام اباد) د پاکستان په اسلام اباد کې د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ  په اهتمام سره د فلسطین دآزادۍ سمینار د پاکستان دمتفکرانو، مذهبی شخصیّتونو او همداارز د ایران د اسلامی جمهوریت  د سفیر په شتون سره پرون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3488184    خپرونې تاریخ : 2023/10/29

ایکنا-(تهران) د امریکا یوې خپرونې د غزې په جنګ کې د صهیونیسټي جنایتکارو پوځیانو ترڅنګ د امریکا د سپيشل فورس دکمانډوزو په شتون اعتراف وکړ.
د خبر لمبر: 3488182    خپرونې تاریخ : 2023/10/29

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د پوځ لوي قوماندان فصیح‌الدین فطرت نن په پنجشیر ولایت کښې د «مسئول نظام او هوسا ولس» په نامه غونډه کښې څرګنده کړه چې د افغانستان واکمن حکومت له امریکې سره دوستي نه غواړي.
د خبر لمبر: 3488181    خپرونې تاریخ : 2023/10/28

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  له وحشي صهیونیسټي رژيم څخه  د  لویدیځوالو  چې په سر کې امریکا ده ، بې خرته ملاتړونه،  پهغزې کې د ددغه جنایتکار رژيم  د  څاروي ډوله جنایتونو  د ترسره کولو لپاره ددغو هیوادونو یوډول شنه اشاره وبلله او  وې وئيل،   اوس  د فلسطین ملت له بل هر وخته زیات  د نړیوالو داغیزشیندونکي ملاتړ ته په تیره یبا د اسلامی هیوادونو وحدت ته اړتیا لري څو د وحشي ډوله جنایتونو او د نسل وژنې په  جرم کې د جنایتکار صهیونیسټي رژیم  بې آمانه بمباریو او جنایتونو   دوام ودرول شي.  
د خبر لمبر: 3488180    خپرونې تاریخ : 2023/10/28

ایکنا-(غزه) وحشي صهیونیسټي رژيم دجمعې په ماښام په غزې تړانګې  د ارتباطي کرښو او انټرنیټ په بشپړ غوڅولو سره په یووخت په دغې تړانګې  له هوا ،مځکې  او سمندره حملې وکړې.
د خبر لمبر: 3488177    خپرونې تاریخ : 2023/10/28

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب ستر لارښود د وحشي صهیونیسټي رژيم  د دوامدارو جنایتونو په مقابل کې د غزې د خلکو صبر او اقتدار  سره په یووخت  مظلومیّت ته په اشارې سره ټينګار وکړ،زخمی شوی او لړزانه نیواکګر رژیم دغزې له خلکو څخه د فلسطینیو مبارزانو د غچ  اخستو په حال کې دی،خوبې شکه او د صهیونیسټانو په جنایتونو کې د امریکایانو چورلټه ملګرتیا او ددنیا د شرغواړو له درستو ملاتړونو سره سره، دا ټول ظلم او جنایت، په نهایت کې هیڅ نتیجه نه ورکوي او په دغې پيښې  او راتلونکو قضیو کې  بریالیتوب له فلسطینیانو سره ښائي.
د خبر لمبر: 3488168    خپرونې تاریخ : 2023/10/25