طالبان - پاڼه 35

IQNA

بچوې
تهران (ایکنا) -د افغانستان په چارو کې دملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې ډيبرا لاینز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پخپلې وینا کې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه ارزولی،خوددغه هیواد په زیاترو ولایتونو کې ئې دداعش پرشتون ژوره اندېښنه ښکاره کړه.
د خبر لمبر: 3484984   خپرونې تاریخ : 2021/11/18

تهران (ایکنا)-د افغانستان په چارو کښې د ایران استازي په دې خبرې سره چې افغانستان یو بډایه او له طبیعي سرچینو ډک هیواد دی، وویل: افغانستان د ایران رغولو ته چمتو دی
د خبر لمبر: 3484982   خپرونې تاریخ : 2021/11/17

 تهران (ایکنا) – د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامی جمهوریت ځانګړي استازي وویل اقتصادی بایکاټونه د امریکایی چارواکو سیاسی اوزار دې او دا چی وایی د خلکو او بشری حقوقو په ګټه عمل کوي ، دروغ دي .
د خبر لمبر: 3484978   خپرونې تاریخ : 2021/11/16

تهران (ایکنا) - په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال ووئيل د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازی حسن کاظمي قمي په کابل کې د طالبانو ځينو لوړپوړو چارواکو سره په کتنې کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د اقتصادي او سرحدي همکاریو په هکله خبري اتري وکړې.
د خبر لمبر: 3484965   خپرونې تاریخ : 2021/11/15

تهران(ایکنا) –د پاکستان لومړی وزیر عمران خان څو ورځې مخکې وئيلي وو ،په افغانستان کې د طالبانو په ولکې پسې  له دغه هیواده داعشیان پاکستان ته ورغلي او  ممکنه ده  چې په پاکستان کې خپل ورانکار فعالیتونه ترسره کړي .
د خبر لمبر: 3484959   خپرونې تاریخ : 2021/11/14

تهران (ایکنا) - د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست  امیر خان متقي پرون په اسلام کې وویل د هیواد پینځه اویا   فیصده انجونې  بیرته ښوونځیو ته ستنې شوي دي چې درس ووایي .
د خبر لمبر: 3484956   خپرونې تاریخ : 2021/11/13

تهران (ایکنا) –د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په یو لړ څرګندونو کې ووئيل،په افغانستان باندې د طالبانو له ولکې وروسته د داعش ترهه ګرې ډلې يو شمېر غړي د دواړو هېوادونو له ګډې پولې  په راتېرېدوسره پاکستان ته داخل شوي دي.
د خبر لمبر: 3484946   خپرونې تاریخ : 2021/11/11

تهران (ایکنا)-د پاکستان خارجه وزير په اسلام آباد کښې په ټروئيکا غونډې کښې وويل، هيڅوک د افغانستان د اقتصادي دړې وړې کېدو غوښتونکي نه دی .
د خبر لمبر: 3484942   خپرونې تاریخ : 2021/11/11

تهران (ایکنا) - د ایران د ملي امنیت د شورا منشي په افغانستان کښې د داعش او تکفیري ترهګرو ډلو د ودې او پراختیا او د فرقه ایز جنګ په هکله خبرداری ورکړ
د خبر لمبر: 3484941   خپرونې تاریخ : 2021/11/10

تهران (ایکنا) - په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ویاند په نوي ډیلي کښې د سیمه ایز امنیت د خبرواترو د غونډې د ترسره کیدو هرکلی کړی دی
د خبر لمبر: 3484940   خپرونې تاریخ : 2021/11/10

تهران (ایکنا)-  د پاکستان تحریک طالبان یا هماغه د ټي ټي پي  یوه ویاند محمد خراساني هم ویلي چې له حکومت سره ئې پر یوه میاشتني اوربند هوکړه کړې چې سر له ننه یعني  د نومبر له نهمې نیټې پیلېږي او د دواړو خواوو ترمینځ خبرې هم دوام لري.
د خبر لمبر: 3484934   خپرونې تاریخ : 2021/11/09

تهران (ایکنا) -مولوی امیرخان متقي د سفر خبره د طالبانو له لورې په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې یاده شوې او په کې راغلي چې له ښاغلي متقي سره پاکستان ته په سفر کې د افغانستان د مالیې او سوداګرۍ وزیران او د یادشوي وزارتونو نورې کاري ډلې ملګرتیا کوي .
د خبر لمبر: 3484930   خپرونې تاریخ : 2021/11/09

تهران (ایکنا) -  د افغانستان په هرات ولایت کې د طالبانو ترواکمنېدو نژدې درې میاشتې وروسته د نجونو یو شمېر منځني ښوونځي او لیسې بېرته پرانیستل شوي دي.
د خبر لمبر: 3484924   خپرونې تاریخ : 2021/11/07

 تهران (ایکنا) - په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کابل او شمالي ولایتونو کې له ۱۸ رسنیو څخه ۱۰ رسنۍ د طالبانو له لوري بندي شوي دي.
د خبر لمبر: 3484917   خپرونې تاریخ : 2021/11/06

تهران (ایکنا) -د پاکستان  حکومت او دتحریک طالبان(ټي ټي پي) ډلې د عمومي اور بند  دټينګیدا په باب  دافغانستان په خوست ولایت کې  له دوو اونیو خبرو اترو وروسته  یوې موافقې ته سره ورسیدل.
د خبر لمبر: 3484916   خپرونې تاریخ : 2021/11/06

تهران (ایکنا)- په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د زده کړو د فرصت د برابرولو او د دواړو هیوادونو ترمینځ دهمکاریو د پراختیا او تحصیلي بورسیو په موخه به یو پلاوی تهران ته سفر وکړي.
د خبر لمبر: 3484905   خپرونې تاریخ : 2021/11/04

 تهران( ایکنا) - کابو درې میاشتې کیږي ، چې افغان معلمان او هلکان ښونځیو ته ځي ، خوله شپږم کلاسه برَه  درس ویونکي انجونې  او معلمانې په کورونو کې ناستې دي . 
د خبر لمبر: 3484897   خپرونې تاریخ : 2021/11/03

تهران (ایکنا) د ملګروملتو لپاره د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت نماینده سهیل شاهین  ووئیل ، د ژمی د موسم رانزدیکیدا ته په پام سره د افغانستان ولس د انسان دوستۍ سملاسی مرستو ته  اړتیا لري .
د خبر لمبر: 3484884   خپرونې تاریخ : 2021/10/31

تهران (ایکنا)  - د طالبانوموقته حکومت سره له دې چې تر دې دمه د اسلام اباد د حکومت له خوا په رسمیّت نه دي پيژندل شوي ، په پاکستان کې د افغانستان د سفارت او سرپرست او دنورو سیاسی نمایندګیو  لپاره د ډيپلوماټیک مسئولان منصوب کړي دي .
د خبر لمبر: 3484879   خپرونې تاریخ : 2021/10/30

تهران (ایکنا) –د پاکستان خارجه وزیر په وروستیو کلونوکې د ایران له اسلامی جمهوریت سره دګډوپولو پولو حالاتوښه کیدا ته په اشارې سره  اودغه رازله ورانکارو سره دمقابلې لپاره ددووګاونډیوهیوادونوسټراټژۍته په اشارې سره ووئیل،د اسلام اباد اوتهران ترمینځ دترهه ګرۍملګرتیاوې ډيرې پياوړي شوي دي .
د خبر لمبر: 3484871   خپرونې تاریخ : 2021/10/29