تهران - پاڼه 7

IQNA

بچوې
ایکنا-( تهران ) د پاکستان د پارلیماني ډلې مسئول انور الحق هم په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو مشترکاتو ته په اشارې سره وویل: د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو په لړ کښې د ځینو کسانو له هلوځلو سره سره، مونږ تل له ایرانه ملاتړ کړی او نه پریږدو چې د پاکستان له لارې خپلو سپیرو موخو ته ورسیږي.
د خبر لمبر: 3486728    خپرونې تاریخ : 2023/01/09

ایکنا-( تهران )د ؛سینماحقیقت؛ په نامې سره شپاړسمه نړیواله جشنواره  د تهران په  پردیس سینمای ملت  ودانۍ په اوو هالونو کې د داخلی او بهرنیو  مستند جوړونکوپه  څه دپاسه دوه اویاؤ لنډو او اوږدو فلمونو سره ترسره شو.
د خبر لمبر: 3486615    خپرونې تاریخ : 2022/12/17

ایکنا-( تهران ) د تهران دجمعې لمانځه خطیب  آيت الله سید احمد خاتمي د جمعې لمانځه په خطبو کې اروپائي اتحادیه  او امریکا د بشری حقوقو د خلاف ورزي کونکو په سر کې وبلل او ټينګار ئې وکړ، د چین ولسمشر  او نور هیوادونه دې پوهه شي چې اسلامی ایران پخپلې مځکنۍ بشپړتیا  کې هیچا سره ټوکې نه کوي.
د خبر لمبر: 3486609    خپرونې تاریخ : 2022/12/16

ایکنا-( تهران )د ایران د کلتور او اسلامی ارشاد د وزارت یوه مسئول مقام د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د دیرشم پړاؤ د جزیاتو په بیانولو سره ووئيل، د قرآن کریم په ترسره کیدونکي نندارتون کې  دمونږ یو کړچار دا دی چې  دا په حقیقي معنا نړیوال نندارتون وبریښوو.
د خبر لمبر: 3486605    خپرونې تاریخ : 2022/12/15

ایکنا-( تهران )د دسمبر اومه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت  په کال هینداره کې د محصیل په ورځې نومول شوې ده.
د خبر لمبر: 3486566    خپرونې تاریخ : 2022/12/07

ایکنا-( تهران )د انقلاب د انجونو ولسی ستره ولوناکه غونډه د پنجشنبې په ورځې د تهران په شهید شیرودي سټیډیم  کې ترسره شوه چې یوه نوي ځلا ئې رامینځةکړې ده .
د خبر لمبر: 3486541    خپرونې تاریخ : 2022/12/03

 ایکنا-( تهرانتهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حاج علی اکبري  بسیج د حق د کلمې د لوړتیا ااو  کفر،شرک او باطل د کلمې د نابودۍ لپاره د ارواښاد لارښود او د ټولنې له ولي سره یو مجاهدانه  او مومنانه منظم شوی حرکت وباله او وې وئيل، په دغه تعریف سره د بسیج،مفهوم،بسیجي  تفکر ،کلتور او د بسیج امتحانونه قرآن او داسلام  د ګران پيغمبر (ص)سیرت ته په مراجعه کولو سره  درک کولی شو.
د خبر لمبر: 3486506    خپرونې تاریخ : 2022/11/25

ایکنا-( تهرانتهران د جمعې لمانځه خطیب جوته کړه نن سبا ټول ایمان د ټول کفر په وړاندی دریدلی او امریکا،صیهونیسټ رژیم، فرانسه،انګلستان د خلکو ضد کرکیجې ترهه ګرې ډلې ټپلې،منافقین او سلطنت غواړی ډلې میدان ته راوتلي دي او له اسلام سره کینه لری ځکه چی که دین سره یې کینه نه درلودلئ نو د روحانیت سپکاوې به یې نه کاړه او قران او جومات ته به یې اور نه اچوه.
د خبر لمبر: 3486473    خپرونې تاریخ : 2022/11/18

ایکنا-( تهران )د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل،بندیز او بې ثباتي جوړل،د ایران د ملت په ضد د دښمن دوې سټراژيکې تیروتنې دي چې تل ئې ماته خوړلې ده.
د خبر لمبر: 3486438    خپرونې تاریخ : 2022/11/10

ایکنا-( تهران )د ایران د ا سلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د هیواد امنیت او آرامښت د شهید علی وردي په څیر د زرګونو شهیدانو د  پاکې وینې نتیجه وبلله  او وې وئيل  امنیت اوثبات د ایران د ملت او حکومت لومړنۍ سره کرښه ده  
د خبر لمبر: 3486394    خپرونې تاریخ : 2022/10/31

ایکنا-( تهران ) د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حاج علی اکبری د نهج البلاغې ۱۷۶خطبې په استناد سره دکلامي اوزباني  تقوا اهمیّت ته په اشارې سره  ووئيل ، امام علی علیه السلام  فرمائي ؛که انسان بریالی شي،خپله ژبه کنټرول کړي او دخپل ګفتار مدیریّت وکړي او په تقوا ئې ښکلی کړي،نو هغه مهال  له تقوا په نورو ډګرونو کې  استفاده کوي  او که داسې نه وي ،نو په ژبې تقوا  دانسان دتقوا درسته حوزه له خطرې سره مخامخ کولی شي.  
د خبر لمبر: 3486378    خپرونې تاریخ : 2022/10/28

ایکنا-( تهران ) د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دې خبرې سره چې تهران په نړیوالو ایټمي خبرو کښې خپلې خبرې په منطق او دلیل سره بیان کړي دي وویل امریکا باید د خبرو په هکله فیصله وکړي.
د خبر لمبر: 3486370    خپرونې تاریخ : 2022/10/25

ایکنا-( تهران ) د ایران د  اسلامی جمهوریت ولسمشر روښانه کړه،کله یوه ایرانۍ غوره او باشخصیّته میرمن په نړیواله سویه یوه مهمه علمي بریا وړاندې کوي،په سټیج دریږي،د اسلامی ایران بیرغ رپَوي  او د ایران ملی سرود یا ترانه غږول کیږي، نو دا دهیواد لپاره قدرت او ویاړ رامینځةکوي.
د خبر لمبر: 3486301    خپرونې تاریخ : 2022/10/08

ایکنا-( تهران ) د اسلام دګران پیغمبر(ص) او دحضرت امام حسن المجبتی(ع)د شهادت دکلیزې په مناسبت د امام حسن د پيروکارو یوه لویه اجتماع د  تهران په آزادۍ چوک کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3486244    خپرونې تاریخ : 2022/09/19

ایکنا-( تهران )د قرآن کریم دعمومی سیالیو څلورم پړاؤ  او د مشکات د نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ منشي ددغو سیالیو نهائي مرحلې ختمیدا ته په اشارې سره  ووئیل، دعمومي سیالیو نهائي مرحله د حضرت عبدالعظیم حسنی د مقدس آستان په شیخ صدوق هال کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3486158    خپرونې تاریخ : 2022/08/30

ایکنا-( تهران ) د حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ د دوهمې شپې دستورې هم داسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره  په حضرت امام خمیني  حسینې کې ترسره شوې
د خبر لمبر: 3486072    خپرونې تاریخ : 2022/08/06

ایکنا-( تهران ) د تهران د جمعې لمانځه خطیب ددې خبرې په کولو سره چې مقاومت،استقامت او صبر دکربلا دپاڅون ددرستو فضیلتونو مرکزی ټکی دی ووئیل،کله الهي اهداف او آئيډیاوې غوره کړئ،نو بیا د استقامت وار دی  او ورپسې الهي ځیری درپه برخه کیږي او دا دامام حسین علیه السلام ترټولو لوي درس دی .
د خبر لمبر: 3486068    خپرونې تاریخ : 2022/08/05

ایکنا-( تهرانتهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حسن ابوترابي د قرآن کریم  د آل عمران   دمبارکې سورې  دسپاړسم آیت په اساس د مباهله واقعه یوه مهمه او ځانګړي پيښه وبلله.
د خبر لمبر: 3486012    خپرونې تاریخ : 2022/07/22

د تهران د جمعې لمانځه خطبې
 ایکنا-( تهرانتهران د جمعې لمانځه خطیب ووئیل،د غدیرخم واقعه،د انساني تاریخ یوه استثنائي مسئله ده او خداوندمتعال د غدیرخم د پيښې په اندازې هیڅ یوې پیښې ته دومره اهمیّت نه دی ورکړی .
د خبر لمبر: 3485987    خپرونې تاریخ : 2022/07/15

ایکنا- ( تهران ) دایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په ډاګه کړه،هیله مند یوو ،له هر یو ه اروپائي هیواد سره په دوو اړخیزو اړیکو پسې او د خبرواترو په دوام کې او دغه راز له جوزف بورل سره مو ځيني موافقې کړي ،د مناسباتو د پراختیا او پرمختګ شاهد ووسو .
د خبر لمبر: 3485921    خپرونې تاریخ : 2022/06/25