تهران - پاڼه 6

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) د تهران د قرآن کریم د نړیوالو نندارتون ددیرشم پړاؤ د کرکتنې او ارزونې غونډه د غواي یا ثور د میاشتې په نهمه نیټه د ایکنا په همت او د نظر خاوندانو  او ددغه نړیوال نندارتون د ترسره کونکو  په شتون سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487251   خپرونې تاریخ : 2023/04/28

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر بیګا د قزاقستان له لومړي وزیر علی خان اسماعیلف سره په کتنې کې  ووئيل، که څه هم تیر کال د ایران او قزاقستان  تجارتي اړیکو ترپام وړ پورې وده درلودلې،خو دغه سویه ددواړو هیوادونو  له ظرفیّتونو سره په تناسب کې نه ده او باید  ددغو اړیکو دلوړتیا لپاره لازیاته هڅه وکړو.
د خبر لمبر: 3487247   خپرونې تاریخ : 2023/04/27

 ایکنا-(تهران)د روژې د مبارکې میاشتې په برکتناکو شپو ورځو کې په تهران کې د ایران په ملی میوزیم کې د ؛قرآن کریم په خطي نسخو کې د پسرلي ځلاؤ ؛په نامې سره نندارتون بیل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487191   خپرونې تاریخ : 2023/04/15

ایکنا-(تهران) د پوهنتون یوه استاده او څيړانده میرمن شهناز عزیزي د میرمنو په باب د قرآن کریم له زړه،د سټراټژيک سند  په لټولو باندې په ټينګار سره ووئيل، دغه سند یوازې دینی بڼه نه لري، بلکې یو نړیوال سند دی  چې نړیوال  ئې بیلګه ګرځولی شي ، ځکه قرآڼ یو نړیوال کتاب دی.
د خبر لمبر: 3487175   خپرونې تاریخ : 2023/04/12

ایکنا-(تهران) د قرآن کریم دیرشم نړیوال نندارتون د وري د میاشتې په دولسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریسی په شتو سره پرانیستل شوی او پرون  هم ددغه نړیوال نندارتون نړیواله برخه هم د کلتور او اسلامی ارشاد دوزیر محمد مهدي اسماعیلی  او نورو بهرنیو میلمنو په شتون سره پرانیستل شوه.
د خبر لمبر: 3487136   خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-(تهران) دایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلی د قرآني  نندارتون د نړیوالې برخې د پرانیستې په دستورو کې  ووئيل، سږکال ددنیا د یویشت هیوادونو خلک په دغه نندارتون کې موجود دي  چې هیله کیږي،  وحدت رامینځةکونکي ناستې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3487133   خپرونې تاریخ : 2023/04/04

ایکنا-(تهران)د ایران په ښیرازه ټاټوبی کې  د پسلي د جشنونو د پيلیدا ځانګړي دستورې ،د تهران د ۲۲ واړو سیمو د ښاروالیو د  ځانګړو کاروانونو،د هنري او نمایشي ډلو،د موسیقۍ د اجرائي ډلوپه شتون  او د غه راز  د لسګونو زره رنګي غبارو  په الوزولو او  نور افشانۍ سره د تهران  د ولی عصر چوک  کې د کب د میاشتې په ۲۶ د جمعې په ورځې په ولولې اوپرتم سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3487054   خپرونې تاریخ : 2023/03/18

ایکنا- (تهران)د شعبانیه  نیکمرغه شپو ورځو  او د حضرت امام الزمان عجل  الله تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه میلاد په په مناسبت د تهران ښار درست چوکونه او اصلی لارې په شنو سرو څراغونو سره  ښکلي کړئ شوي او  دا به د روژې ترمبارکې میاشتې پورې په شنو سرو قمقمو او څیراغونو سره ښکلي  پاتې شي.
د خبر لمبر: 3487019   خپرونې تاریخ : 2023/03/11

ایکنا-(تهران)تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په تهران کښې د افغانستان سفارت د نوي شاډرز افیر او د نویو ډيپلوماټانو په دیره کولو سره په رسمي ډول خپل فعالیت له سره پیل کړ.
د خبر لمبر: 3486971   خپرونې تاریخ : 2023/02/28

ایکنا-(تهران) په ایران کې د افغانستان سفارت د یوې خبرتیا په صادرولو سره په دغه سفارت کې د پاسپورټونو د صادرول په آوازې بللو سره  پر مهاجرینو غږ کړی، د پاسپورټ دترلاسه کولو لپاره دې د نامو دثبتولو لپاره  دلته مراجعه نه کوي.
د خبر لمبر: 3486958   خپرونې تاریخ : 2023/02/26

ایکنا-(تهران) دتهران د جمعې لمانځه  خطیب د اسلامی انقلاب له بري  په وروسته پړاؤ کې د سپاه پاسدرانو بې بدیله رول ته په اشارئې سره ووئيل، ایران نن سبا د ډرونز  او توغندوي قدرت په هغه ځائیګي کې دی چې هیڅ یو قدرت ورڅځه انکار نشي کولی او اوس  ټول د  اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو په برکت سره له ایرانه ویره او وحشت لري او  مخې ته ئې نشي ورتللی.
د خبر لمبر: 3486946   خپرونې تاریخ : 2023/02/24

د قرآني چارو افغان قاضي؛
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو دلهجې  د څانګې افغانستاني داؤر یا قاضي افغان ځوانان ددغو سیالیو دتعقیبونې لیواله وبلل او وې وئيل، دغه پيښه  د افغانستان د قرآني فعالانو او ځ وانانو  لپاره الهام بخښونکي ده.
د خبر لمبر: 3486937   خپرونې تاریخ : 2023/02/22

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالوسیالیو د نهه ویشتم پړاؤ په دوهمې ورځې د ښاغلو سیالۍ پرون ماسپښین له درو بجو پيل شوې او تر شپې نهو بجو پورې ئې دوام درلود.
د خبر لمبر: 3486933   خپرونې تاریخ : 2023/02/21

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ په لومړنۍ شپه،د اسراء ډلې څلورو زلمیانو،د سیالۍ کونکو د اجرا په مینځ کې د کلام الله مجید یو شمیر آیتونه په ګډه سره تلاؤت کړل
د خبر لمبر: 3486929   خپرونې تاریخ : 2023/02/21

د قرآن د نړیوالو سیالیو دوهمه ورځ
ایکنا-(تهران)په نورو هیوادونو کې دایران د سیالیو د رودې پلی کولو سره ګروهنه،له میرمنو سره د ښاغلو د اجرا په سویه څرګند توپير، او د قرآن دچورلیزتوب کلتوري تعامل  نوره هغه غوښتې وې چې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو څو میرمنو قاضیانو مطرح کړې.
د خبر لمبر: 3486926   خپرونې تاریخ : 2023/02/21

د قرآن کریم نړیوالې سیالۍ
ایکنا-(تهران)د سړیو په برخې کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په دوهمهورځ نن مازدیګر د ایران دوه قاریان برخه اخلي ااو همدا نن د درو نړیوالو او غوره قاریانو پر تلاؤت او د مداحئ د دوو ډلو پر اجرا سربیره،د تحقیق، قرائت، د ترتیل قرآئت او د ټول قرآن دحفظ  په درو څانګو کې د ایران د استازي د شتون اود نهو ګډون کونکو د سیالۍ شاهدان به وو.
د خبر لمبر: 3486924   خپرونې تاریخ : 2023/02/20

ایکنا-(تهران)د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ افتتاحیه مراسم پرون د فرورۍ په اتلسمه نیټه د رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) له مبعث سره هممهاله په تهران کښې ترسره شول.
د خبر لمبر: 3486917   خپرونې تاریخ : 2023/02/19

ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام  حاج علی اکیری په لومړۍ خطبې کې ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی انقلاب د ظهور د مقدماتو برابرونکی حسابیږي ووئيل،په حقیقت کې د ایران اسلامی جمهوریت  له ماډرن جاهلیهت سره د مبارزې رپيدونکی بیرغ دی.
د خبر لمبر: 3486912   خپرونې تاریخ : 2023/02/17

ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریت ددینونو او مذهبونو پوهنتون د پاکستان له  علامه اقبال او فاطمه جناح پوهنتونونو سره  دملګرتیا تفاهم نامه لاسلیک کړه.
د خبر لمبر: 3486910   خپرونې تاریخ : 2023/02/16

ایکنا –(تهران)د ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په مناسبت د سلواغې د ۲۲نیټې میلیوني او پرتمین لاریونونه،د ایران د اسلامی جمهوریت په زرګونو ښارونو ،ښارګیو او کلو  کې د ولایتمدار او شهید روزونکي  ولس په پراخ او ولولناک شتون سره ترسره شول چې نړۍ ته ئې یو ځل بیا وښودله خپلو آرمانونو او اسلامی انقلابه هیڅکله هم په شا نه کیږي او په هر ډګرکې په شتون سره به د دښمنانو او استکباري نړۍ هر ډول دسیسې او نقشې  دتل په شان شنډې کړي.
د خبر لمبر: 3486890   خپرونې تاریخ : 2023/02/12