ایکنا – د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دمشق کې د ایران په کنسولګرۍ باندې د سرخودي رژيم حملې ته په اشارې سره ټينګار وکړ،په نړیوال عرف کې د هر هیواد په سفارت او کنسولګرۍ حمله د هغه هیواد په خاورې حمله حسابیږي او له سره تر پښو پورې له خباثته ډک صهیونیسټي رژيم باید ددغه جنایت لپاره ورټل شي او حتما به تنبیه شي.
د خبر لمبر: 3489031 خپرونې تاریخ : 2024/04/11
ایکنا – د روژې د مبارکې میاشتې د نیکمرغه اختر لمونځ نن په درست هیواد په یووخت ، د تهران د امام خمیني په سترې عیدګاه یا مصلی کې د حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په امامت سره اقامه شو.
د خبر لمبر: 3489033 خپرونې تاریخ : 2024/04/11
ایکنا - د اسلامی ایران ولسمشر روښانه کړې ده ،په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي وحشي رژيم د جنایتونو او وژلو د بهیر د درولو لپاره دې د اسلامی امت او هیوادونو اغیزشیندونکي هڅې او ملګرتیاوې اړینې دي.
د خبر لمبر: 3489030 خپرونې تاریخ : 2024/04/10
ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي په عین حال کې روښانه کړې ده ، چې سږکال اختر د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې دمسلمانانو په نسل وژنې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله جنایتونو او اقداماتو په تریخوالي سره یوځاي شوی دی ، چې په نهایت کې به د فلسطین دمظلوم ملت په صبر او مجاهدت سره د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره انجام ته ورسیږي.
د خبر لمبر: 3489029 خپرونې تاریخ : 2024/04/10
ایکنا - د ایکنانیوز درست کارکونکي په دې نیکمرغه مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته دزړه له کومې د اختر مبارکي وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3489026 خپرونې تاریخ : 2024/04/10
ایکنا – د نجومو نړیوال مرکز د اعلان په اساس په ۸ اسلامی او عربي هیوادونو کې د وري د میاشتې په ۲۲ یعني په چارشنبې ورځې به اختر وي.
د خبر لمبر: 3489021 خپرونې تاریخ : 2024/04/09
اکینا- په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر رضا امیري م قدم پرون د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په کتنې کې په دغه هیواد کې وروستیو پارلیماني اتنخاباتو په ترتولو ښه ډول دترسره کیدا او دهغه د حکومت د جوړولو په باب ورته مبارکي ووئیله .
د خبر لمبر: 3488989 خپرونې تاریخ : 2024/04/03
ایکنا- د قرآن کریم د نړیوال نندارتون د یو دیرشم پړاؤ نړیواله برخه د ۲۵اسلامی او غیر اسلامی هیوادونو د نمایندګانو په شتون سره د وري یا فروردین د میاشتې له لومړۍ تر اتمې نیټې پورې د کتونکو کوربه ده.
د خبر لمبر: 3488938 خپرونې تاریخ : 2024/03/25
ایکنا- د نړۍ په ګوټ ګوټ کې درست مسلمانان، د روژې مبارکه میاشت په روژې ساتلو ،عبادتونو ، لمنځونو ،مناجاتو او او په سترو ښو کارونو سره لمانځي،د نړۍ د وږو او اړمنو خلکو په خیال ساتلو سره او له نورو سره د ښیګڼې کولو په هوډ سره د اړمنو او بې وځله خلکو سره مرستو ته دانګي او تر خپل وسه ورسره ملتیا کوي.
د خبر لمبر: 3488918 خپرونې تاریخ : 2024/03/21
ایکنا- د نساء سورې ۷۴آیت دا پیغام لری چې د باطل جبهه به دحق دجبهې له خوا له دوامدارې مبارزې سره له شاتګ پرته بله چاره ونه لري او دتاریخ په اوږدو کې همدغه دایمي مبارزه ده چې د حق د جبهې یاران زیاتیږی او د الهی آزموئنو د پراختیا سبب شوي.
د خبر لمبر: 3488854 خپرونې تاریخ : 2024/03/10
ایکنا- په انډونیشیا او ملایشیا کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د ملاتړو شرکتونو د محصولاتو اوشیانو بشپړ بایکاټ هماغه راز دوام لري او دغو شرکتونو ته ئې دسلګونو میلیونونو ډالري تاوانونه اړولي دي.
د خبر لمبر: 3488846 خپرونې تاریخ : 2024/03/09
ایکنا- د بنګله دیش لومړۍ وزیرې وړاندیز کړی چې د D-۸ ډلې غړي اسلامی هیوادونه دې د یورو په شان مشترکه اسعاري کرنسي رابرسیره کړي.
د خبر لمبر: 3488839 خپرونې تاریخ : 2024/03/07
ایکنا- د انګلستان یوې ډلې مسلمانانو له اسلامي تعلیماتو سره ددغه هیواد دخلکو د بلدتیا لپاره په واټونو کې په خلکو کې په انګریزي ژبه ترجمه شوي قرآن کریم نسخې ویشې کړې.
د خبر لمبر: 3488828 خپرونې تاریخ : 2024/03/05
ایکنا- د الجزایر په پلازمینې محمدیه سیمې کې واقع الجزیره جامع جومات د مخ کتنې دستورې چې د افریقا ترټولو لوي جومات او د نړۍ دریم لوي جومات شمیرل کیږي، د کب دمیاشتې په شپږمه نیټه د دغه هیواد دو لسمشر عبدالمجید تبون په شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3488791 خپرونې تاریخ : 2024/02/27
ایکنا- د هالینډ د مختلفو ښارونو په سلګونو مسلمان ځوانان د هالینډ په اسخیدام ښار جومات کې غونډ شول او د غزې د مظلومو خلکو لپاره ئې اجتماعی دعا وکړه.
د خبر لمبر: 3488785 خپرونې تاریخ : 2024/02/26
ایکنا- د پاکستان د موقته حکومت خارجه وزیر جلیل عباس جیلانی د ایران د اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان سره په ټيلیفوني تماس کې ووئيل، په پاکستان کې ټول د اسلامی ایران د ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي د سفر په انتظار کې دي.
د خبر لمبر: 3488774 خپرونې تاریخ : 2024/02/24
ایکنا- حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې نن سبا اسلامی نړۍاو د نړۍ پتمن دغزې دخلکو په غم کې ویرجن دي، ووئيل،دغزې پر مظلوم ولس هغه کسان ظلم کوي،چې هیڅ انسانیّت نه لري. او په همدې اساس ترټولو مهمه دنده ، د غزې له مظلومو خلکو ملاتړ،او د هغو کسانو ملاتړ او د مقاومت له ځواکه څخه کلک ملاتړ او شجاعانه مقاومت دی چې،د غزې له خلکو سره مرستې کوي.
د خبر لمبر: 3488768 خپرونې تاریخ : 2024/02/22
ایکنا- د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د ترسره کیدا په څلورمه شپه او د محمد رسول الله مداحي کونکي ډلې د اجرا په وخت، د اسلامی هیوادونو د سرمشریزې په هال کې مړه دې وي امریکا او مړ دې وي اسرائیل شعارونو انګازې پورته شوې او فضا ئې په یوې بلې ولولې بدله کړه.
د خبر لمبر: 3488764 خپرونې تاریخ : 2024/02/22
ایکنانیوز – د کلام الله مجید د روح بخښونکو او هدایتونکو آیتونو ته دتوجه د کلتور د دودولو په موخې سره ،له دغه مقدس او آسماني کتابه ، په ټولنیزو چینلونو او د ګرافیکي پلان په چوکاټ کې ځیني آیتونه خپرۀ کړي او خپلو خوږو کتونکو ته ئې ډالۍ کړي دي.
د خبر لمبر: 3488755 خپرونې تاریخ : 2024/02/20
ایکنا- د افغانستان له طالبانو سره د تعامل لپاره د مشترکه دریځو غوره کول او د نړیوالې همپالنې رامینځةکیدا او همداراز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړی استازي ټاکل د افغانستان په باب ددوحې د غونډې په ترټولو مهمو چورلیزونو کې شامل وو.
د خبر لمبر: 3488754 خپرونې تاریخ : 2024/02/20