اسلامی امت - پاڼه 42

IQNA

بچوې
قران څه وائي/50
ایکنا-(تهران) مختلف نظرونه او د لیدوتوګو فرق، کله کله په مومنانو کې د جداي او واټن سبب کیږي.خو قرآن کریم د خاصو لارو چارو په معرفي کولو سره ټول د وحدت په لور دعوت کوي.
د خبر لمبر: 3487314    خپرونې تاریخ : 2023/05/10

ایکنا-(تهران)  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوي درسیتز سردار محمد باقري چې د عمان په سفر مسقط ته تللی،پرون ئې د عمان له پاچا  هیثم بن طارق بن تیمور آل سعید سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487313    خپرونې تاریخ : 2023/05/10

ایکنا-(تهران)دسویډ یو افراطي سیاستوال ددغه هیواد دمسلمانانو په ضد په یولړ کرغیړنو څرګندنوو کې ووئيل،که څوک متعهد مسلمان وي ،نو ځان د سویډ ښاریز نشي ګڼلی.
د خبر لمبر: 3487308    خپرونې تاریخ : 2023/05/09

ایکنا-(تهران) د تیونس یوه خوشنویسه میرمن سهله القماطي  چې  ددغه هیواد دخوشخطۍ د هنرونو له ملی مرکزه رسمي مدرک لري، د قرآن په آسماني کتاب کې ئې ددغه خط د ځانګړنو په دلیل  له نسخ خط سره د  دلچسپۍ خبره کړې.
د خبر لمبر: 3487292    خپرونې تاریخ : 2023/05/06

ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لماڼځه خطیب ووئيل، شیطانانو د روحانیّت د اورګان ورانولو ته مخه کړې ده او په سوشل میډیا کې ځینی بې هنره د ددغه اورګان په خرابولو پسې دي روحانیت د استکبار پالو په سترګو کې ازغی او په مرئ کې هډوکی دی.
د خبر لمبر: 3487289    خپرونې تاریخ : 2023/05/05

ایکنا-(تهران) د فلسطین د سرې میاشتې د ایمر جنسي مرکز مدیر احمد جبریل ووئيل،د صهیونیسټانو په حملو کې ۱۶۶فلسطینی ښاریز ټپیان شوي او  او دغه راز ۱۵۲نور هم د اوښلن ګیسو له امله اغیزمن شوي دي.
د خبر لمبر: 3487288    خپرونې تاریخ : 2023/05/05

ایکنا-(تهران) د اسلامی  ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي سورئې ته د خپل سفر په دوهمه ورځ نن ددغه هیواد د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د بلادشام  له عالمانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3487285    خپرونې تاریخ : 2023/05/04

ایکنا-(تهران) دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر د سورئې له ولسمشر سره په کتنې کې وویل: په مقاومت او عقلانیت سره ثابته شوه چي ایران او سوریه پرحق دي او هغه هیوادونه چي تر دې وروستیو پورې د سوریې په وړاندې ئې د ایران په دریځ باندې شک درلوده اوس دې نتیجې رسېدلي دي چي د ایران دریځ پرحق دی.
د خبر لمبر: 3487284    خپرونې تاریخ : 2023/05/04

ایکنا-(تهران)   د میرمن حیان سندي علمی بریالیتوبونو وښودله چې  دغه سترمنه میرمن وتوانیدله  په عربستان کې له مسلمانې میرمنې سره اړونده چټي خیالونه او تصورات له چیلنج سره مخ کړي. د بائيو ټيکنالوجۍ  او تشخیص په زمینې کې د هغې څيړنې چې په نړیواله سویه په رسمیّت پيژندل شوي دي ، دهغې د شهرت سبب شوي، هم د یوه ارزان بیهّ درملو د دفاع کونکي  او هم د یوه مسئولیّت منونکي  انسان دوست  کس په توګه.
د خبر لمبر: 3487271    خپرونې تاریخ : 2023/05/02

ایکنا-(تهران) د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو او اردن خارجه وزارتونو د ابراهیمي حرم پر دیوالونو  دبیرغونو په لګولو  کې د صهیوینسيټي رژيم د تیریو په محکومیّت سره  د اردن او فلسطین د کورواکه تشکیلاتو خارجه وزارتونو  له دغو اقداماتو سره د  نړیوالې ټولنې د جدي غبرګون غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3487237    خپرونې تاریخ : 2023/04/25

ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ د مرکزي شورا یو مسئول مقام ددې خبرې په کولوسره چې په سیمې کې روان تفاهمونه،د پرَدَیوله لاسوهنې سره دمقابلې لپاره یو ډير مهم فرصت دی،ووئيل؛ د امریکا د سلطې او باؤؤ دوران پاي ته رسیدلی او نوي قواعد  دتثبیتیدا په حال کې دي.
د خبر لمبر: 3487233    خپرونې تاریخ : 2023/04/24

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي وویل: د دښمن د غوښتنې په اپوټه د محصیلینو ټولنه باید د ایران د ټولنې په ذهن او واقعیت کښې بدلون رامینځته کول او بیا د نړۍ په ذهن او واقعیت کښې د بدلون رامینځته کول په خپلو هڅو او اوږدمهاله افق کښې ورولي.
د خبر لمبر: 3487217    خپرونې تاریخ : 2023/04/19

ایکنا-(تهرن) د دوو سترو اسلامی هیودونو ایران او عربستان روغه جوړه د اسلامی نړۍ قدرت او توانمني څرنګه زیاتوي؟،د ډاکټر غیورغالب له خولې ئې آورو (مرکه)
د خبر لمبر: 3487216    خپرونې تاریخ : 2023/04/19

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د صهیونیسټي رژیم د تیریو په تیره بیا په مسجدالاقصی کښې د روژتي فلسطینیانو خلاف د دغه رژیم د تیرو په غندنې او د فلسطین له مسئلې په ملاتړ کښې د اسلامي هیوادونو یووالی او د نظر اتفاق ضروري او مهم وباله.
د خبر لمبر: 3487211    خپرونې تاریخ : 2023/04/18

ایکنا-(تهران) د قرآن کریم د قرآئت  او له  علومو او دهغو د معارفو څخه د الهام د اخستو ترټولو ښه وخت د روژې مبارکه میاشت  او د قرآن کریم د نزول میاشت ده .
د خبر لمبر: 3487207    خپرونې تاریخ : 2023/04/17

ایکنا-(تهران) د نړۍ مسلمانانو او درستو پتمنو او آزادي غواړو ملتونو یو خل بیا دلوم القدس په مناسبت د فلسطین،افغانستان ،پاکستان،هندوستان،بحرین، یمن، سوریه، لبنان او نورو ډيرو اسلامی هیوادونو او دغه راز په اروپائي هیوادونو کې په میلیوني لاریونونو کې د قدس شریف تر آزادۍ پورې د فلسطین له آرمان څخه پر دفاع ټینګار و کړ.
د خبر لمبر: 3487188    خپرونې تاریخ : 2023/04/15

ایکنا-(تهران)د فلسطین لسګونو زره مسلمانانو په بیت المقدس کې  له سختو امنیتی تاؤتریخوالو سره سره ، دروژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې د سهار لمونځ په الاقصی جومات کې اقامه کړ.
د خبر لمبر: 3487183    خپرونې تاریخ : 2023/04/14

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ لوي درستیزوالي  د قدس  دنړیوالې ورځې په درشل کې  په یوې اعلامیې کې  د فلسطین تر نیواک لاندې د خلکو د حقوقو او د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم  د جنایتونو او نیواکګرۍ د ختمیدا په ملاتړ کې د نړیوالو اورګانونو او بشری حقوقو د ادارو د قانوني دندو  یادونه وکړه.
د خبر لمبر: 3487180    خپرونې تاریخ : 2023/04/13

ایکنا-(تهران) د افغانستان یوه مشهور خطاط چې خپل آثار ئې د تهران د قرآن کریم په دیرشم نړیوال نندارتون  کې نندارې ته وړاندې کړي دي ،هنر ئې انسانیّت او معرفت او دنړیوالو غوږونو ته د قرآن د چغې د رسولو آوزار وباله.
د خبر لمبر: 3487176    خپرونې تاریخ : 2023/04/13

ایکنا-(تهران) د پوهنتون یوه استاده او څيړانده میرمن شهناز عزیزي د میرمنو په باب د قرآن کریم له زړه،د سټراټژيک سند  په لټولو باندې په ټينګار سره ووئيل، دغه سند یوازې دینی بڼه نه لري، بلکې یو نړیوال سند دی  چې نړیوال  ئې بیلګه ګرځولی شي ، ځکه قرآڼ یو نړیوال کتاب دی.
د خبر لمبر: 3487175    خپرونې تاریخ : 2023/04/12