اسلامی امت - پاڼه 52

IQNA

بچوې
تهران(ایکنا) – د آسیا لویه وچه چې کابو یومیلیارډ مسلمانه ابادي لري ، ددنیا تر ټولو ښکلي اوجذاب جوماتونه لري . په دغو په زړه پورې او نظر جذبونکو جوماتونو کې یو په فلیپین هیواد کې په صورتي جومات مشهور ډير جذاب او زړه راکښونکی جومات دی .
د خبر لمبر: 3485453    خپرونې تاریخ : 2022/02/22

تهران (ایکنا) د ایران  د اسلامی جمهوریت ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې  د تعامل ، ملګرتیا او پیوستون  لپاره  په سیمه ایزو اړیکو کې په بدلون پسې یوو ،روښانه کړې ،  ایران په ډيرو سختو پړاؤنو کې  خپله دوستي پر درستو سیمه ایزو هیوادونو ثابته کړې ده .
د خبر لمبر: 3485446    خپرونې تاریخ : 2022/02/21

تهران (ایکنا) –توټيټر چینل د هندوستان د واکمن ګوند بي جې پي  دګجرات صوبې د څانګې  هغه سپکاوی کونکی پسټ چې له مسلمانانو پورې د تړلی ترهه ګرۍ د دوسیې په باب  جنجالی کارټونونه  ښئ ، حذف کړ.
د خبر لمبر: 3485443    خپرونې تاریخ : 2022/02/21

تهران (ایکنا)- له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له ورور او دوست هیواد پاکستان سره د ملګرتیا پراختیا او پیاوړتیا،  د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت کړچار دی او د ایران په پارلیمان  او حکومت کې دغه کلکه اراده  شته ده .
د خبر لمبر: 3485441    خپرونې تاریخ : 2022/02/20

 تهران (ایکنا) - د ایران اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو له سعودی عربستان د خبرواترو د دوام لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی او  ددغو خبرواترو دوام ئې د مقابل لوري له ارادې او هوډ سره اړونده بللی دی .
د خبر لمبر: 3485438    خپرونې تاریخ : 2022/02/20

تهران (ایکنا) - د افغانستان د اهل تشیّع  د عالمانو شورا،تل  دطالبانو په موقته حکومت کې ددغه هیواد د شیعیانو د رول او ځائيګي غوښته کړې ده .
د خبر لمبر: 3485437    خپرونې تاریخ : 2022/02/20

تهران (ایکنا) – د الجزایر هیواد د قرآن کریم د حفظ اولسمې نړیوالې سیالۍ د نړۍ د ۴۶هیوادونو د استازو په ګډون سره د ویبنار له لارې پیل شوې .
د خبر لمبر: 3485434    خپرونې تاریخ : 2022/02/19

تهران (ایکنا) - د تهران د جمعې لمانځۀ خطیب زیاته کړې،د ایران اسلامی جمهوریت په تیرو څلورو لسیزو کې د رهبرۍ  او سوچه دیني لیدتوګو په سیوري  او پر الهام شوو تعلیماتو مشتمل مدیریت سره،په تیره بیا د شهیدانو او د هغو دکورنیوسرښیندونکو او جانبازانو د  صبر او زغم  په سیوري کې د  امنیت د پنځولو لپاره لاره هواره کړې ده .
د خبر لمبر: 3485431    خپرونې تاریخ : 2022/02/18

تهران (ایکنا) -د بحرین جمعیّت الوفاق  اسلامی غورځنګ  نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، منامې ته د صهیونیسټ ررژيم دلومړي وزیر سفر   ددغه هیواد  له ولس سره د آل خلیفه  خیانت بللی او ټينګار ئې کړی دی ،  دغه سفر  د مسلمان او عربو ملتونو  لمسونکی ا قدام او د ارزښتونو  خلاف  ورزي حسابیږي .
د خبر لمبر: 3485424    خپرونې تاریخ : 2022/02/16

تهران ،دایران یوه  نړیوال قاري محمد سلیمي په اینسټاګرام ټولنیز چینل کې پخپلې پاڼې کې  له ۱۹۷۳کال  سره داړونده ملایشیا  دنړیوالو قرآني سیالیو یو لنډ فلم  خپور کړی دی ، چې پکې  خدای بخښلی  محمد تقی مروت هم شتون لري .
د خبر لمبر: 3485420    خپرونې تاریخ : 2022/02/14

تهران (ایکنا) - د حضرت محمد مصطفی(ص) د جانشین او دلومړني  امام اميرالمومنين حضرت علي (ع) د ميلاد په مناسبت د پاکستان د اسلامي مذهبونو د علماؤ او د پاکو اهلبېت  عليهم السلام د مينه والو وحدت رامنځته کؤنکې غونډه په لاهور کښې د عروه الوثقی علميه حوزې په اهتمام سره اوشوه.
د خبر لمبر: 3485418    خپرونې تاریخ : 2022/02/14

تهران (ایکنا) -د اسلامی ایران ولسمشر ووئیل ، اسلامی انقلاب راغلی ، څو هغه فسادګر رژيم چې د سلطه ګرو قدرتونو ئې بشپړ ملاتړ کاوۀ، له مینځه یوسي  او پر دین ، خپلواکۍ ، آزادۍ ، اسلامی جمهوریّت  مشتمل یو نظام ټينګ کړي .
د خبر لمبر: 3485402    خپرونې تاریخ : 2022/02/11

تهران (ایکنا) - حسین امیر عبداللهیان په ډاګه کړه ،د ایران عزتمند ملت ثابته کړې ده ، چې  عزت او احترام ته  په عزت او احترام سره ځواب ورکوي او ګواښ  ته به په مقاومت او  په متقابلې ژبې سره ځواب ورکړ ي.
د خبر لمبر: 3485399    خپرونې تاریخ : 2022/02/10

تهران (ایکنا) – د صهیونیسټي رژيم  ؛اسرائيل هیوم : عبري ژبې ورځپاڼې  نن په واشنګټن کې د له څلورو اسلامی هیوادونو سره چې په سر کې ئې ترکیه ده ، د صهونیسټ رژيم د استازو دغونډې جوړیدا خبر ورکړ
د خبر لمبر: 3485391    خپرونې تاریخ : 2022/02/09

تهران (ایکنا) –د ملایشیا پوترا جومات د اسلامی نړۍ یو تر ټولو ښکلی او په زړه پورې جاذبه لرونکی جومات دی،چې په ۱۹۹۷کال کې او د  دملایشیا دلومړني صدراعظم تونکو عبدالرحمان پوترا په نامې سره جوړ شوی دی .
د خبر لمبر: 3485383    خپرونې تاریخ : 2022/02/08

تهران (ایکنا) – ایکناخبری آژانس د اسلامی انقلاب په درشل کې او  دسباؤن لسزې په شپو ورځو کې د سلواغې په نولسمه نیټه د یوشمیر سیاسی او مذهبی شیخصیتونو په شتون سره  ؛ اسلامي  انقلاب  او د مقاومت د نرم آوزار په نامې سره وبینار ترسره کوي .
د خبر لمبر: 3485379    خپرونې تاریخ : 2022/02/07

تهران(ایکنا) - د پاکستان د مذهبی  او مدني ټولنو په تیره بیا  دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ او امامیه سټوډینټس  آرګنایزیش په زرګونو  فعالانو د هیواد په مختلفو ښارونو کې دجمعې لمانځه له اداکولو وروسته په یمن کې د وحشي ډوله  حملو  او ددغه هیواد  دبې دفاع خلکو د وژلو په ضد  غونډې او لاریونونه وکړل 
د خبر لمبر: 3485366    خپرونې تاریخ : 2022/02/05

تهران(ایکنا) -  د سورئې  د یوه هنرمند  په ټوکر باندې په  ګلدوزي شوو آیتونو سره لیکل شوی لومړنی اثر د قارې د کتاب په نندارتون کې  نندارې ته وړاندې  شوی دی .
د خبر لمبر: 3485362    خپرونې تاریخ : 2022/02/03

تهران (ایکنا) - د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر وويل: ولس ته د امام خمېني (رح) نظر تشريفاتي نه ؤ بلکه هغۀ د خلقو په قوت او مشارکت باور لرۀ
د خبر لمبر: 3485358    خپرونې تاریخ : 2022/02/02

تهران (ایکنا)-  د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک الحوثي د مارب او الجوف  ولایتونو له قبایلو سره په کتنې کې په دې خبرې په ټينګار سره چې امریکایان او اسرائيلیان د مسلمانانو حقیقي دښمنان او د ملت له داخلی مشکلاتو څخه د خپلو ګټو په لړ کې په ناوړه استفادې پسې دي ، دیمن له ولسه وغوښتل،په یوه صف کې  ودریږي څو دغه هیواد دپرَدَیو تابع  نشي.
د خبر لمبر: 3485355    خپرونې تاریخ : 2022/02/02