iqna

IQNA

بچوې
ایکنا- دعراق ، ملایشیا ،سنګاپور او هالینډ هیوادونو استازو د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د قرائت په څانګې کې د خپلې پچې په اساس تلاؤتونه وړاندې کړل.
د خبر لمبر: 3488760    خپرونې تاریخ : 2024/02/21

ایکنا- د سړیو د برخې د ټول قرآن دحفظ او دتحقیق دقرائت په دوو څانګو کې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د فینالیسټو نامې  دقاضیانو دپلاوي له خوا اعلان شوې.
د خبر لمبر: 3488758    خپرونې تاریخ : 2024/02/21

ایکنا- د سړیو په برخې کې د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو په دریمه شپه د ټول قرآن د ترتیل او حفظ د فرائت او د تحقیق د قرائت په څانګو کې لس کسانو  خپله اجرا نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488756    خپرونې تاریخ : 2024/02/20

ایکنا- شیخ خیرالدین علی الهادي په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  د ایران د قرآن نړیوالې سیالۍ،  د ایران په اسلامی جمهوریت کې د قرآن سسټماټیک شوي غورځنګ د ودې ښوده کوي، دغه سیالۍ له نورو سیالیو سره ډيرفرق کوي،ځکه  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ټولو هیوادونو یوه منل شوې ښکارنده ده.
د خبر لمبر: 3488752    خپرونې تاریخ : 2024/02/20

ایکنا- د ایران د اسلامی جهوریت نړیوال قاری   قاسم مقدمي  دایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ  ددریمې ورځې په وروستۍ برخې کې د طه سورې له لومړي تر ۳۶آیت پورې په زړه تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3488748    خپرونې تاریخ : 2024/02/19

ایکنا- د ایران د قرآن دنړیوالو سیایو په دوهمه ورځ د ایران د اسلامی جمهوریت نړیوال قاري مهدی غلام نژاد د هود او کوثر سورو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3488745    خپرونې تاریخ : 2024/02/19

ایکنا- د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو دوهمه ورځ په داسې حال کې ترسره شوې چې په دغه ورځ د ځينو کارپوهانو له خوا د لویانو او زده کونکو د قرآڼ د سیالیو د یووخت والي د اجرا  په باب یوه پوښتنه مطرح شوه.
د خبر لمبر: 3488743    خپرونې تاریخ : 2024/02/19

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ  په لومړۍ ورځې  د  میرمنو  او دانجونو زده کونکو  په  برخې کې د تلاؤت سیالۍ  هم  دسلواغې په اته ویشتمه نیټه  ترسره شوې او دغه سیالۍ  دوام لر ي.
د خبر لمبر: 3488742    خپرونې تاریخ : 2024/02/18

ایکنا- د ایران په اسلامی جمهوریت کې د عربستان سفیر د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ په څنډې کې د ترسره شوو غږملتیاؤ او دترسره کیدا د سوئې په ستایلو سره،د سیالیو دغه پړاؤ د عربستان لپاره ډير مهم او ارزښتمن وبالۀ.
د خبر لمبر: 3488740    خپرونې تاریخ : 2024/02/18

ایکنا-  د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په څلویښتم پړاؤ کې  ګډون کونکي به په ایران کې په یوې اونۍ شتون کې  د تهران د کلتوري او تفریحي ځایونوکتنه هم وکړي.
د خبر لمبر: 3488738    خپرونې تاریخ : 2024/02/18

ایکنا- د تلاؤت په دغو سیالیو کې د ټاکل شوي لیسټ او وخت په اساس، دقران کریم د نړیوالو سیالیو په لومړنۍ ورځ د عراق، تایلینډ،ترکیې ،سورئې ، بنګله دیش ،موریتانیا،جرمني او دایران اسلامی جمهوریت  اتو هیوادونو  څخه ښځينه نمایندګانو په دوو مرحلو کې یعني د زده کونکو او د زیات عمر لرونکو په  دوو مرحلو کې له یوې بلې سره  سیالۍ وکړې. دغه سیالۍ هماغه راز دوام لري.
د خبر لمبر: 3488737    خپرونې تاریخ : 2024/02/18

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو څلویښتم پړاؤ د پنجشنبې په مازدیګر د ایران د  اسلامی شورا د مشر محمدباقر قالیباف  او د  کلتور او اسلامی ارشاد د  چارو د وزیر محمد مهدي اسماعیلي  په شتون سره د اسلامی هیوادونو  د سرمشریزې په  هال کې پیل شوې .
د خبر لمبر: 3488734    خپرونې تاریخ : 2024/02/17

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ لومړنۍ ورځ د زده کونکو او سړیو  په دوو ډلو کې د دیارلسو ګډون کونکو په ا جرا سره پرون ناوخته پیل شوې ده او په دغه لومړنۍ ورځې د ایران دوه نمایندګانو خپله اجرا وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3488733    خپرونې تاریخ : 2024/02/17

ایکنا-  د ایران د ښونې او روزنې د وزارت د کلتوری او روزونکي برخې مرستیال د اسلامی نړۍ د زده کونکو  د قرآن  دنړیوالې سیالۍ د اتم پړاؤ دجزیاتو په تشریح کولو  سره ووئيل، په دغو سیالیو کې چې له په تهران کې پيل شوي دي،   دافغانستتان، انډونیشیا، یوګینډا، بنګله دیش ، پاکستان، ترکیې ،تیونس، سنګال، عراق ،عمان ،ګیمبیا، ملایشیا ،نیجریه او نیوزیلینډ  پنځلسو هیوادونو څخه  ۳۰زده کونکي  په دغو سیالیو کې ګډون کوي.
د خبر لمبر: 3488729    خپرونې تاریخ : 2024/02/17

ایکنا-د میرمنو د  د تلاؤت او حفظ  ځانګړي  نړیوالو سیبالیو  اتلسم پړاؤ پرانیستونکي دستورې نن په اردن کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488728    خپرونې تاریخ : 2024/02/17

ایکنا- د ایران د فرهنګ او اسلامی ارشاد وزیر ووئیل، څلویښت کلمه په دیني کلتور کې د بشپړتیا سمبول دی او اوس چې د قرآن کریم سیالۍ خپل څلویښتم پړاؤ ته رسیدلی دي ،نو دا د ددغې لوئې کلتوري پیښې د پیاوړتیا او پخوالي د اوج نښه ده او په دې کې د ګډون لپاره ډیری هیوادونو ګروهنه رابرسیره شوې ده.
د خبر لمبر: 3488725    خپرونې تاریخ : 2024/02/16

ایکنا- د نپال په پلازمینې کټمنډو کې د میرمنو اوسړیو په دوو برخو کې  ۳۵۰کسانو د قرآڼ کریم په حفظ   کې سره سیالۍ وکړې.
د خبر لمبر: 3488721    خپرونې تاریخ : 2024/02/15

ایکنا- د  ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د کمیټې د کاري ډلو او کمیټیو د مسئولانو په ناستې کې ددغو سیالیو د ټکټ او هم د قرآن کریم د یوې ترټولو کوچنۍ نسخې نندارې ته د وړاندې کولو خبر هم ورکړل شوی دی.
د خبر لمبر: 3488720    خپرونې تاریخ : 2024/02/15

ایکنا- د مصراوقافو وزارت  د ۱۴۰۳لمریز کال په تیر میاشت کې په دغه هیواد کې د قرآنی نابغه ؤ د نړیوالوسیالیودترسره کیدا خبرورکړ.
د خبر لمبر: 3488718    خپرونې تاریخ : 2024/02/15

ایکنا- د  ایران د تهران ولایت د پيشوا افغان کډوالو د ځانګړي سید الشهداء(ع) حسینیې د پلاوي او د پيشوا ولسوالۍ د خاتم الانبیاء دارالقرآن له خوا د شعبانیه اخترونو په مناسبت  له قران کریم سره دانس محفل ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488716    خپرونې تاریخ : 2024/02/14