iqna

IQNA

بچوې
ایکنا – د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ مشر دې ته په اشارې سره چې د ایران اسلامی جمهوریت  پخپلې لوئې دندې عمل کوي، روښانه کړه ،یوه هغه جدي خطره چې اسلامی امت ګواښي ، دا دی چې  ځيني غواړي، خپل دریځونه له قرآن کریم ، ارزښتونو او اصولو  څخه  ورآخو غوره کړي.
د خبر لمبر: 3490162    خپرونې تاریخ : 2024/11/16

ایکنا - د نیواکي ټاټوبو حیفا ښاروا  دنیواکي ټاټوبو په شمال باندې د لبنان دحز ا.. د درندو توغندوئي او ډرونز دحملو د دوام په باب  دسختې اندیښنې په ښودلو سره  وئیلي دي، حیفا ښار یو بې مخینې اقتصادي ګوزار خوړلی دی.
د خبر لمبر: 3490154    خپرونې تاریخ : 2024/11/13

ایکنا - شیخ الازهر په باکو کې د اروپائي شورا له مشر سره په کتنې کې ووئيل، هغه څه چې په غزې تړانګې کې روان دي ، دهغه څه چخني کول  او ورباندې سترګو پټول دي چې  د انسان دوستۍ کنونشنونو او ددینونو په وسیله تائيد شوي دي.
د خبر لمبر: 3490153    خپرونې تاریخ : 2024/11/13

ایکنا -  د پاکستان په لسګونو زره خلکو په کراچۍ کې دمقاومت د شهیدانو د سالار سید حسن نصر الله د څلویښتۍ په مناسبت په سترې غونډې کې په ګډون سره د قدس د آزادۍ  دلارې له شهیدانو سره د میثاق په نوي کولو سره د وحشي صهیونیستي رژيم په مقابل کې د اسلامی مقاومتي جبهې  پر هراړخیز ملاتړ ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3490150    خپرونې تاریخ : 2024/11/12

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکوي،د شناندو په وینا، صهیونیسټي رژیم د لبنان د شیعه کډوالو په ضد د لبنان د مسیحیانو او دروزو د ټولنې د لمسوَلو لپاره  داختلاف د رامینځةکولو په لړ کې د بیروت په جنوب کې له ضاحیّه سره نزدې عین الدلب او زغرتا دوه کوڅې ټارګټ  کړي دی.
د خبر لمبر: 3490149    خپرونې تاریخ : 2024/11/12

ایکنا – د سعودي عربستان  ولی عهد د اسلامی ملګرتیا موسیسې او د عربی اتحادئې په بیړنۍ سرمشریزې کې پخپلې وینا کې ووئيل، عربستان په لبنان او ایران د صهیونیسټ رژيم تیري په کلکه محکوموي.
د خبر لمبر: 3490148    خپرونې تاریخ : 2024/11/12

ایکنا – د عمان عمومی مفتي شیخ اح مد بن حمد الخلیلي  ووئيل، د صهیونیستي رژيم ماهیّت د جنګ غواړي خوي ، فتنه اچونې، برلاسه کیدا او سلطه غواړی خواي په اساس ولاړ دی.
د خبر لمبر: 3490147    خپرونې تاریخ : 2024/11/12

ایکنا – د فلسطین د حماس غورځنګ یوه لوړپوړي  مسئول په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د قطر په دوحې کې  د حماس ددفتر  له تړل کیدا او دهغود د مشرانو له ویستلو سره د قطر د حکومت  له پخلا کیدا سره  اړونده خبرونه  دروغ دي او حقیقت نه لری.
د خبر لمبر: 3490136    خپرونې تاریخ : 2024/11/10

 ایکنا - د آیرلینډ قانون جوړونکو د دغه پلان په تصویبولو سره د دغه هیواد له حکومته وغوښتل چې په سمدستي توګه له صهیونیسټ رژیم سره د پوځي تجهیزاتو او وسلو په برخه کښې ټولې راکړې ورکړې وځنډوي او دغه رژیم ته د دوه اړخیزو توکو د صادراتو د جواز صادرول غیر قانوني کړي. ، او د هوايي حریم او د آیرلینډ د هوایی ډګرونو کارول باید د هغو الوتکو لپاره هم منع شي چې تل ابیب ته وسلې لیږدوي.
د خبر لمبر: 3490127    خپرونې تاریخ : 2024/11/09

ایکنا – د قرآنی کلتور د دودیدا او د  مقاومتي چورلیز  د شهیدانو د یاد او خاطرې او درنښت په موخې سره  د قرآن کریم د قرائت سیالۍ  د اهل تسنن او اهل تشیّع د قاریانو په شتون سره د پاکستان په پندۍ ښار کې ترسره شوې.(لید)
د خبر لمبر: 3490122    خپرونې تاریخ : 2024/11/07

ایکنا - یوې عبری ژبې  رسندوئې له نتنیاهو سره د نزدې کړئ له قوله  راپور ورکړی،  نتنیاهو د جنګ د وزیر له لیرې کولو روسوته د شابک د مشر او د  پوځ دلوي درستیز په لیرې کولو پسې هم دی .
د خبر لمبر: 3490117    خپرونې تاریخ : 2024/11/06

ایکنا – د عراق په چارو کې دملګروملتو د سرمنشي  ځانګړي استازي محمد الحسان  له ستر دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاني سره د کتنې لپاره نجف اشرف ته تللی اوورسره ئې کتنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3490111    خپرونې تاریخ : 2024/11/05

ایکنا – د ایران د محصیلینو او زده کونکو سره د اسلامی انقلاب د لیدنې ترڅنګ حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د زلمیو هنرمندانو د آثارو د نندارتون کتنه هم وکړه.
د خبر لمبر: 3490109    خپرونې تاریخ : 2024/11/05

ایکنا دایران  یوه ممتاز قاری مهدی اکبری زرین د لړم د میاشتې په ۱۲ نیټه سهار داسلامی انقلاب له معظم لارښود سره د زده کونکو او محصیلینو د کتنې په پیل کې  د نصر سوره او د فصلت سورې له دیرشم تر ۳۲ پورې آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3490106    خپرونې تاریخ : 2024/11/04

ایکنا -  د اسلامی انقلاب معظم لارښود له محصیلینو او زده کونکو سره په کتنې کې ددې خبرې په کولو سره چې  له  استکبار سره په مقابلې هغه هرڅه چې  باید او شاد د ایران  د  ملت د چمتووالي لپاره ترسره  شي، نو کوو ئې ، وفرمائيل؛ په ډاډ سره د ایران د  ملت او د هیواد د مسئولانو کلي حرکت له نړیوال استکبار او پر اوسني نړیوال نظم له واکمن جنایتکار سره  د مقابلې په لړ کې دی.،قطعا او انصافا به  هیڅکله هم لټي ونه کړي او په دې ډاډمن ووسئ.
د خبر لمبر: 3490097    خپرونې تاریخ : 2024/11/02

ایکنا - په تیرو کابو اتو لسیزو کې د صهیونیسټ رژیم یو ترټولو مهم مشکل په ولس کې د ریښو نه شتون دی.د نفوسو یا آبادۍ د مشکل دجبرانولو لپاره صهیونیسټ رژیم ددرستې نړۍ یهودیان نیواکي ټاتوبو ته مهاجرت ته هڅولی دي. امنیت او هوساینه دوې وعدې دی چې صهیونیسټانو  نیواکي ټاټوبو تهد مهاجرت لپاره په درستې نړۍ کې یهودیانو ته ورکړي دي .
د خبر لمبر: 3490096    خپرونې تاریخ : 2024/11/02

ایکنا- دعراق اسلامی مقاومتي  غورځڼګ په یوې ورځې کې د نیواکي ټاټوبو په ضد په پنځم عملیاتو کې ، په نیواکي جولان کې یو حیاتي ټارګټ  په ډرون سره په نښه کړ.
د خبر لمبر: 3490091    خپرونې تاریخ : 2024/10/31

ایکنا -  په غزې تړانګې کې په لسګونو فلسطین یو انجونو د وحشي صهیونیسټانو د حملو له امله په یوې کنډوالې شوي خونې کې غوڼډيږي او د قرآن حفظ ته مخه کوي.
د خبر لمبر: 3490087    خپرونې تاریخ : 2024/10/31

ایکنا - د لبنا ن دحزب الله مبارزان بریالی شوي له مځکې په هوا کې په ویشتونکی توغندي سره د  صهیونیسټ رژيم یوه بله هرمس ۹۰۰ ډوله  پرمختللی ډرون الوتکه هم نسکوره کړي.
د خبر لمبر: 3490086    خپرونې تاریخ : 2024/10/30

ایکنا - د پاکستان په پیښور او حیدر آباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت په کلتوري خونو کې د غزې اولبنان  دشهیدانو  په یاد کې د قرآن کریم د حفظ او قرائت سیالۍ ترسره او غوره کسان هم ونازول شول.
د خبر لمبر: 3490085    خپرونې تاریخ : 2024/10/30