د نړیوالې اتحادئې عالمان:
ایکنا -د نړیوالې اتحادئې د علماؤ مشر، شیخ علی محییالدین قرهداغي، د یکشنبې په ورځې (چنګاښ۲۹) په یوې بیانیې کې وویل:د غزې د ماشومانو، ښځو او بوډاګانو وینه زمونږ پر غاړه ده.
د خبر لمبر: 3491438 خپرونې تاریخ : 2025/07/23
ایکنا - د نړئ د کاتولیکانو رهبر او د واتیکان پاپ لیو څوارلسم،د اسرائیلو له خوا په غزې کې د یوازینۍ کاتولیک کلیسا د بمبارۍ په اړه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او د «جګړې د وحشت پای ته د رسولو غوښتنه ئې وکړه.
د خبر لمبر: 3491431 خپرونې تاریخ : 2025/07/21
د ملایشا استاد په ایکنا ویبنار کې:
ایکنا - د ملایشیا نړیوال اسلامي پوهنتون د سیاسي علومو استاد وویل: وروستئ جګړې د اسرائیلو زیانمنتیاوې لکه د دغه رژیم د هوايي دفاع کمزوري، د هغوی محدودیتونه او د لوېدیځ په ملاتړ د هغوی زیاته تکیه او همدارنګه د صهیونیسټانو نفسیاتي کمزوري په ډاګه کړه.
د خبر لمبر: 3491430 خپرونې تاریخ : 2025/07/21
ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود امام خامنه ای وفرمائيل؛د خدای په فضل سره ، په ډیپلوماسۍ او پوځي میدان کې زموږ لاسونه ډک دي او مونږ ه یو حساس امریکایی مرکز په نښه کړ.
د خبر لمبر: 3491421 خپرونې تاریخ : 2025/07/19
د نړیوالې اتحادیې د علماوو غوښتنه
ایکنا - د مسلمانانو نړیوالې اتحادیې په یوې سختې لهجې بیانیې کې د سورئې پر ضد د اسراییلي رژیم د وروستي برید غندنه وکړه او د اسلامي نړۍ یو موټی غبرګون ئې وغوښت.
د خبر لمبر: 3491418 خپرونې تاریخ : 2025/07/19
ایکنا – د فلسطین یو قاری او داسلامی مداحیو او سرودونو غږونکی علاء عزام سره دخپلې کورنئ د غزې ښار په تل الهوا سیمې کې د هغه په کور د صهیونیسټي رژيم په هوائي حملې کې شهید شو.
د خبر لمبر: 3491411 خپرونې تاریخ : 2025/07/16
ایکنا -حضرت آیت الله العظمی خامنهای نن سهار د قضائي قوې له مشر ،لوړپوړو مسئولینو او د ټول هیواد د عدلیې له مشرانو سره په لیدنې کې د ایران د ملت ستر کار د وروستۍ تپلي جګړې په اړه تحلیل کړ او د یرغلګرو د پلانونو او محاسبانو شنډېدل ئې یاد کړل. هغه د ملت په لوی اتحاد ټینګار وکړ او ویې ویل: د ایران ملت د بېلابېلو سیاسي سلیقو او د مذهبی وزنونوله توپیرونو سره سره د خپل عزیز هیواد د دفاع لپاره سره متحد شول. دا د ټولو دنده ده چې دا ملي یووالی وساتي.
د خبر لمبر: 3491410 خپرونې تاریخ : 2025/07/16
ایکنا -د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د نړیوالو چارو سلاکار ووئیل؛ د ایران او پاکستان د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا اړینه ده
د خبر لمبر: 3491403 خپرونې تاریخ : 2025/07/15
ایکنا - د فلسطین قاضيالقضات په مصر کې د الازهر له شیخ سره په کتنه کې وویل: د فلسطین ملت الازهر د خپلو حقوقو د دفاع او ملاتړ لپاره بېقیدوشرطه ملاتړی ګڼي .
د خبر لمبر: 3491391 خپرونې تاریخ : 2025/07/12
حمد تقي میرزاجاني
ایکنا -د قرآن عالي شورا د تعليم، څېړنې او اړيکو د چارو مرستيال د «سوي فتح» یعني د فتح په لور په عنوان سره د ۱۱۴ قرآني عمومي محفلومږ د ترسره کېدو په اړه، چې د اقتدار د شهيدانو په وياړ جوړېږي، د تهران ښار د دغه قرآني محفل جزئيات تشريح کړل.
د خبر لمبر: 3491387 خپرونې تاریخ : 2025/07/10
ایکنا - د ایران او سعودي عربستان د دوه اړخيزو اړیکو او د اسرائیلو د تیریو د غندنې په اړه بحث د ایران د بهرنیو چارو وزیر د سعودي عربستان له وليعهد محمد بن سلمان سره په کتنې کې د دوه اړخيزو اړیکو او د صهيونيستي رژیم د تیریګرو کړنو په اړه خبرې وکړې.
د خبر لمبر: 3491384 خپرونې تاریخ : 2025/07/10
ایکنا - د امام حسین (ع) د حرم مطهر د تخنیکي او انجینرۍ پروژو څانګې اړوند د یَخولو یونټ یا سسټة د محرم الحرام د میاشتې د عزادارۍ مراسمو پر مهال د زائرینو د هوساینې لپاره د یوې ځانګړې سسټم د پلي کولو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3491364 خپرونې تاریخ : 2025/07/09
ایکنا - د ایران د اسلامي انقلاب سترلارښود حضرت آیتالله العظمی سید علي خامنهاي د حسینی عاشورا په شپه په امام خمیني حسینیې یا امامباړې کې د عزادارئ په دستورو کې ګډون وکړ ، چې په امریکايي رسنیو کې ډير زیات انعکاس درلودلی دی.
د خبر لمبر: 3491375 خپرونې تاریخ : 2025/07/08
ایکنا - د عمان لوی مفتي شیخ احمد بن حمد الخلیلي د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ځینو هېوادونو له خوا له صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو بهیر په کلکه وغانده او دا ئې د منطق، اخلاقو او اسلامي اصولو خلاف عمل وباله.
د خبر لمبر: 3491369 خپرونې تاریخ : 2025/07/07
آیت الله ناصر مکارم شیرازی!
ایکنا – یوه ستر دیني مرجع آیت الله مکارم شیرازي د رهبرۍ د ستر مقام له نظره د امریکائي بشري حقوقو لسم نړیوال کنفرانس ته په یوه پیغام کې ددې خبرې په کولو سره چې انسان او د هغه حقوقو ته د لویدیځ نظر دخوښې او ګټه غواړی دی ، ووئیل؛ باید هیڅکله هم د لویدیځ په پوچو شعارونو ونه غولیږو، هغه بشری حقوق چې لویدیځ ئې ډنډورې وهي ، له مینځه ډَډ او پوچ دی ،دوي د انسان کرامت ته هیڅ اعتقاد نه لري او نه هم هغو اصولو ته پابند دي چې ادعا ئې کوي.
د خبر لمبر: 3491355 خپرونې تاریخ : 2025/07/03
ایکنا - د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مجلس غورځنګ مشر د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود آیتالله العظمی سید علی خامنهای ژوند ته هرډول ګواښ او تیری ، د عقیدې، کرامت او اسلامي امت پر ضد تیری وباله او و ې ویل چې په داسې بڼه کې به په پاکستان کې هیڅ امریکائی په امان کې نه وي.
د خبر لمبر: 3491351 خپرونې تاریخ : 2025/07/02
ایکنا – یوه ستر دیني مرجع آيت الله العظمی ناصرمکارم شیرازي په یوې فتوا کې ټينګار وکړ، هر هغه کس یا رژيم چې رهبري یا مرجعیّت وګواښي د محارف په حکم کې راځي.
د خبر لمبر: 3491341 خپرونې تاریخ : 2025/07/01
د لیبيا لوي مفتي شیخ صادق الغریاني د صهیونیسټ رژيم د تیریو په ځواب کې ایران د توغندوي بریدونو د اغیزو په اړه، چې د د فلسطین د نیواکي شويو سیمو په ژورو برخو ئې کړي، وویل: دغه شخړه لا دویمې اوونۍ ته نه وه رسیدلې چې د امریکا ولسمشر د دغې جګړې د پایلو له وېرې د دغې جګړې د درولو پریکړه وکړه. دا په دې خاطر وه ، چې په دې جګړه کې اسرائیل په داسې حال کې بریدونه کوي چې خپله هم ویجاړیږي، د غزې په اپوټه، چیرې چې یوازې صهیونیست رژیم وژني کوي او پخپله په امان کې دی.
د خبر لمبر: 3491337 خپرونې تاریخ : 2025/06/30
ایکنا - د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند د فلسطین په نیواکي ټاتوبو کې په بئرالسبع سیمې کې پر یو حساس هدف باندې د بالستیک توغندي د برید خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3491333 خپرونې تاریخ : 2025/06/29
عبدالملک الحوثي:
ایکنا - د یمن د انصارالله غورځنګ مشر وویل؛هغه ماتې چې د ایران په وړاندې اسرائیلي دښمن او د هغه جنایتکارو شریکانو ،دهغوي په سر کې امريکا، بریتانیا، جرمني او فرانسې، وخوړله، د ټول اسلامي امت لپاره د بریا په معنا ده.
د خبر لمبر: 3491327 خپرونې تاریخ : 2025/06/28