iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) داپه داسې حال کې دي چې راپورونه ښئ نن هم د ایران په سیستان و بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت په سرحدي سیمو او دغه راز د ساسولي ، حاتم او ماککي کلیو په خوا کښې په یوشمیر سیمو کښې د طالبانو د ځواکونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو ترمینځ یوشمیر نښتې رامینځته شوي دي.البته وروستي راپورونه ښئ چې د دواړو لورو د لوړپوړو چارواکو په فوری تماسونو پسې دغه نښتې پاي ته رسیدلی دي.
د خبر لمبر: 3487399    خپرونې تاریخ : 2023/05/27

 ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د حکومت ریس الوزرا ددې خبرې په تکرارولو سره چې د افغانستان حکومت ټولشموله دی ،ووئيل، د حکومت جوړښت ته دپخوانیو سیاستوالانو بیرته ستنیدا د فساد سبب کیږي.
د خبر لمبر: 3487397    خپرونې تاریخ : 2023/05/27

ایکنا-(تهران) په مدینې منورې کې د ایرانیو حاجیانو په شتون سره لومړني دعای کمیل په پنجشنبې شپې  د ایران د حاجیانو په دیره کیدونکي هوټل کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3487396    خپرونې تاریخ : 2023/05/27

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې د افغانستان اوسنی حاکمه پلاوی په رسمیّت نه پيژندو ، او په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړولو په ضرورت ټينګار کوو ،ووئيل، طالبان ټول افغانستان نه ،بلکې د افغانستان د واقعیّت یوه برخه دي .
د خبر لمبر: 3487394    خپرونې تاریخ : 2023/05/26

ایکنا-(تهران) د افغانستان په کابل کې د پاکستان سفارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، په ایران کې د پاکستان پخوانی سفیر اصف علي خان درانی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی دی.
د خبر لمبر: 3487392    خپرونې تاریخ : 2023/05/25

ایکنا-(تهران) د افغانستان او ایران تر مینځ ۱۳۵۱ کال کې د هغه مهال افغان صدراعظم محمد موسی شفیق او د ایران هغه وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا د اوبو وېش یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې د افغانستان لپاره به د اوبو کفایت په صورت کې ۸۲۰ میلیون متر مکعب اوبه ایران ته پرېښوول کېږي.خو وروستیو کې د افغانستان له لورې ایران ته د اوبو نه ورکړه د دې لامل شوه چې د دواړو هېوادونو چارواکي تخنیکي ستونزه په سیاسي ناندریو بدله کړي.
د خبر لمبر: 3487376    خپرونې تاریخ : 2023/05/22

ایکنا-(تهران)  د انګلستان یو مرکز پخپل یوه ځانګړي راپور کې وئيلي دي چې په افغانستان کې  په تیره بیا د دغه هیواد په شمال کې د شیعیانو په ضد د داعشیانو حملې زیاتې شوي دي.
د خبر لمبر: 3487374    خپرونې تاریخ : 2023/05/22

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو دحکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي، د ايران او افغانستان د‌ ګډ تفاهم له مخې په ایران کې پر ۲۰۰ افغان بندیانو د اعدام سزا نه تطبیق کیږي.
د خبر لمبر: 3487371    خپرونې تاریخ : 2023/05/21

ایکنا-(تهران) د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي  له ایرنا سره په خبرو کې ووئیل ، دایران او افغانستان ترمینځ د اوبو مسئله باید په تفاهم سره حل شي او طالبان  دې اجازت ورکړي، ایراني مسئولان د کمال خان بند یا ډیم وویني.هغه زیاته کړې ده ،د ایران حقابه یو تاریخي حق دی  او د افغانستان حاکمانو او طالبانو په کرتو  په دې حق اقرار کړی او وئيلي ئې دي ، که اوبه  وې ،نو د ایران حق ورکوي.
د خبر لمبر: 3487364    خپرونې تاریخ : 2023/05/20

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دهیرمند دحق آبه په باب دایران او افغانستان دموافقو  او تړونونو تاریخي مخینې ته په اشارې سره ټينګار وکړ، غواړو د افغانستان واکمنانو ته ووایم چې زما دغه خبره دې عادی ونه ګڼي ،ډيره جدي ئې وګڼي ،د افغانستان واکوالانو او مسئولانو ته خبرداری ورکړم چې د ایران د سیستان او بلوچستان د سیمې د اوسیدونکو حق دې زرترزره ورکړي.
د خبر لمبر: 3487356    خپرونې تاریخ : 2023/05/18

ایکنا-(تهران) په افغانستان کې څلور میلیونه میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي چې د مرګ خطر یې شته. د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته د افغانستان د اقتصاد بنیاد نړېدلی دی.
د خبر لمبر: 3487334    خپرونې تاریخ : 2023/05/14

ایکنا-(تهران) د افغانستان د ملې مصالحې د شورا مخکنی مشر ایران د افغانستان تاریخي دوست بللی، او په ایران کې ئې د افغان ځوانانو لپاره د تعلیمي خدماتو د وړاندې کېدو  مننه کړې ده.
د خبر لمبر: 3487327    خپرونې تاریخ : 2023/05/13

ایکنا-(تهران) په مشهد مقدس کې د جهاد اومقاومت د ادبیاتو ددرنښت په څوارلسمو دستورو کې د فاطمیون بریګیډ یا لښکر د قوماندان شهید علی رضا توسلي  د ماندنې د ژوند د روایت ؛خاتون او قوماندان؛نومې کتاب باندې د حضرت ايت الله العظمی سید علی خامنه اي  تقریظ خپور شو.
د خبر لمبر: 3487324    خپرونې تاریخ : 2023/05/13

ایکنا-(تهران) د افغانتستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وایي، د افغانتسان نظام باید مختصر او کوچنی نشي او ټول دې په کې شریک کړای شي.
د خبر لمبر: 3487323    خپرونې تاریخ : 2023/05/12

ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو حکومت خارجه وزیر ووئيل، طالبانو هیڅکله نه دي ویلي چې د ښځو زده کړه حرامه ده، مونږ دا خبره نه ده کړې چې د ښځو زده کړه د تل لپاره بنده ده بلکې ویلي مو دي چې تر بلې خبرتیا پورې بندیږي.
د خبر لمبر: 3487309    خپرونې تاریخ : 2023/05/09

ایکنا-(تهران) د نړۍ د اویاؤ ملیّتونو د رهبرانو،قوماندانانو او ځوانانو په شتون سره د فاطمیونود کنډک  نړیوال سمینار نن د قم المقدس  په امام موسی کاظم(ع) د علمیه مدرسې د غونډو په هال کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487307    خپرونې تاریخ : 2023/05/09

ایکنا-(تهران) د پاکستان او چین خارجه وزیرانو د افغانستان د طالبانو دحکومت له خارجه وزیر سره په اسلام اباد کې په ګډې ناستې کې په دغه هیواد کې د سولې او تعامل د لارې د پرمختګ لپاره سره موافقه وکړه.
د خبر لمبر: 3487300    خپرونې تاریخ : 2023/05/07

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا مشرپه سیمې کې د ایران او ازبکستان رول ته په اشارې سره ووئيل، سیمې هیوادونه دې د افغانستان له جوړجاړي سره دمرستې لپاره  له یوه بل سره ملګرتیا ولرل شی  او ټول باؤري یوو چې په افغانستان کې د ملی حکومت په جوړولو کې دې ټول قومونه اوډلې ټپلې رول ولري څوپه دغه  هیواد کې امنیت او پراختیا ټينګه شي.
د خبر لمبر: 3487296    خپرونې تاریخ : 2023/05/07

ایکنا-(تهران) د پاکستان.روسیې او د هندوستان خارجه وزیر انوسوبر د شانګهايي د ملګرتیا په کانفرنس کښې  په افغانستان کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه او په طالبانو یې غږ وکړ چې د افغانستان د ټولو خلکو د حقوقو احترام وکړي.
د خبر لمبر: 3487293    خپرونې تاریخ : 2023/05/06

ایکنا-(تهران) د پاکستان په پاراچنار کې په تري منګل هائي سکول کې پرون د شهید کړائ شوو اوو استاذانو د جنازو په دستورو کې ویناوالو ووئيل،پد مظلومواستاذانو وینه به هیڅکله هم صائع نشي او  د دجهالت دغه وحشي ډوله  تبلیغ کونکي به حتما  دخپل انجام سزا وویني
د خبر لمبر: 3487290    خپرونې تاریخ : 2023/05/05