یهودیت - پاڼه 3

IQNA

بچوې
په قران کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل/ 20
ایکنا- قرآن کریم په ځينو آیتونو کې د خداوندمتعال د نصرت او مرستې خبرې کوي؛د مثال په توګه فرمائي؛ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ» (محمد: 7).خداي تعالی له انسانانو څخه په داسې حال کې مرسته غوښتې، په داسې حال کې چې د آسمانونو او مځکې لښکریان د هغه فرمان ته غوږ دي او پخپله حکیم او عزیز دی ؛ وَمَا النَّصْرُ إِلَّا مِنْ عِنْدِ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ» (آل عمران: 126).
د خبر لمبر: 3492637   خپرونې تاریخ : 2026/04/06

ایکنا - پاپ لئو د ایران پرضد د امریکا او د اسرائیلو په جنګ باندې نیوکې سره/ خدای د هغو کسانو دعا چې لاسونه یې په وینو ککړ دي نه قبلوي
د خبر لمبر: 3492620   خپرونې تاریخ : 2026/03/30

  په قرآن کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل/ 18
ایکنا-  قرآن کریم د ؛ مومنانو متقابل ولایت؛ او  د ؛ اهل کتاب  د ولایت ممنوعیت؛ په طرحې سره د مؤمن لپاره د کرکې د اعلان لاره او د مینې او محبت لاره   ښودلې ده څو  د مینې او عشق  او  په تدبیر کې له ولایت سره د کافرانو د مرستې لاره او  دهغوي د سرپرستئ  لار خپله نه کړي.
د خبر لمبر: 3492617   خپرونې تاریخ : 2026/03/30

  په قران کې له صهیونزم سره د جنګ تحلیل /13
ایکنا- د رمضان په جنګ کې،په یوه لوري کې د ایران اسلامی جمهوریت، او بلپلوه امریکااو صهیونیسټي رژيم  او دلویدیځي آسیا سیمې په مسلمانوعربو هیوادونو کې د هغوي پوځي اډې او مرکزونه دي. په قرآن کریم کې  د دغې ډل بندئ په باب څه وئيل شوي دي.
د خبر لمبر: 3492604   خپرونې تاریخ : 2026/03/26

ایکنا- دنړئ د کاتولیکانو رهبر د ایران په د تیریګر جنګ کې د اور بند لپاره دخپلې غوښتې په تکرارولو سره،د وسلو په زور نه ،بلکې د خبرواترو له لارې د سولې ډ ټينګیدا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3492603   خپرونې تاریخ : 2026/03/25

ایکنا - د نړئ د کاتولیکانو رهبر څوارلسم پاپ لئو په مینځنی خیتیځ کې تیریګر جنګ د درستې د بشری کورنئ لپاره  رسوائي وبلله او یو ځل بیا ئې د فوری اوربند د ټينګیدا په باب خپله  غوښته تکرار کړه.
د خبر لمبر: 3492595   خپرونې تاریخ : 2026/03/23

د الازهر شیخ ته د المصطفی پوهنتون د مشر خطاب
ایکنا -  د جامعةالمصطفی  العالمیه   مشر آیت الله علی عباسی  د مصر شیخ الازهر ته په یوه پیغام کې  د ایران  د روا دفاع په محکومیّت کې  ددغه مرکز دفتوا د شورااعلامیې باندې په سختو نیوکو سره  د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د دوه ګوڼي کړچار  په باب  خبرداری ورکړ او  دامریکا او صهیونیسټي وحشی رژیم  د تیریو په ضد د قرآني عدالت په اساس د اسلامی عالمانود یوې واحدې جبهې  د جوړیدا غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3492587   خپرونې تاریخ : 2026/03/22

د ایران د قرآنی ټولنې استاذان قاریان،دنړئ قاریانو ته لیک
ایکنا د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآنی ټولنې قاریانوا و استاذانو د نړئ د قرآنی ټولنې استاذانو او قاریانو ته د حق اوباطل د جبهې دپيژندلو او د خپل قرآنی رول د لوبولو د بلنې په بڼه لیک ولیږه.
د خبر لمبر: 3492582   خپرونې تاریخ : 2026/03/19

ایکنا – د الازهر اسلامی مرکز د روژې په مبارکې میاشتې کې د لمونځ ګوزارو په وړاندې د الاقصی جومات د درواړو تړل کیدا  په محکومولو سره  ټينګار کړی دی ،دا داسې جنایت دی چې مسلمانان  په رمضان المبارک میاشت کې له خپلو عبادتونو له ترسره کولو محروموي.
د خبر لمبر: 3492567   خپرونې تاریخ : 2026/03/15

ایکنا -  نن د رمضان د مبارکې میاشتې په وروستئ ورځې د قدس د نړیوال لاریون  ولوله او پرتم په داسې حال کې په درست ایران کې پيل شوې چې دایران شجاع ملت  د حضرت امام خامنه اي شهید په غم کې ویرجن دی، خو پخپل ولولناک او انګیزه لرونکي شتون ئې د نړیوالو غوږونو ته د  د خپل شهید راهبر او اسلامی انقلاب  له آرمانونو سره د میثاق د نوي کولو او مقاومت پیغام ورساوه.
د خبر لمبر: 3492558   خپرونې تاریخ : 2026/03/13

ایکنا- نتن یاهو د صهیونیسټي رژيم د کلی سیاست په چوکاټ کې په سیمې کې د شیعه او سني چورلیزونو ترمینځ د سیمې په ویشلو پسې دی او هدف ئې له اسلامی او عربی نړئ سره د اړیکو د عادی کولو د بهیر له ماتې وروسته د نوي ائيتلافونو جوړول دي.
د خبر لمبر: 3492509   خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا- د پاکستان د مشرانو جرګې داپوزیشن مشر او سناتور او د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر   د امريکا ولسمشر ته په يو تُند پيغام کې  له هغه وغوښتل چې د ايران د مقاومت اوصبر په اړه د وسواس لرونکي تمرکز پر ځای، دې لومړئ د امريکا د پوځ کورنۍ ستونزې حل کړي.
د خبر لمبر: 3492505   خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا - په سلګونو مسلمانان چې په امریکا کې مېشت دي، د نیویارک ښار په ټایمز سکوېر   چوک کې، چې د ښار له تر ټولو ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو څخه ګڼل کېږي، د روژه‌ماتي دسترخوان وغوړاوه او د نيون څراغونو تر رڼا لاندې او په باراني هوا کې ئې د ماښام لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492502   خپرونې تاریخ : 2026/02/24

ایکنا – د ناروې  د  اسلامی خبرو اترو چینل   په  اروپائي هېوادونو کې له اسلامه د ویرونې د پروسې د خورونکو افراطي جریانونو پر ضد د مبارزې د لارو چارو  په عنوان سره  خپل کلنی کنفرانس په اسلو کې جوړ کړ.
د خبر لمبر: 3492470   خپرونې تاریخ : 2026/02/18

د روسیې د دینونو ښار؛
ایکنا- د کرملین قازان په دروازې کې یو لوي  ډبرین  کاڼې یا تخته ایښودل شوې چې د یاسین سورې د ۳۶م آیت په دې جملې کې پرې لیکل شوی دی.؛ «قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ...؛ ووایه: هماغه ذات چې هغوی ئې لومړي ځل پیدا کړي، بېرته به ئې راژوندي کړي...»
د خبر لمبر: 3492468   خپرونې تاریخ : 2026/02/18

پارس ټوډې –د کالیفورنیا د والي Gavin Newsom توندې او بې‌ساری څرګندونې د امریکا د رول په اړه په نړیواله بې‌ثباتۍ کې، یوازې یو ګوندي دریځ نه دی. هغه په څرګند ډول د Donald Trump د واکمنۍ انداز  د امریکا د نړیوال اعتبار د کمزورتیا او په نړیوال نظام کې د بې‌نظمۍ د پراخېدو نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3492463   خپرونې تاریخ : 2026/02/17

ایکنا -په نیواکي قدس کې، چیرته چې د روژې مبارکه میاشت هر کال د صهیونیسټانو د مذهبي تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مل وي، نفیسه خویص ـ چې یوه وفاداره او جلاوطن شوې خادمه ده ـ هر ماښام خپله روژه  د مسجدالاقصی په انګړ کې نه ، بلکې دغه سپېڅلي ځای ته څېرمه پر سړک  افطار کوي. هغه خپلو تشو لاسونو ته ګوري او نارې وهي: «دا جومات زمونږ هویت دی؛نیواکګرو ته ئې  مه  پرېږدئ.» جلاوطنئ د هغې روح له دې مقدس ځایه نه دی جلا کړی؛ هغه اوس هم په لوړ غږ زرګونه مسلمانان د ایمان د وروستي سنګر ساتنې ته رابولي.
د خبر لمبر: 3492462   خپرونې تاریخ : 2026/02/17

لبنانی شنونکی:
ایکنا – د ایران اسلامی جمهوریت اوس  د خپل کلتوري قدرت  او قرآني لیدلوري په مټ د عدالت غوښتونکو ملتونو لپاره الهام‌بخښونکې  بېلګه ګرځېدلی، ځکه چې د دین، ژوند او ودې او پرمختګ ترمنځ ئې ټینګه اړیکه رامنځته کړې ده.
د خبر لمبر: 3492443   خپرونې تاریخ : 2026/02/12

ایکنا- د کینیډا د حکومت هغه اقدام چې له اسلامه دویرونې د پروسې د  اړوند چارو لپاره د ارزونې  د ځانګړي استازي فعالیت ئې لغوه کړ، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492441   خپرونې تاریخ : 2026/02/12

ایکنا - په انګلستان کې یوه  زوړپال افراطي چینل په انګلستان کې  د  مسلمانانو  په ضد   خپل  لمسؤنکي  اقدامات بیا تکرار کړي دي .
د خبر لمبر: 3492395   خپرونې تاریخ : 2026/02/02