یهودیت - پاڼه 3

IQNA

بچوې
ایکنا – د الازهر اسلامی مرکز د روژې په مبارکې میاشتې کې د لمونځ ګوزارو په وړاندې د الاقصی جومات د درواړو تړل کیدا  په محکومولو سره  ټينګار کړی دی ،دا داسې جنایت دی چې مسلمانان  په رمضان المبارک میاشت کې له خپلو عبادتونو له ترسره کولو محروموي.
د خبر لمبر: 3492567   خپرونې تاریخ : 2026/03/15

ایکنا -  نن د رمضان د مبارکې میاشتې په وروستئ ورځې د قدس د نړیوال لاریون  ولوله او پرتم په داسې حال کې په درست ایران کې پيل شوې چې دایران شجاع ملت  د حضرت امام خامنه اي شهید په غم کې ویرجن دی، خو پخپل ولولناک او انګیزه لرونکي شتون ئې د نړیوالو غوږونو ته د  د خپل شهید راهبر او اسلامی انقلاب  له آرمانونو سره د میثاق د نوي کولو او مقاومت پیغام ورساوه.
د خبر لمبر: 3492558   خپرونې تاریخ : 2026/03/13

ایکنا- نتن یاهو د صهیونیسټي رژيم د کلی سیاست په چوکاټ کې په سیمې کې د شیعه او سني چورلیزونو ترمینځ د سیمې په ویشلو پسې دی او هدف ئې له اسلامی او عربی نړئ سره د اړیکو د عادی کولو د بهیر له ماتې وروسته د نوي ائيتلافونو جوړول دي.
د خبر لمبر: 3492509   خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا- د پاکستان د مشرانو جرګې داپوزیشن مشر او سناتور او د مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر   د امريکا ولسمشر ته په يو تُند پيغام کې  له هغه وغوښتل چې د ايران د مقاومت اوصبر په اړه د وسواس لرونکي تمرکز پر ځای، دې لومړئ د امريکا د پوځ کورنۍ ستونزې حل کړي.
د خبر لمبر: 3492505   خپرونې تاریخ : 2026/02/25

ایکنا - په سلګونو مسلمانان چې په امریکا کې مېشت دي، د نیویارک ښار په ټایمز سکوېر   چوک کې، چې د ښار له تر ټولو ګڼې‌ګوڼې ډکو سیمو څخه ګڼل کېږي، د روژه‌ماتي دسترخوان وغوړاوه او د نيون څراغونو تر رڼا لاندې او په باراني هوا کې ئې د ماښام لمونځ ادا کړ.
د خبر لمبر: 3492502   خپرونې تاریخ : 2026/02/24

ایکنا – د ناروې  د  اسلامی خبرو اترو چینل   په  اروپائي هېوادونو کې له اسلامه د ویرونې د پروسې د خورونکو افراطي جریانونو پر ضد د مبارزې د لارو چارو  په عنوان سره  خپل کلنی کنفرانس په اسلو کې جوړ کړ.
د خبر لمبر: 3492470   خپرونې تاریخ : 2026/02/18

د روسیې د دینونو ښار؛
ایکنا- د کرملین قازان په دروازې کې یو لوي  ډبرین  کاڼې یا تخته ایښودل شوې چې د یاسین سورې د ۳۶م آیت په دې جملې کې پرې لیکل شوی دی.؛ «قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ...؛ ووایه: هماغه ذات چې هغوی ئې لومړي ځل پیدا کړي، بېرته به ئې راژوندي کړي...»
د خبر لمبر: 3492468   خپرونې تاریخ : 2026/02/18

پارس ټوډې –د کالیفورنیا د والي Gavin Newsom توندې او بې‌ساری څرګندونې د امریکا د رول په اړه په نړیواله بې‌ثباتۍ کې، یوازې یو ګوندي دریځ نه دی. هغه په څرګند ډول د Donald Trump د واکمنۍ انداز  د امریکا د نړیوال اعتبار د کمزورتیا او په نړیوال نظام کې د بې‌نظمۍ د پراخېدو نښه وبلله.
د خبر لمبر: 3492463   خپرونې تاریخ : 2026/02/17

ایکنا -په نیواکي قدس کې، چیرته چې د روژې مبارکه میاشت هر کال د صهیونیسټانو د مذهبي تاوتریخوالي له زیاتوالي سره مل وي، نفیسه خویص ـ چې یوه وفاداره او جلاوطن شوې خادمه ده ـ هر ماښام خپله روژه  د مسجدالاقصی په انګړ کې نه ، بلکې دغه سپېڅلي ځای ته څېرمه پر سړک  افطار کوي. هغه خپلو تشو لاسونو ته ګوري او نارې وهي: «دا جومات زمونږ هویت دی؛نیواکګرو ته ئې  مه  پرېږدئ.» جلاوطنئ د هغې روح له دې مقدس ځایه نه دی جلا کړی؛ هغه اوس هم په لوړ غږ زرګونه مسلمانان د ایمان د وروستي سنګر ساتنې ته رابولي.
د خبر لمبر: 3492462   خپرونې تاریخ : 2026/02/17

لبنانی شنونکی:
ایکنا – د ایران اسلامی جمهوریت اوس  د خپل کلتوري قدرت  او قرآني لیدلوري په مټ د عدالت غوښتونکو ملتونو لپاره الهام‌بخښونکې  بېلګه ګرځېدلی، ځکه چې د دین، ژوند او ودې او پرمختګ ترمنځ ئې ټینګه اړیکه رامنځته کړې ده.
د خبر لمبر: 3492443   خپرونې تاریخ : 2026/02/12

ایکنا- د کینیډا د حکومت هغه اقدام چې له اسلامه دویرونې د پروسې د  اړوند چارو لپاره د ارزونې  د ځانګړي استازي فعالیت ئې لغوه کړ، له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492441   خپرونې تاریخ : 2026/02/12

ایکنا - په انګلستان کې یوه  زوړپال افراطي چینل په انګلستان کې  د  مسلمانانو  په ضد   خپل  لمسؤنکي  اقدامات بیا تکرار کړي دي .
د خبر لمبر: 3492395   خپرونې تاریخ : 2026/02/02

ایکنا - د مصر مفتي د قرآن کریم د آیتونو په تفسیر کې د مصنوعي ځیرکتیا(آرتيفیشل اینټلیجنس) پر بنسټ د پروګرامونو د کارولو شرعي حکم تشریح کړ او وې ویل: د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د قرآن تفسیر شرعاً جایز نه دی.
د خبر لمبر: 3492377   خپرونې تاریخ : 2026/01/29

ایکنا - جاپان غواړي د مسلمانانو د زیاتېدونکي شمېر له امله، په عامه ځایونو کې د لمانځه اسانتیاوې پراخې کړي.
د خبر لمبر: 3492368   خپرونې تاریخ : 2026/01/27

ایکنا - زمونږ خبریال د ایکنا له قوله راپورراکړ ، امریکايي سناتور مارک وارنر په فرورۍ په میاشت کې، د روژې له پیل څخه مخکې، په خپلو پام وړ څرګندونو کې په لوېدیځ کې د مسلمانانو او عربانو پر وړاندې د توپیر او تاوتریخوالي د څپې پر وړاندې د درېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492314   خپرونې تاریخ : 2026/01/14

ایکنا - د یمن په میلیونونو خلکو پرون د جمعې ورځې ددغه هیواد د صنعا پشمول په نورو لسګونو ښارونو کې د «قرآن کریم او فلسطین د ملاتړ لپاره بسیج او چمتووالی» په عنوان سره  لاریونونه وکړل. دوي د قرآن کریم نسخې له ځان سره پورته کړې وې  او د اعتراضي شعارونو په ویلو سره ئې د قرآن کریم او د مظلوم فلسطیني ولس ملاتړ اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3492189   خپرونې تاریخ : 2025/12/20

ایکنا - په یونسکو (د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري ادارې ) کې د عراق استازي وړاندیز کړی چې د سپېڅلي پیغمبر حضرت محمد(ص) د نیکمرغه میلاد ورځ او د قرآن کریم دوسیه د نړیوال میراث په فهرست کې شامله شي، څو د آسماني کتاب قرآن کریم د سپکاوي مخه ونیول شي.
د خبر لمبر: 3492186   خپرونې تاریخ : 2025/12/20

د انګلستان حکومت د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ د نوي تعریف د تصویب په درشل کې دی؛ داسې تعریف چې ظاهرا «له اسلامه د ویرونې » اصطلاح پکې نه ده شامله.
د خبر لمبر: 3492177   خپرونې تاریخ : 2025/12/18

ایکنانیوزد الجزیره له قوله راپور راکوي، د  شناندو په وینا،د وحشي صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر  په غزې کې د جنګ  ضده اعتراضونه د سیډنې د پيښې  سره له تړلو سره، په لویدیځ کې د یهودیانو لپاره  له امنیتی ګواښه په سیاسی استفادې سره سناریو جوړوي.
د خبر لمبر: 3492173   خپرونې تاریخ : 2025/12/17

ایکنا - په استرالیا کې د یهوداو پر جشن د خونړي برید په غبرګون کې پراخ غبرګونونه راپورته شوي دي. د استرالیا د امامانو ملي شورا دا برید په سختو ټکو غندلی دی.
د خبر لمبر: 3492162   خپرونې تاریخ : 2025/12/15