iqna

IQNA

بچوې
د رمضان مبارکه میاشت
ایکنا-(تهران) د قرآن د قرآیتونو په اساس، د قدر شپه دخداوندمتعال په نزد ترټولو بافضیلته شپه ده چې لپاره  ئې په زرګونو ثوابونه او خبرې وئيل شوي او لیکل شوي دي. دغه شپه داسې ځاص عملونه او ځانګړنې لري چې په مسلمانانو کې ځاص ارزښت او ځائيګی لري.
د خبر لمبر: 3487161    خپرونې تاریخ : 2023/04/10

ایکنا-(تهران) د روژې په مبارکې میاشتې کې په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام په سپيڅلي حرم کې هره ورځ د قرآن کریم د یوې سپارې قرائت دستورې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487160    خپرونې تاریخ : 2023/04/09

ایکناـ(تهران) د افغانستان په تیره بیا د پلازمینې کابل ښوونکي او د ښوونځیو مدیران د ایران د معلمانو او مدیرانو له روزنیزو تجربو د ګټه پورته کولو لیواله دي
د خبر لمبر: 3487159    خپرونې تاریخ : 2023/04/09

ایکنا-(تهران)د تهران د قرآن په نندارتون کې ګډون کونکي د تایلینډ مبلغ  ووئيل، د ایران د قرآڼ نندارتون په جذابو برخو کې له ماشومانو سره اړونده برخې دي چې  هڅه شوې ده ،اسلامی او قرآني مفهومونه دوي ته په ساده ژبه منتقل شي.
د خبر لمبر: 3487158    خپرونې تاریخ : 2023/04/09

ایکنا-(تهران) د جرمني په برلین کې د امام علی(ع)د اسلامی مرکز د قرآن کریم د سیالیو شپږم پړاؤ په دغه مرکز کې د قرائت ،حفظ اوآذان په درو څانګو کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487156    خپرونې تاریخ : 2023/04/09

ایکنا-(تهران) د تهران د قرآڼ دیرشم نړیوال نندارتون نړیواله برخه  د اسلامی نړۍ د ۲۱هیوادونو د قرآني فعالانو او هنرمندانو په شتون سره د حضرت امام خمیني مصلی یا عیدګاه په ستر هال کې دترسره کیدا په حال کې دی
د خبر لمبر: 3487154    خپرونې تاریخ : 2023/04/08

ایکنا-(تهران) د روژې د مبارکې میاشتې له رارسیدا سره په یووخت ، په اسلامی هیوادونو کې روژتي مسلمانان په ورځې کې ځيني فرصتونه ، د کلام الله مجید تلاؤت ته بیلوي.
د خبر لمبر: 3487153    خپرونې تاریخ : 2023/04/08

ایکنا-(تهران) د ؛قرآني ډيپلوماسي ،د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری ډپيلوماسۍ د لوړتیا لپاره بیلګه ؛نومې سمینار کې حاضرو قرآني کارپيژاندو او څيړانو،چې د قرآن نندارتون په نړیوالې برخې کې ترسره شو،د نړۍ له هیوادونو سره په سیاسی او کلتوري مراوداتو کې له قرآني ډيپلوماسۍ څخه د استفادې پر ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487151    خپرونې تاریخ : 2023/04/08

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ځوان قاري یونس شاهمرادی دعربستان د عطرالکلام  د آذان او د قرآڼ دنړیوالو سیالیو ددوهم پړاؤ په فینالمرحلې کې بریالی شو،دعربستان او مراکش له قاریانو سره په سیالۍ کې د قرآڼ دقرائت په برخې کې لومړي مقام ترلاسه کړي.
د خبر لمبر: 3487150    خپرونې تاریخ : 2023/04/08

قرآنی شخصیّتونه/36
ایکنا-(تهران)د حضرت یونس قوم د الهی عذاب د نښو نښانو له لیدو وروسته توبه وکړه اوایمان ئې راوړ،خو یونس د هغوي په نسبت صبر او زغم څخه  کار  وانخست او له خدايه ئې یوازې د هغوی دعذاب غوښته وکړه؛ په همدې خاطر خداوندمتعال پر یونس سختي وکړه اوهغه لوي او خطرناک کب( وهیل فیش)تیر کړ.
د خبر لمبر: 3487145    خپرونې تاریخ : 2023/04/06

ایکنا-(تهران) حقیقي عارف هغه نه دی چې یوازې پر روحانیّت تمرکز وکړي او له ظلم او کړاؤه غافل شي، بلکې  عرفان ایجابوي چې  هغه دنورو دحقوقو په باب بې پروا نشي پآتیکیدلی.
د خبر لمبر: 3487138    خپرونې تاریخ : 2023/04/05

د قرآن د تلاؤت هنر/30
ایکنا-(تهران) په دوهم نړیوال جنګ کې کینیډائي پیلیوټ،د مصر د یوه مشهور قاري محمد رفعت د غږ په آوریدو سره له اسلام سره ګروهمن کیږي . دغه دلچسپي لامل شوه څو  د رفعت د موندلو لپاره مصر ته لاړ شي او د هغه په شتون کې مسلمان شي.
د خبر لمبر: 3487137    خپرونې تاریخ : 2023/04/05

ایکنا-(تهران) دایران د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر محمد مهدي اسماعیلی د قرآني  نندارتون د نړیوالې برخې د پرانیستې په دستورو کې  ووئيل، سږکال ددنیا د یویشت هیوادونو خلک په دغه نندارتون کې موجود دي  چې هیله کیږي،  وحدت رامینځةکونکي ناستې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3487133    خپرونې تاریخ : 2023/04/04

ایکنا-(تهران) په ایټالیا کې له انټرمیلان فټبال کلب سره د فیورنټینا فټبال کلب د لوبې په وخت په ګراؤند کې د ډاکټرانو د شتون له امله په لنډې وقفې کې د فیورنټينا د ټيم د مراکشي لوبغاړی سفیان امرابط روژماتي او ددغه فرصت د برابرولو په خاطر د هغه دټيم لوبغاړي لوکارانیری  اقدام  په ټولنیزو چینلونو کې پراخ غبرګونونه درلودلي دي.
د خبر لمبر: 3487132    خپرونې تاریخ : 2023/04/04

ایکنا-(تهران)د روژې په مبارکې میاشتې کې له قرآن کریم سره دانس محفل د سویډ په پلازمینې سټاکهم کې په امام علی(ع) اسلامی مرکز کې ترسره کیږ.ي
د خبر لمبر: 3487128    خپرونې تاریخ : 2023/04/03

ایکنا-(تهران)د هندوستانو یو غوره او نامتو خوشنویس حسن ګوري ، دهند په ممبئ کې د ایران د کلتوري خونې په غږملتیا سره  د تهران د قرآن دنړیوال نندارتون په دریرشم پړاؤ کې شتون پیدا کړ.
د خبر لمبر: 3487127    خپرونې تاریخ : 2023/04/03

ایکنا-(تهران)د ژوند له ماډرن کیدا او د ساعت تیري   او د لوبو دشیانو ډ ډيرو ډولونو له برابریدا سره سره  په عمان کې  د ؛قرنقشوه ؛ نومې دستور  تر اوسه پورې ژوندی  دی . ماشومان همداراز فانوس په لاس کې د سرود په وئيلو سره د روژې دمبارکې میاشتې هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3487123    خپرونې تاریخ : 2023/04/02

ایکنا- (تهران) دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د قرآن کریم د دیرشم نړیوال  نندارتون او د قرآڼ کریم د خادمانو د شپږویشتم سمینار د پيل په ددستورو کې چې د تهران د امام خمینی مصلي کې ترسره شوې ووئيل، ستر او حجاب قانوني بڼه لري  او ټول دغه قانون ته پابنده یوو. علمي اوکلتوری مرکزونه او ښونځي دې د حجاب او ستر موضوع ته جدی توجه وکړي او  دا موضوع بحث او د نظرڅرګندونو ته وړاندې کړي څو په دغې موضوع کې  دهغو کسانو لپاره چې پوښتنه کوي،لازیات معلومات ولرل شي.
د خبر لمبر: 3487121    خپرونې تاریخ : 2023/04/02

ایکنا-(تهران) د دوبئ جایزې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو په شپږمه شپه دافریقا دمختلفو هیوادونو څلور  او دانډونیشیا او یمن دوه سیالي کونکو خپلې وړتیاوې نندارې ته وړانډې کړې.
د خبر لمبر: 3487117    خپرونې تاریخ : 2023/04/01

ایکنا-(تهران)د قرآن کریم د قرائت  او د روژې دمبارکې میاشتې  له علومو او معارفو څخه دالهام اخستو ترټولو ښه وخت ، د قرآن کریم د نزول میاشت ده ،  په همدې اساس ددغې میاشتې تر  ټولو برلاسه عبادت ، د قرآن تلاؤت او  په حقایقو  او معنا کې ئې تفکر دی.
د خبر لمبر: 3487114    خپرونې تاریخ : 2023/03/30