افراطیان - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا- په وروستیو کلونو کې د عقیدې د څرګندونې د حق او د بیان د آزادۍ په توجیهه سره په ځينو لویدیځي هیوادونو کې د قرآن کریم سپکاوي په کرتو تکرار شوي دي،دا په داسې حال کې دي چې د صهیونیسټ رژيم په جنایتونو نیوکې او د فلسطین له مظلوم ولسه ملاتړ،ددغه هیواددونو له ترټولو سختو او پيچلو امنیتي چلندونو سره مخامخ کیږي.
د خبر لمبر: 3490930   خپرونې تاریخ : 2025/04/09

ایکنا-  د کشمیر په سرینګر ښار کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت  د قرآني او اسلامی خوشخطۍ نندارتون ترسره شو.  
د خبر لمبر: 3490865   خپرونې تاریخ : 2025/03/26

ایکنا- د جرمنی  پولیسو د دویسبرګ ښار په شمال لویدیځ کې د یوه جومات په ضد د بم کیښودنې په ګواښ مشتمل د یوه ایمیل په ترلاسه کولو پسې دغه ځاي خالی کړ.
د خبر لمبر: 3490528   خپرونې تاریخ : 2025/01/26

ایکنا -  د کشمیر مسلمانو فعالانو  د هندی کشمیر په سیاسی ، کلتوري او اجتماعي جوړښت او د مسلمانو  په هویّت په بې آمانه حملې کې دهندي حکومت اقدامات په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3490439   خپرونې تاریخ : 2025/01/09

ایکنا - د انګلستان د اسلامی شورا  په یوې اعلامیې کې  په انګلستان کې  له اسلامه د ویرونې د پروسې د زیاتیدا د خطرې  دټلۍ دکړنګیدا  خبر ورکړی او دغې موضوع په باب ئې خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3490398   خپرونې تاریخ : 2025/01/01

ایکنا – یوه وروستۍ نظر غوښتنه ښئ چې  په هرو درو بریتانوي مسلمانانو کې یو کس د مسلمانانو په ضد د نفرت او له اسلامه د ویرونې د پروسې د زیاتیدا په دلیل  له دغه هیواده د وتلو په فکر کې دی.
د خبر لمبر: 3490192   خپرونې تاریخ : 2024/11/21

ایکنا -  خبری سرچینو د تلمودي دود او دستور د ترسره کولو لپاره  په الاقصی جومات د څه دپاسه زرو صهیونیسټي یهودیانو د یرغل خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3490048   خپرونې تاریخ : 2024/10/23

ایکنا – د انګلستان ګارډیّن ورځپاڼې  په یوه مطلب کې په دغه هیواد کې د مسلمانانو په ضددتوکمپالنې په شتون اعتراف وکړ.
د خبر لمبر: 3489689   خپرونې تاریخ : 2024/08/13

ایکنا – په بریتانیا کې د زوړپالو افراطی پلویانو د بلواؤ او ناآرامیو په اومې ورځې په لسګونو مسلمانانو په برمینګم کې د یوه جومات د ملاتړ لپاره حفاظتي کړئ جوړه کړه.
د خبر لمبر: 3489662   خپرونې تاریخ : 2024/08/08

ایکنا - د هندوستان زیاتره مسلمانان د افراطي هندوانو په وسیله د یوشمیرمسلمانانو د هیڅ په هیڅه وژلو پسې ددغې افراطي او ناغیړي پرګنې دتاؤتریخجنو  اقداماتو په دوام  ډیر اندیښمن دي .
د خبر لمبر: 3489129   خپرونې تاریخ : 2024/04/29

ایکنا- په سویډ کې ناپيژاندو کسانو د یوه جومات په دیوال باندې د توکمپالو شعارونو په لیکلو سره د مسلمانانو د وژلو غوښته کړې ده .
د خبر لمبر: 3488790   خپرونې تاریخ : 2024/02/26

ایکنا-(ډیلی) د افراطي هندوانو یوه زوړپال پادري یا پجاری  ددې خبرې په کولو سره چې  اسلام د هندوانو او صهیونیسټانو مشترک دښمن دی ، له صهیونیسټانو بشپړ ملاتړ اعلان کړ،چې په ټولنیزو چینلونو کې سخټ رټل شوی دی.
د خبر لمبر: 3488116   خپرونې تاریخ : 2023/10/16

ایکنا-(واشنګټن) هندی مسلمانان  چې له هرپلوه له دسیسو او نفرتونو سره مخ دي، په هندوستان کې د اجتماعی او سیاسی مشکلاتو په رامینځةکیدا کې ، دناروغیو په خپریدا کې،د آبادۍ تر چاودیدونکي حده په زیاتیدا  کې  او دغه راز دهرډول ترینګلتیاؤ زمه وار ګڼل کیږي او دغه نفرت له واټه تر پارلیمانه رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3488076   خپرونې تاریخ : 2023/10/09

ایکنا-(کویټه) د د بلوچستان صوبې د مستونګ د پولیسو یوه افسر جاوید لهړي په وینا چاودنه د مستونګ په الفلاح سړک کې د جومات ترڅنګ شوې او دد یوه ډيس ایس پي پشمول 47 کسان پکې شهیدان شوي دي او کابو 60 ټپیان هم روغتونونو ته منتقل کړئ شوي دي
د خبر لمبر: 3488023   خپرونې تاریخ : 2023/09/29

ایکنا-(کینیډا)له اسلامه د ویرونې له پروسې سره  د مبارزې پاره لومړنۍ کینیډائي  چارواکې په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دی  په وروستیو کلونو کې په کینیډا کې  له اسلامه  ویرونه ،تر یو اویافیصدو پورې  زیاته شوې ده .
د خبر لمبر: 3487970   خپرونې تاریخ : 2023/09/18

ایکنا-(هند ) په هندوستان په تیره بیا په هاریانه صوبې کې افراطي زوړپالو هندوانو اقدامات، د فلسطین دخلکو د تاریخ اومیراث دحذفولو لپاره په هڅې کې د صهیونیسټي رژيم د سیاستونو انعکاس دی. داسې ښکاري  چې د مودي سرکار  دحکومت چارواکي له تل ابیب سره  د نزدو اړیکو پر ټينګولو سربیره د مسلمانانو د ځپلو لپاره ددغه وحشي رژيم  له اقداماتو آئيډیا  اخلي.
د خبر لمبر: 3487934   خپرونې تاریخ : 2023/09/10

ایکنا(بروکسل) په بیلجیّم کې  عدالت فیصله کړې چې په نوروهیوادونو کې دجوماتونو لپاره د پیسو غونډول یا چنده غونډول قانونی اقدام دی.
د خبر لمبر: 3487664   خپرونې تاریخ : 2023/07/22

ایکنا-(سویډ) په سویډ کې دقرآن سوځونې اوسپکاوي کونکی عامل سلوام مومیکا  چې  یوځل بیا ئې په سپین سترګیتوب سره اعلان کړی چې د خدای الهی کلام به دعراق له بیرغ سره یو ځای وسوځوي ،روښانه کړې ده ،د سویډ چارواکو ورڅځه نور له ملاتړه لاس اخستی او شاتګ ئې کړی دی.
د خبر لمبر: 3487656   خپرونې تاریخ : 2023/07/20

د قرآن د حرمت  او احترام په خاطر
 ایکنا-(بغداد) د قربانی د لوي اختر له ورځې سره سم، د سویډ یوه افراطي ملحد په سټاکهم کې په مرکزي جومات کې د قرآن کریم یوه نسخه وسوځوله، ددغه شیطاني  اقدام په غبرګونونو کې د خلکو کرکه اوغوسه هماغه شان نندارې ته وړاندې کیږی او دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  ئې محکومیّت او سپير اقدام غندل کیږي. په دې مینځو میان کې البته ځينو مسلمانانو په سمبولیک  اقداماتو سره ښودلې ده چې کلام الله  مجید د اسلام په پاک دین کې له ډير لوړ منزلت او عظمت څخه برخمن دی اوډير زیا پاکوالی لري.
د خبر لمبر: 3487564   خپرونې تاریخ : 2023/07/02

ایکنا-(ماسکو) د سویډ پولیسو د چارشنبې په ورځې  په یوه سپک او ځيږ اقدام کې  په سټاکهم کې له یوه جومات سره نزدې د  قرآن سوځونې مجوز صادر کړ  چې پراخ نړیوال اعتراضونه او محکومیّتونه ئې په ځان پسې درلودلي دي .
د خبر لمبر: 3487554   خپرونې تاریخ : 2023/06/30