قرآنی انس

IQNA

بچوې
ایکنا- د ایران د اسلامی  جمهوریت  ولسمشر د ایران او پاکستان ترمینځ پر غوره  او ژوَرو اړیکو ټینګار وکړ او له پاکستان سره ئې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او امنیتي برخو کې د اړیکو د لا ژورَولو او د دواړو هېوادونو د ملګرتیاؤ د پراختیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت  چمتووالی اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3493176   خپرونې تاریخ : 2026/08/12

ایکنا- د الازهر د اسلامي څېړنو مجمع د «شبهې او ځوابونه» په  سرلیک سره د غونډو د لړۍ دریمه غونډه جوړه کړه او هغه ادعاوې ئې رد کړې چې ګواکې د قرآن کریم د ټولولو او لیکلو پر مهال د قرآن ځینې آیتونه له منځه تللي یا په هغه کې غیرمعتبر متنونه ورزیات شوي دي.
د خبر لمبر: 3493173   خپرونې تاریخ : 2026/08/12

 د مسلمانوعالمانو نړیواله اتحادیه!
ایکنا-  د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادئې مشر علی قره داغي ،د لوی عالم او مجاهد شیخ محمد سعید کعباش د مړینې  په مناسبت د الجزایر ولس او  اسلامی امت ته تسیلیّت ووایه.
د خبر لمبر: 3493172   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- د اروپا او اسیا د ۲۳ هېوادونو عمره‌کوونکو د یوه پروګرام په ترڅ کې، چې د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت له خوا جوړ شوی و، په مدینې منورې کې د ملک فهد د قرآن کریم د چاپ او خپرولو له کمپلیکس څخه لیدنه وکړه.
د خبر لمبر: 3493171   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- محمود حسن اشرفي، د بنګله‌دېش یو ۱۸ کلن نابینا ځوان دی چې د سعودي عربستان د قرآن کریم د ۴۶  نړیوالې سیالۍ په وروستي پړاو کې په مکه مکرمه کې ګډون کوي.
د خبر لمبر: 3493170   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- داپه داسې حال کې ديچې تیر میاشت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران د اسلامی جمهوریت د کورنیو چارو د وزیر سکندر مومنی  په اسلام اباد کې کوربه ؤ.
د خبر لمبر: 3493169   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- د پاریس په لوور میوزیم کې د اسلامي هنرونو په اړه یو نندارتون پرانیستل شو. په دغه نندارتون کې د دغه میوزیم د اسلامي هنرونو له ټولګې څخه کابو ۵۰ اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د خبر لمبر: 3493168   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- مري بتول الطعمه له درو لسیزو څخه ډېره موده په بریتانیا کې د تازه مسلمانانو خدمت ته وقف کړې ده. هغې په ۲۰۲۶ کال کې د نوو  مسلمانانو د ملاتړ په برخې کې د خپلو تلپاتې خدمتونو د درناوي په موخه د مادام العمر لاسته‌راوړنې جایزه ترلاسه کړه.
د خبر لمبر: 3493167   خپرونې تاریخ : 2026/08/11

ایکنا- د بریتانیا د لندن ښاروال په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې له اسلامه د ویرونې پروسه د دې لامل کېږي چې بریتانوي مسلمانان ځانونه د دویمې درجې ښاریز احساس کړي.
د خبر لمبر: 3493166   خپرونې تاریخ : 2026/08/10

ایکنا- د عبري رسنیو د راپورونو له مخې، د صهیونیستي رژیم امنیتي ادارې پر یوې داسې طرحې غور کوي چې له مخې به ئې پوځ  د غزې له ځینو برخو څخه شاتګ وکړي او خپل ځای به یوه څو مليتي قدرت ته پرېږدي.
د خبر لمبر: 3493165   خپرونې تاریخ : 2026/08/10

ایکنا- په ملایشیا کې د جاپاني حلالو خوراکي محصولاتو د غوښتنو له زیاتېدو سره، جاپاني شرکتونو دې مخ پر ودې بازار ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
د خبر لمبر: 3493164   خپرونې تاریخ : 2026/08/10

ایکنا- په فرانسې کې یوې محکمې، پاریس ته څېرمه د یوه جومات د قرآن کریم د تلاوت په پلمه د شپږو میاشتو لپاره د تړلو پرېکړه تایید کړې ده؛ دغې قضیې د اسلامي عقایدو او عبادتونو پر وړاندې د حکومت د څارنې په اړه نوې اندېښنې راولاړې کړې دي.
د خبر لمبر: 3493163   خپرونې تاریخ : 2026/08/10

 ایکنا- ؛کردان او د قرآن ژبه» نومې مستند فلم د عراقي فلم جوړونکي او تهیه کوونکي «حیدر غني» نوې پروژه ده چې د عراق په کردستان کې فیلمبرداري شوې ده.
د خبر لمبر: 3493162   خپرونې تاریخ : 2026/08/10

د وحی پیغام!
ایکنا- د قرآن کریم  د انفال سورې په ۲۷ آیت کې راغلي دي؛ یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا لَا تَخُونُوا اللَّهَ وَالرَّسُولَ‌،  ائ مومنانو  له خداي او پیغمبر سره خیانت مه کوي::
د خبر لمبر: 3493161   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

د پزشکیان د ولسمشرۍ ددریم کال پيل!
ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  د ولسمشرۍ ددریم کال له پيلیدا سره په یووخت د  اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید  مجتبی حسینی خامنه اي سره وکتل.
د خبر لمبر: 3493160   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

ایکنا- یو فرانسیسی فعال سباستین،  د ترکیې په اډانه ښار کې د «فلسطین کاروان» په نوم د همپالنې په حرکت کې د ګډون پر وخت  د شهادتینو په ویلو سره مسلمان شو او د ځان لپاره ئې د «یوسف» نوم غوره کړ.
د خبر لمبر: 3493159   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

د آیت‌الله یعقوبي نظر!
ایکنا- آیت‌الله شیخ محمد یعقوبي، چې د  اهل تشیّع یو  دیني مر جع دی، په اوسنۍ زمانې کې د رسنیو د مسؤلیت پر حساسیت ټینګار وکړ او د پېښو په رامنځته کولو او بڼه ورکولو، د عامه افکارو په لارښوونه او د ټولنو د پوهاوي په لوړولو کې یې د رسنیو رول ټاکونکی وباله.
د خبر لمبر: 3493158   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

ایکنا- د ترکیې په ختیځ اناتولیه کې د «ګوندوزبي» نومې د اوبو رسولو تأسیسات په داسې ځای بدل شوي چې هېڅکله پکې د قرآن کریم غږ نه خاموشېږي؛ دا یو داسې دود دی چې له څه باندې درې لسیزو راهیسې شپه او ورځ، پرته له وقفې، په کې دوام لري.
د خبر لمبر: 3493157   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

ایکنا- د امام حسین(ع) د سپېڅلي حرم دارالقرآن، چې د نجف له علمي حوزې سره په همکارۍ ئې د امام حسین(ع) د اربعین په مناسبت د قرآني تمځایونو طرحه جوړه کړې وه، له ۸۰ زرو څخه زیاتو زائرینو ته د خدمت له وړاندې کولو وروسته دغه طرحه پای ته ورسوله.
د خبر لمبر: 3493156   خپرونې تاریخ : 2026/08/09

 د پاکستان دفاع وزیر د سعودي عربستان او ترکیې له هېوادونو سره د خپل هېواد ګډ دفاعي تړون د اسلامي نړۍ د یووالي د پیاوړتیا او د ګډو ننګونو د حل لپاره یو نوی فرصت وباله او وې ویل؛د اسرائیلو تیریګر رژیم  زمونږ ټولو لپاره یو ګواښ دی؛ نو مسلمان هېوادونه باید د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره د خپل یووالي پیاوړتیا او همغږۍ، تګلارې تعقیب کړي.
د خبر لمبر: 3493154   خپرونې تاریخ : 2026/08/09