قرآنی انس - پاڼه 3

IQNA

بچوې
ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي له وروستیو څرګندونو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې اسلامي امارت هم د ایران خپلواکۍ او کورنیو چارو ته درناوی لري.
د خبر لمبر: 3493122   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د عراق د امنیتي رسنیو مرکز اعلان کړی چې د محرم میاشتې له پیل راهیسې تر اوسه پورې کابو  ۳.۵ میلیون  بهرني زائران عراق ته داخل شوي دي.
د خبر لمبر: 3493118   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د «فلسطین د ملاتړو کاروان» له فرانسې څخه له حرکت وروسته، د دې لپاره چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم روان نسل‌وژنې ته د نړیوالو پام  واړوي او له فلسطین سره د پیوستون پیغام ورسوي، د بوسنیا او هرزېګوینا مسلمان مېشت ښار سربرینیتسا ته ورسېد.
د خبر لمبر: 3493117   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د سپېڅلي آستان فرهنګي موکب، چې د نجف اشرف او کربلا معلی ترمنځ د زائرانو پر لار جوړ شوی، د امام حسین(ع) د اربعین د زائرانو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3493116   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د هندوستان د آسام صوبې په یوه جومات کې د قرآن کریم یوه نادره خطي نسخه ساتل کېږي، چې لا هم د دیني او فرهنګي میراث مینه‌وال او لیدونکي ځان ته راجلبوي، ځکه دا د دې سیمې د بېلابېلو دینونو د پیروانو ترمینځ د اوږدمهاله ګډ او همغږي ژوند شاهد ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3493115   خپرونې تاریخ : 2026/08/02

ایکنا- د فارسی  موّرخ  په زعفرانو اوبو سره د قرآن کریم یوه ترټولو پخوانۍ بشپړ نسخه د ایران د اسلامی ج مهوریت د عملی  او کلتوري  شخصیّتونو په شتون سره د ایران د  حکمت ملی کتابتون په ستر هال کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3493114   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا- د حضرت امام حسین علیه السلام  او د حضرت ابوالفضل العباس علیه اسلام  د مقدسو حرمینو ترمینځ  واټن ؛بین الحرمیّن؛ نن سبا  د هغو میلیوني خلکو له  ولولناکو او له روحانیّت ډکو دستورو په اوج کې د شتون شاهد دی چې  په ولولې معنویّت او ارادت او کلک هوډ سره  په د غه مقدس ځاي کې په زیارت او عبادت بوختیږي.
د خبر لمبر: 3493113   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

د ملایشیا د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو شپږشپېتم (۶۶مه)پړاؤ به د روان کال د تلې میاشتې له ۱۲ تر ۱۸ پورې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3493112   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا- د حسیني اربعین د میراث دریمه نړیواله غمیزه د علم او فرهنګ پوهنتون له لورې ترسره شوه؛ هغه سوګواره چې د اربعین د پوهې، هنر او تمدني میراث انځور وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3493111   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکا- په ټولنیزو  چینلونو کې فعالانو د غزې د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ اغېزشیندونکي ویډیو خپره کړې، چې د مور له شهادت او د یوازیتوب له سختو شېبو وروسته، قرآن کریم د هغې د مات زړه پناه ګرځېدلی دی.
د خبر لمبر: 3493110   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا- د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د «ملک عبدالعزیز» د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر د ۴۶  نړیوالو سیالیو نوي جزئیات اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3493109   خپرونې تاریخ : 2026/08/01

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت  نړیوال قاری  او تکړه قرانی فعال محمد جواد پناهي  د حضرت امام رضا علیه السلام په مقدس حرم کې  د توبې مبارکې سورې  له ۱۱۱ آیت څخه تر ۱۱۲ پورې د آیتونو په زړه پورې تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3493106   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا - د کربلا ولایت مسئولانو د اعلان له مخې، دغه ولایت به د حسینی اربعین د زائرینو د مناسب هرکلي او خدمت لپاره له چهارشنبې څخه تر دوشنبې پورې په رسمي توګه رخصت وي.
د خبر لمبر: 3493105   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا- د مصر د نړیوالو قرآني سیالیو د درې دېرشم پړاو د ګډونوالو وروستۍ شفاهي ازموینې ترسره شوې
د خبر لمبر: 3493104   خپرونې تاریخ : 2026/07/30

ایکنا- د مصر د البحیره ولایت د اوقافو ادارې په ځانګړو مراسمو کې د قرآني ټيلوېژني سیالۍ «دولت  یا محفل تلاوت» د  قضاوت  د کمېټې له یو شمېر غړو څخه ستاینه او درناوی وکړ.
د خبر لمبر: 3493100   خپرونې تاریخ : 2026/07/29

د لاهور پوهنتون استاد!
ایکنا-  د پاکستان د لاهور پوهنتون یو  استاد لیکلي چې جان اسپوزیتو د اسلامي مطالعاتو په پراخولو، د  دینونو ترمنځ د خبرو اترو په پیاوړتیا او د موروثي تعصبونو او ناسمو انګېرنو په ننګولو سره، د  اوسمهاله زمانې د اغېزشیندونکو  مفکرانو په ډلې کې یو تلپاتې مقام خپل کړ.
د خبر لمبر: 3493094   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

ایکنا-  د ایران د یوه نړیوال قاری او تکړه قرآنی فعال محمد جواد کاشقی  د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې  د شوری سورې  له ۱۷ تر ۲۲ پورې د آیتونو او دغه را زد عصر سورې  په زړه پورې تلاؤت کړی دی.
د خبر لمبر: 3493093   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

ایکنا- د حسيني اربعین په رانږدې کېدو سره، د حضرت اباعبدالله الحسین (ع) په لکونو مینه‌وال او زائران د کربلا معلی پر لور په پلي مزل بوخت دي، څو ځان د هغه حضرت سپېڅلي حرم ته ورسوي.
د خبر لمبر: 3493092   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

ایکنا- د قطر د اوقافو او اسلامي چارو وزارت د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۴مه، د «تر ټولو  غوره» په نوم د  قرآن کریم  د نړیوالو سیالیو  د دریمې مرحلې مقدماتي پړاو پیل کړ.
د خبر لمبر: 3493090   خپرونې تاریخ : 2026/07/28

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، سیمه ییز جنګ د هیچا په ګټه ندی او مونږ نه غواړو چې پاکستان کې نا امني وي، ځکه دغه چاره د افغانستان په زیان هم ده.
د خبر لمبر: 3493087   خپرونې تاریخ : 2026/07/27