قرآنی انس - پاڼه 4

IQNA

بچوې
ایکنا- د حضرت عباس (ع) د سپېڅلي حرم د قرآن علمي ټولګې په عراق کې د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د اربعین د قرآني تمځایونو د تنظیم لپاره مقدماتي غونډه ترسره کړه.
د خبر لمبر: 3493086   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

ایکنا- شیخ عوض عبدالله الفردي نه یوازې د مصر د  دولت یا محفل تلاوت  نومې ټيلیویژني قرآني سیالۍ تر ټولو مشر ګډونوال ؤ ، بلکې د دې پروګرام تر ټولو الهام‌بخښونکی شخصیت هم ګڼل کېږي.
د خبر لمبر: 3493085   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

د مصر د اوقافو وزارت !
ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د ۱۹۶۱ کال د جولائی په  ۲۳  نېټې د قرآن کریم د لومړي ثبت شوي ترتیل شوي تلاوت د بشپړېدو د کلیزې په مناسبت اعلان وکړ چې دا پروژه د قرآن کریم د خدمت او په ټولې نړۍ کې د هغه د خپرېدو په برخې کې یو مهم تاریخي پړاو ؤ.
د خبر لمبر: 3493084   خپرونې تاریخ : 2026/07/27

ایکنا- د کربلا سپېڅلی ښار پرون د «نداء الاقصی» نومې  پنځم نړیوال کنفرانس کوربه ؤ. په دغه کنفرانس کې د بېلابېلو هېوادونو پلاوي او شخصیتونه ګډون وکړ،او  د فلسطین د آرمان د ملاتړ لپاره د رسنیو او روایت رول ئې وڅېړ  او د ناسمو معلوماتو پر وړاندې ئې د مبارزې او عامه پوهاوي د رامنځته کولو لپاره د حسیني انقلاب له اصولو پر الهام  اخستو  وشو .
د خبر لمبر: 3493078   خپرونې تاریخ : 2026/07/26

ایکنا- د الازهر د افراطیت ضد څار مرکز د ۲۰۲۶ نړیوال جام د سیالیو پر مهال د اسلام‌ضده پروسې او کرکې د خپرېدو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خبر لمبر: 3493076   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

د سینګاپور باعلوي جومات؛
ایکنا- د سینګاپور باعلوي جومات د اسلامي میراث د ساتنې او معرفي کولو په یو مهم مرکز او د بېلابېلو دینونو د پیروانو ترمینځ د ګډ ژوند او خبرو اترو په یوه پُل بدل شوی دی.
د خبر لمبر: 3493075   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

ایکنا- د امریکا د کانګرس  استازو مجلس  پرون ناوخته د جنګ د واکونو قانون (War Powers Act) له مخې د دوهم ځل لپاره یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پابند کوي،څو امریکایي پوځي ځواکونه له ایران سره له روان  جنګ  وباسي.
د خبر لمبر: 3493071   خپرونې تاریخ : 2026/07/25

د سپاه پاسدارانو خبرداری!
ایکنا- سپاه پاسدارانو په سیمې کې د امریکائي پوځي مرکزونود کوربه هیوادونو  خلکو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی، دامریکائي پوځيانو د پوښښ اوپټيدا  له ځایونو دې فوري لیرې شي.
د خبر لمبر: 3493070   خپرونې تاریخ : 2026/07/24

ایکنا- د امریکا د ټیکساس ایالت په شمالي سیمو کې بېلابېلو جوماتونو د اسلام  د  دین له ښوونو سره د خلکو د لا زیاتې بلدتیا په موخې سره  خپلې دروازې د عامو خلکو پر مخ پرانیستي دي.
د خبر لمبر: 3493069   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا – په لبنان کې د «سراج میډیا» رسنیزې ډلې د سل ورځني پروګرام او د مستحبي عبادتونو او ورځنیو تلاوتونو د لارې نقشې په جوړولو سره داسې فرصت برابر کړی چې ځوان نسل یوازې د ماتم په شپوورځو کې نه، بلکې د خپل ورځني ژوند په بهیر کې هم د مقاومت د سیدالشهدا له عملي مکتب سره مل پاتې شي.
د خبر لمبر: 3493068   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا- ملایشیا د پرله‌پسې څو کلونو لپاره یو ځل بیا د  مسټرکارډ – کریسنټ ریټینګ ۲۰۲۵» د مسلمانانو د نړیوال سفر په  ګراف کې لومړی مقام خپل کړ او د نړۍ د غوره حلال ټوریزم  مقصد په توګه ئې خپل ځای  ټينګ وساته.
د خبر لمبر: 3493067   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا-  ګینه هیواد  له فرانسې څخه په رسمي ډول غوښتي چې د لوېدیځې افریقا د فرانسوي استعمار پر ضد د مبارزې د مخکښ رهبر ساموري توره  شخصي قرآن کریم دې بېرته دغه هېواد ته وسپاري.
د خبر لمبر: 3493065   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا- د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ بلاخره  له سعودي عربستان سره د غیر پوځي ایټمي ملګرتیا هغه تړون لاسلیک کړ چې د دغه هېواد په خاورې کې د یورانیمو د بډایولو لپاره لاره هواروي.
د خبر لمبر: 3493064   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

حجت‌الاسلام خاموشي:
ایکنا-  د ایران د اوقافو او خیریه چارو د ادارې مشر وویل، که لازم شرایط برابر  وي، نو د قرآن کریم د ۴۹  عمومی  سیالیو وروستۍ مرحله او همدارنګه د قرآن نړیوالې سیالۍ به د هېواد د شرایطو په اساس، یا په حضوري او یا هم په غیرحضوري ډول ترسره شي.
د خبر لمبر: 3493063   خپرونې تاریخ : 2026/07/23

ایکنا – د بریتانیا پاچا  دریم چارلز   د انګلستان د کمبریج ښار د اروپا له لومړي چاپېریال‌دوست (شین) جومات څخه لیدنه وکړه او د دې جومات د چاپېریال سره سازګارې معمارۍ او ټولنیز رول ئې وستایه.
د خبر لمبر: 3493062   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د ۲۰۲۶ کال د جولائی شلمه د مصر او اسلامي نړۍ د نامتو قاري شیخ محمود علي البنا د وفات کلیزه ده. نوموړی د قرآن کریم د تلاوت له وتلو استادانو څخه و او تلاوتونه ئې په پراخه کچه شهرت لري.
د خبر لمبر: 3493061   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د عراق د شیعه اوقافو ادارې اړوند د قرآن علومو ملي مرکز د دغه هېواد د قرآني استعدادونو د شپاړسم پړاو عمومی  سیالیو د لومړنیو ازموینو د ترسره کولو لړۍ پیل کړې ده.
د خبر لمبر: 3493060   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د مراکش د تیفلت ښار د زده‌کوونکو د قرآن کریم د حفظ د بشپړېدو د لمانځنې په مناسبت، د قرآن کریم د حافظانو ستر لاریون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3493059   خپرونې تاریخ : 2026/07/22

ایکنا- د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني اعلان کړی چې  د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیویارک ښار د سفر پر مهال د هغه د نیولو قانوني امکان  ارزول کیږی.
د خبر لمبر: 3493058   خپرونې تاریخ : 2026/07/21

ایکنا- د سعودي عربستان د جده ښار په تاریخي سیمې «بحر الایمان: یعني د ایمان سمندر» کې په یوه هال یا تالار کې، چې د «بحر الاحمر: یا سره سمندر» میوزیم برخه ده، د قرآن کریم د سورو د خوشنویسۍ یوه نادره هنري تابلو نندارې ته وړاندې شوې، چې د لیدونکو پراخه توجه ئې ځان ته اړولې ده.
د خبر لمبر: 3493057   خپرونې تاریخ : 2026/07/21