قرآنی انس - پاڼه 14

IQNA

بچوې
ایکنا- د  وروستیو اقداماتو په محکومیّت کې په درست ایران کې  په ولسی  میلیوني شتون سره د سولې او دوستۍ تکریم او د ملی پيوستون ننداره یعني میلیوني لاریون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492308    خپرونې تاریخ : 2026/01/13

ایکنا – په ایران کې د وروستیو ګډوډیو او ترهګریزو پېښو په غبرګون کې د هېواد د قرآني ټولنې د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي دي؛د هېواد قرآني ټولنه د امنیت ساتونکو سرښندونکو ځواکونو څخه د مننې ترڅنګ، له قضائیه قوې څخه غوښتنه کوي چې ګډوډوونکي او محارب او مفسد ترهګر د قرآن کریم د حکم له مخې په تر ټولو سخت ډول سزا کړي.
د خبر لمبر: 3492307    خپرونې تاریخ : 2026/01/13

د قرآن کريم د نړيوالې ورځې دويمه غونډه د ايران او عراق د يو شمېر قاريانو، حافظانو او مرتلانو په شتون سره،په يکشنبې ورځې چې د رجب له ۲۷مې او د قرآن له نړيوالې ورځې سره برابره وه، د حضرت بی بی معصومه (س)  حرم په خوا کې په معصومه ودانۍ  کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492303    خپرونې تاریخ : 2026/01/12

ایکنا - د مصر د اوقافو وزارت د رسول اکرم ﷺ د اسراء او معراج د معجزې په اړه په یوه مفصلې بیانیې کې ټینګار کړی چې دا الهي معجزه له  نبوي هجرت څخه مخکې رامینځته شوې وه او د اسلام په رسالت کې ئې یوه برخلیک ټاکونکې مرحله جوړوله.
د خبر لمبر: 3492298    خپرونې تاریخ : 2026/01/11

ایکنا – د کاتولیکانوستر پاپ څوارلسم لیئو د نړۍ په کچه د جګړو د بیا خپرېدو په اړه خبرداری ورکړ او همدارنګه ئې په نړۍ کې د خپرو شویو غیراخلاقي چلندونو غندنه وکړه.
د خبر لمبر: 3492293    خپرونې تاریخ : 2026/01/10

ایکنا -  د Hotmail د برېښنالیک خدمت بنسټګر، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته په دغه هېواد کې د مسلمانانو پر وړاندې د زیاتېدونکې توکمپالنې په اړه خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492284    خپرونې تاریخ : 2026/01/08

ایکنا - د مصر د قرآني استعدادموندنې ټیلویژني پروګرام «د تلاوت حکومت» عمومي ناظر د دې پروګرام د نوي فصل د ترسره کېدو خبر ورکړ او وې ویل چې دا پروګرام به د ۲۰۲۶ کال د نومبر په میاشت کې خپور شي.
د خبر لمبر: 3492283    خپرونې تاریخ : 2026/01/08

ایکنا - هغه انځور چې د مصر د فټبالملي ټیم ستوری، محمد هاني،د افریقا د ملتونو جام د سیالیو له لوبو وړاندې د ذهني او روحي چمتووالي لپاره د قرآن کریم آیتونه تلاوت کوي، د مصري لوبغاړو د چمتووالي معنوي اړخ ته یې پام اړولی دی.
د خبر لمبر: 3492282    خپرونې تاریخ : 2026/01/08

ایکنا -د سعودي عربستان د «ملک فهد» د قرآن کریم د چاپ کمپلیکس په ۲۰۲۵ کال کې د دې هېواد له داخل  او بهر څخه د کابو  یو میلیون لیدونکو کوربه‌توب کړی دی.
د خبر لمبر: 3492280    خپرونې تاریخ : 2026/01/07

ایکنا -   د قرآن کریم د ترتیل درېیمه نړیواله سیالي «وَرْتِل» به په راتونکي رمضان المبارک  میاشت کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492277    خپرونې تاریخ : 2026/01/07

ایکنا – د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د زاهدان ولسوالۍ د قرآني ټولنې مشر وویل: د سیستان‌وبلوچستان ولایت ممتاز او خوش‌غږی قاري، رضا صفدري،د ستاینې وړ تحقیقي تلاوت په وړاندې کولو سره، د لومړي ځل لپاره د قطر د قرآن د قرائت نړیوالو سیالیو ته لار وموندله او د دې اسلامي هېواد پلازمېنې دوحې ته روان شو.
د خبر لمبر: 3492274    خپرونې تاریخ : 2026/01/06

ایکنا راپور ورکوي
ایکنا – د  «بطلة کربلاء» (د کربلا اتله)نومې کتاب چې د مصري لیکوالې  په بنت الشاطی مشهورې، عایشه عبدالرحمن، یو تلپاتې اثر دی، لا هم د عاشورا له پېښې وروسته د حضرت زینب(س) د ژوند او رول د تحلیل له مهمو سرچینو څخه ګڼل کېږي. دا اثر یوازې یو ساده ژوند‌لیک نه دی، بلکې یوه ادبي او تاریخي څېړنه ده چې په علمي او کره تګلارې سره د دې سترې مېرمنې د استقامت انځور د دودیزو غمونو له منځه راوباسي.
د خبر لمبر: 3492273    خپرونې تاریخ : 2026/01/06

 ایکنا- په پاکستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او د پاکستان د رسمي خبري اژانس مدیر، د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ملګرتیا او خبري تعاملاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او وې ویل چې د ایران او پاکستان د رسمي خبري اژانسونو د تعامل پراختیا له جعلي خبرونو سره د مقابلې په برخې کې ډېر مهم رول لري
د خبر لمبر: 3492269    خپرونې تاریخ : 2026/01/05

ایکنا - په جاپان کې د اسلامي وقف ټولنې په هڅو سره د قرآن کریم د حفظ شپږ ویشتمې عمومی سیالۍ ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492267    خپرونې تاریخ : 2026/01/05

ایکنا - پر ونزویلا د امریکا پوځي برید او د دې هېواد د ځینو سیمو بمباران، چې د ونزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د تښتولو لامل شو، د هېوادونو له لوري له پراخ نړیوالې غندنې سره مخ شوی دی؛ په همدې حال کې صهیونیستي رژیم ونه شو کولای د دې امریکايي یرغل په اړه خپله خوښي پټه کړي.
د خبر لمبر: 3492266    خپرونې تاریخ : 2026/01/05

له ایکنانیوز سره مرکه
ایکنا - د ایران د قم المقدس د حوزې علمیې د مطالعاتو او د شبهاتو د ځواب ویلو مرکز د کلام او فلسفې د ډلې مشر وویل: داسې پروګرامونه لکه اعتکاف چې منظم جوړښت لري، د انسان د ارادې د پیاوړتیا او د نفس د کنټرول سبب ګرځي، ځکه کله انسان داسې فضا ته داخل شي چې منظم مدیریت پکې موجود وي، دا نظم د هغه په روحیې هم مثبت اغېز کوي.
د خبر لمبر: 3492264    خپرونې تاریخ : 2026/01/05

د اسلامي نړۍ په لومړي ځل
ایکنا - د قرآن کریم د بشپړ ترتیل تلاوت د ایراني سټایل په بڼه، د محسن یاراحمدي په غږ، چې د قرآن ښوونکی، قاري او د سیالیو قاضي  دی، د لومړي ځل لپاره په ټیلیګرام کې خپور شو.
د خبر لمبر: 3492262    خپرونې تاریخ : 2026/01/04

ایکنا - د الازهر اسلامي مرکز او د مصر د قرآن راډیو په نږدې راتلونکې کې د نوو قرآني تلاوتونو د ثبت لپاره یوه پروژه پلي کوي.
د خبر لمبر: 3492261    خپرونې تاریخ : 2026/01/04

ایکنا - د نیویارک نوي ښاروال، زهران ممداني، په یو لړرسمي مراسمو کې خپله دنده د قرآن کریم پر سوګند سره پیل کړه.
د خبر لمبر: 3492254    خپرونې تاریخ : 2026/01/04

ایکنا د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د زړونو د سردار شهید جنرال  قاسم سلیمانی د شهادت د کلیزې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د هغه د لارې دوام زمونږ د ټولو ملي او دیني دنده ده.ځکه هغه نه یوازې د ایران بلکې ددرستې نړئ د مظلومانو ملاتړی او د هغوی دحق غوښتونکی ؤ.
د خبر لمبر: 3492255    خپرونې تاریخ : 2026/01/02