قرآنی انس - پاڼه 20

IQNA

بچوې
ایکنا ۰ د مراکش د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي، عبدالرزاق حمدالله،د عربو د ملتونو د جام له ګټلو وروسته د قرآن کريم څو آيتونه تلاوت کړل.
د خبر لمبر: 3492198   خپرونې تاریخ : 2025/12/22

د وحي چغه
ایکنا – الله هغه خدای دی چې له هغه پرته بل هیڅ خدای نشته، هغه ژوندی پاینده او ښه خبر دی،هغه هیڅکله نه ویده کیږي او او نه ئې خوب راځي او هغه څه چې په آسمانونو او مځکې کې دي ،له هغه لره دي. نو څوک دی چې د هغه له اجازت پرته  شفاعت وکړي.  دهغه حکمرانی دومره پراخه ده چې ټول آسمانونه او مځکه پکې راځي ، په داسې حال کې  چې  هغه ته ئې ساتل هیڅ  مشکل نه دي او خداوند لوي او لوړه مرتبه لرونکی دی. سوره بقره - آیه 255
د خبر لمبر: 3492195   خپرونې تاریخ : 2025/12/21

ایکنا - دهغې ویډیو خپرېدل چې ښئي د هندوستان د بهار صوبې اعلی وزیر د یوې مسلمانې ښځې له سره په زور حجاب یا سکارف لیرې کوي،له پراخې غندنې سره مخ شوي دي.
د خبر لمبر: 3492194   خپرونې تاریخ : 2025/12/21

ایکنا -  د ټول قرآن کریم حافظ مهدی برنده، ، او نړیوال قاري، اسحاق عبداللهي، د بنګله‌دېش د د قرآن د نړیواولو سیالیو د  څلورم پړاؤپه سیالیو کې د ګډون لپاره ډهاکا ته لاړل.
د خبر لمبر: 3492185   خپرونې تاریخ : 2025/12/20

ایکنانیوز د پارس  ټوډې  له قوله راپورراکړ په پاکستان کې  په یولړ  امنیتی عملیاتو  کې د داعش خراسان  ډلې ویندوي او د دغه ترهه ګر لوري د  رسمي میډیا څانګې "الاعظائم فاؤنډیشن " بنسټ ایښودونکی ترهګر، سلطان عزیز اعظام، نیول شوی دی.
د خبر لمبر: 3492184   خپرونې تاریخ : 2025/12/20

ایکنا- د آسټریلیا د سیډني د بونډي ساحل یهوديانو پر یوه جشن برید یو ځل بیا وښودله چې ټولنیزې رسانۍ او افراطي بهیرونه له هر فرصته د مسلمانانو او کډوالو د بدنامولو لپاره کار اخلي.
د خبر لمبر: 3492179   خپرونې تاریخ : 2025/12/18

ایکنا – په  غزې ښار کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ؛یوزړه ایران ؛«ایران همدل»  نومې ولسی کمپاین په ګډون  او د غزې د اهل‌القرآن مؤسسې په همکارۍ  د «سیدهاشم» قرآني مدرسه پرانیستل شوه.
د خبر لمبر: 3492176   خپرونې تاریخ : 2025/12/18

ایکنا - په استرالیا کې د یهوداو پر جشن د خونړي برید په غبرګون کې پراخ غبرګونونه راپورته شوي دي. د استرالیا د امامانو ملي شورا دا برید په سختو ټکو غندلی دی.
د خبر لمبر: 3492162   خپرونې تاریخ : 2025/12/15

ایکنا - د امریکا د ټیکساس ایالت د پلینو (Plano) ښار په یوه لانجمن اعتراض کې، یو امریکائي وګړي جېک لانګ په یوه  اسلامي ضد اقدام  کې د سپېڅلي قرآن کریم سپکاوی وکړ.
د خبر لمبر: 3492161   خپرونې تاریخ : 2025/12/15

ایکنا- په تهران کې په سیمه‌ییزه غونډه کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون کړی، خو د افغانستان د طالبانو حکومت له ګډون څخه ډډه کړې ده.په داسې حال کې چې دغه ناسته د افغانستان د بدلونونو او ترینګلتیاؤ په باب ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3492160   خپرونې تاریخ : 2025/12/14

ایکنا -  ایټالیايي فعالانو د فلسطین د خلکو، په ځانګړي ډول د غزې د ملاتړ له امله، له دې هېواده د یوه مصري واعظ او امام جماعت د شړلو پرېکړه وغندله.
د خبر لمبر: 3492159   خپرونې تاریخ : 2025/12/14

ایکنا - په غزې تړانګې کې د قرآن کریم  ۱۰۵  حافظانو د «نصیرات» په کډوالو کمپ کې د یو  پروګرام په جوړونکې  غونډې کې په ګډه د قرآن کریم ختم ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3492158   خپرونې تاریخ : 2025/12/14

ایکنا - رقیه رفعت عبدالباري»، چې د مصر د قرآني سیالیو د ۳۲ پړاؤ  د سیالیو  د لومړۍ مقام ګټونکې ده، وویل: هیله لرم د قرآن کریم او قرآني علومو د خدمت لپاره په الازهر پوهنتون کې د تدریسي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړم.
د خبر لمبر: 3492157   خپرونې تاریخ : 2025/12/14

ایکتا - د لبنان مسیحي لیکوال، میشل کعدي،  په خپل «زهرا(س) د ادب د مېرمنو مخکښه»نومې کتاب  کې لیکي: حضرت زهرا(س) پخپل لوړ ښځینه شخصیت سره  ظلم او سپکاوی ونه مانه، بلکې د الهي رسالت دروند مسؤلیت او د اسلام احکام ئې پر غاړه واخیستل، او د ایمان او د ښځې د کرامت ستنه ئې روښانه کړه.
د خبر لمبر: 3492156   خپرونې تاریخ : 2025/12/14

ایکنا - د قرآن کریم د انس محفل په نجف اشرف کې د علوي سپېڅلي آستان د تولیت په هڅو، د «عفاف» جشنواره ي فعالیتونو په لړ کې،په علوي سپېڅلي صحن کې ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492154   خپرونې تاریخ : 2025/12/13

ایکنا - د آسټریا پارلیمان په دغه هېواد کې د ۱۴ کلونو څخه د کم عمره نجونو لپاره په ښوونځیو کې د حجاب د بندیز پلان  تصویب کړ.
د خبر لمبر: 3492152   خپرونې تاریخ : 2025/12/13

ایکنا -د برلین  د واحدو دینونونو کور » هغه ګډ عبادت‌ځای دی چې موخه ئې د اسلام، مسیحیت او یهودیت د پیروکارانو  په یوې واحدې ودانۍ کې ټولول دي. د ودانیزو خنډونو سره سره، د دې پروژې د بشپړېدو هڅې لا هم روانې دي.
د خبر لمبر: 3492148   خپرونې تاریخ : 2025/12/11

ایکنا = د مصر په «پورټ سعید» کې د قرآن او ديني مداحئ  د  سیالیو د «ښه غږ یا صوت » برخه  د دې برخې د قضاؤت  د کمېټې تر څارنې  لاندې ترسره شوه چې مشري ئې د مصر نامتو قاري اوقاضي عبدالفتاح طاروطی پر غاړه لرله.
د خبر لمبر: 3492147   خپرونې تاریخ : 2025/12/11

ایکنا – ايرانيان د حضرت فاطمة الزهرا (س) له زوکړې سره هم‌مهاله،د پراخو کلتوري، مذهبي او ټولنيزو پروګرامونو له لارې، د ښځې او مور لوړې مرتبې ته درناوی کوي.
د خبر لمبر: 3492142   خپرونې تاریخ : 2025/12/10

په نويو برخو کې
 ایکنا-  د مصر د قرآني وړتیاؤ د موندنې  د تلويژني پروګرام «د تلاوت  حکومت»  اووم او اتم قسطونه تېره جمعه او شنبې  ورځې خپاره شول، چې ګډونوالو پکې د قرآن د تلاوت او تجويد خپل مهارتونه وښودل.
د خبر لمبر: 3492141   خپرونې تاریخ : 2025/12/10