iqna

IQNA

بچوې
تهران (ایکنا) -د  یمن دملی نجات حکومت دمرکچي ټیم مشر په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ، سعودي عربستان  دې خپل جدیّت، د سولې  لپاره د یمن د لوړې سیاسی شورا د  مشر په وسیله  وړاندې شوي پلان ته   په مثبت ځواب سره ثابت کړي .
د خبر لمبر: 3485599    خپرونې تاریخ : 2022/03/27

تهران (ایکنا)- د ملګروملتو سرمنشي آنتو نیوګوتریش د یمن لپاره د مالی مرستو دغونډولو لپاره په یوه ویډیوئي کنفرانس کې ووئیل،د جنګ له امله په یمن کې د لس زره ماشومانو پشمول  په لسګونو زره غیرپوځي خلک وژل شوي او په عین حال کې په میلیونونو خلک کډه په سرشوي هم دي ، چې باید هره ورځ د ژوندي پاتیکیدو لپاره مبارزه وکړي .
د خبر لمبر: 3485551    خپرونې تاریخ : 2022/03/17

تهران (ایکنا)- د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو عادي کولو په ضد او دغه راز د فلسطین له ملته دملاتړ  په باب دخپل هیواد پر دریځونو یو ځل بیا په ټينګار سره ، په پاکستان کې د اسلامی ملګرتیا موسیسې د خارجه وزیرانو د راتلونکي ناستې خبر ورکړ او وې وئيل ، مونږ  د اسلامی امت په وړاندې له مشترکو چیلنجونو سره  دمقابلې لپاره  د وحدت او یوې چغې  دودولو ته کلک هوډ لرو .
د خبر لمبر: 3485541    خپرونې تاریخ : 2022/03/15

تهران (ایکنا) - د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع  پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ، د یمن پر غیر پوځي سیمو او خلکو باندې د  هرې ورځې د تیریو په ځواب کې د سعودي عربستان په مینځ کې د یمن د پوځ  دډرونز حملې جزیات  اعلان کړل .
د خبر لمبر: 3485526    خپرونې تاریخ : 2022/03/12

تهران (ایکنا) – د یمن دپوځ او د انصار الله مبارزانود متحده عربی اماراتو په  مرکز کې په بې پيلوټه الوتکو او بالسټیک توغندیو سره غورا جوړه کړه او  ټاکل شوې چې څو ساعتونو کې بشپړ جزیات هم خپرۀشي
د خبر لمبر: 3485279    خپرونې تاریخ : 2022/01/17

تهران (ایکنا) - د یمن د ملی نجات حکومت خارجه وزیر هشام شرف ووئيل ، مونږ  په مختلفو رودو سره  تیریګرو ته تاوان رسولی شو،داسې چې  عربستان  په راتلونکي ناکراره شي .
د خبر لمبر: 3485163    خپرونې تاریخ : 2021/12/23

تهران (ایکنا)- دا اوم ځل دی چې په تیر یوه کال کې د امریکاسکین ایګل ډوله پرمختللی جاسوسی الوتکه د یمن په فضا کې راګیر او  په یمن ي وسلو سره تباه کیږي .
د خبر لمبر: 3485064    خپرونې تاریخ : 2021/12/04

تهران(ایکنا) – د یمن د صنعاء پشمول په مختلفوښارونو کې په لسګونو زره خلکو نن سهار  د سعودي تیریګرائيتلاف  د تیریو په دوام او  په دغه هیواد د امریکا د پوځي او اقتصادي دباؤنو  په ضد پراخې مظاهرې وکړې .
د خبر لمبر: 3485009    خپرونې تاریخ : 2021/11/22

تهران (ایکنا)- د یمن پارلیمان ددې غوښتنه هم کړې چې  ملګري ملتونه دې  د سعودي ائيتلاف له خوا د دغه هیواد دحاکمیّت دخلاف ورزۍ او تیریو او د یمن والو دعامو وژلو د دوام مخه ونیسي .
د خبر لمبر: 3484986    خپرونې تاریخ : 2021/11/18

تهران (ایکنا) - په یمن او سعودي عربستان کښې د القاعدي ډلې سرغني خالد باطرفي په یمن کښې له له پوځ او  انصار الله ولسی غورځنګ سره په جنګ اعتراف وکړ .
د خبر لمبر: 3484955    خپرونې تاریخ : 2021/11/13

تهران(ایکنا) -   د  اسلامی وحدت ،فرصتونه او چیلنجونه  په عنوان سره  د یمن دعالمانو کنفرانس  نن د  اسلامی نړۍ دلسګونو غوره متفکرانو ، عالمانو او شخصیّتونو په حضوري او ویډیوئي لینک سره ترسره شو .
د خبر لمبر: 3484865    خپرونې تاریخ : 2021/10/28

تهران (ایکنا) - له سیاسي او پوځي اختلافاتو وروسته د یمن په جنګ کښې د متحده عربي اماراتو او د سعودي عربستان د جاسوسۍ د مرکزونو ترمینځ هم اختلاف زیات شوی دی .
د خبر لمبر: 3483868    خپرونې تاریخ : 2020/12/01

تهران (ایکنا) - د یمن په لویدیځ الحدیده ولایت کې د ۲۰۱۸کال د دسمبر له اتلسمې نیټې د ریاض دپلاوي او له صنعاء دلیږدول شوي پلاوي ترمینځ په سویډن کې په یوې موافقې کې اوربند پيل شوی ، خو سعودي ائيتلاف ئې هره ورځ خلاف ورزي کوي او نړیوال اورګانونو او ادارو ورباندې سترګې پټې کړي دي .
د خبر لمبر: 3483711    خپرونې تاریخ : 2020/10/12

تهران (ایکنا) - د یمن د روغتیا وزارت ویاند یوسف الحاضري په راتلونکو ورځو کښې د هیواد د زیاتو روغتونونو د بندیدا په هکله خبرداری ورکړ .
د خبر لمبر: 3483592    خپرونې تاریخ : 2020/09/06

تهران (ایکنا) - المسیره ټيلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې اته نوي (۹۸) ځله د الحدیده د اووربند خلاف ورزیانې کړي دي .
د خبر لمبر: 3483505    خپرونې تاریخ : 2020/08/13

تهران (ایکنا) - د پاکستان وزيراعظم عمران خان په يمن باندې د سعودي د حملو په دوام نيوکه وکړه.
د خبر لمبر: 3483471    خپرونې تاریخ : 2020/08/04

تهران (ایکنا) - د یمن انصار الله غورځنګ مقاومت د امریکا د رعب په وړاندې یو (۱)واحد چورلیز وباله .
د خبر لمبر: 3483446    خپرونې تاریخ : 2020/07/27

تهران (ایکنا) - خبرې اترې باید په یمن کې له مستعفي حکومت سره نه ،بلکې په دغه هیواد کې د ښکیلو لورو ترمینځ وشي او په بهرني اړخ کې هم دغه خبرې اترې د یوه لوري په توګه د یمن والو او له بل پلوه د دعربستان او اماراتو په څير د تیریګرو هیوادونو ترمینځ وشي .
د خبر لمبر: 3483412    خپرونې تاریخ : 2020/07/19

تهران (ایکنا) - د یمن روغتون سرچینو د سعودي عرب په الجوف ولایت کښې د الحزم ښار په المساعفه سیمه کې په یو کور باندې چې پکې د واده مراسم ترسره کیدل په هوایي بریدونو کښې د ۲۵ کسانو د شهادت خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3483399    خپرونې تاریخ : 2020/07/17

تهران (ایکنا) - د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع ټینګار وکړ تر هغه وخته چې په هیواد باندې تیری او کلابندۍ دوام ولري د سعودي عربستان د ائتلاف په پوځي مرکزونو به حملې دوام ولري .
د خبر لمبر: 3483341    خپرونې تاریخ : 2020/07/03