IQNA

د یمن د ویشلو لپاره د امریکا او عربستان نوي نقشه رابرسیره شوه

6:26 - January 11, 2023
د خبر لمبر: 3486735
ایکنا-(تهران) د یمن په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د عربستان له مسئولانو سره موافقه کړې ده چې یمن په دوو شمالي او جنوبی برخو ویشي.

ایکناخبری آژانس د فارس له قوله راپور راکړ،د یمن په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټیم لینډرکینګ چې هیواد ئې په یمن دعربستان د حملې ترټولو مهم ملاتړی هیواد دی،ریاض ته په سفر کې د سعودي عربستان له مسئولانو سره موافقې ته رسیدلی چې یمن په دوو شمالی او جنوبی برخو وویشي.

ددغه راپورپه اساس،امریکا وړاندیز کړی دی چې جنوبی یمن د جنوب دانتقالي شورا په نامې سره وسله والو ته چې د متحده عربی اماراتو تالی څټي دي  وسپارل شی او دیمن شمال هم  ددغه هیواد دملی نجات حکومت سره اړونده شي.

دیمن  د ویشلو لپاره دامریکا دسیسه په داسې شرائطو کې ده چې د عربستان  دوسلو زیاتره برخه ا مریکا له خوا تامینیږي.

د وئيلو ده  له ۲۰۱۶ کاله تر ۲۰۲۰کال پورې  په مودې کې  عربستان د امریکاد خرڅ شوي وسلو څخه  څلورویشت فیصدي برخه  اخستې ده .

https://www.farsnews.ir/news/14011020000872/%D

captcha