IQNA

د كتابونو په نړيوال نندارتون كې د قران پاك اردو ترجمه وړاندې كولی شی

18:13 - May 04, 2012
د خبر لمبر: 2317730
ادبی ډله: د كلتوری موسسې ترجمان وحی مشر د قران پاك د اردو ترجمی ته په اشارې سره وويل چې په دې ترجمې كې د شيعه او سنيانو د وحدت او يووالې لپاره كار شوی دی.
د ايران د قران خبرې اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د كلتوری موسسې ترجمان وحی مشر ښاغلی حجۃ الاسلام محمد نقدی د قران پاك په چاپولو كې د دې مركز د خدمتونو او فعاليتونو ته اشارې سره وويل چې كلتوری موسسې ترجمان وحی د اسلامی انقلاب نه پس د نړۍ په شپږو ژوندی ژبو كې د قران پاك ژباړه خپره كړی ده چې پكښې انګريزی، فرانسيسی، تركی استانبولی، تركی آذری، اسپينی او چينی ژبې شامل دی.
هغه د اردو ژبې د ترجمی د خصوصياتو په بيانولو سره وويل چې د اردو ژبی د اهل سنتو ترجمه چې ابوالاعلی مودودی او د شيعه ؤ قران ترجمه چې ايت الله شيخ محسن نجفی كړی ده په يو ټوك او جلد كې چاپ شوی ده چې مقصد یې د اسلامی نړۍ د دې دوو مذهبونو تر مينځ د اتحاد او يووالې راوستل دی او دا ترجمه به په هندوستان او پاكستان كې تقسيمولی شی.
996384
captcha