
د حضرت فاطمه زهرا سلاماللهعلیها د شهادت د کلیزې په مناسبت، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د لور د عملي او نظري سیرت د بیانولو سمینار د «خاتونِ جنت» په عنوان سره ، سمینار د پاکستان د مذهبي چارو د وزیر او د دې هېواد د یو شمېر سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون سرع پنډۍ په ښار کې ترسره شو.
د پارسټوډې د راپور له مخې، پیر نورالحق قادري د پاکستان د مذهبي چارو او د ادیانو د نږدېوالي پخوانی وزیر، چې د دې سمینار ځانګړی ویناوال و، ټینګار وکړ چې د حضرت «امابیها» د ښوونو او طریقې بیا لوستل د انسانانو د کمال لامل ګرځي، په ځانګړې توګه په اسلامي ټولنو کې د ښځو د مقام د لوړوالي سبب کېږي.
د دې پروګرام نورو ویناوالو هم د حضرت فاطمه زهرا سلاماللهعلیها له ښوونو څخه د پیروۍ پر اړتیا ټینګار وکړ، څو اسلامي وحدت پیاوړی شي او د فرقه وي تفرقې په څېر ننګونو ته بریالی ځواب ورکړل شي.
د ایران د اق قلا ولسوالۍ د اهلسنت د جمعې امام ووئيل؛ اسلامي وحدت د دیني او ټولنیز ضرورت حیثیت لري
د شمالي ایران د آققلا ولسوالۍ د اهلسنت د جمعې امام ، آخوند رهبر، د اسلامي ښوونو په رڼا کې د وحدت لوړ مقام ته په اشارې وویل: اسلامي وحدت یو دیني او ټولنیز ضرورت دی، او هر هغه اقدام چې د مسلمانانو ترمینځ همدلي او ورورولي پیاوړې کړي، ارزښتناک او تلپاتې اقدام بلل کېږي.
https://parstoday.ir/fa/religion-i32644