IQNA

په قرآن کریم کې پوښتنې؛ د مدثر سورې اهمیت!

ولې ځینې خلک د قرآن یادونو ته پاملرنه نه کوي؟

15:05 - December 27, 2025
د خبر لمبر: 3492226
ایکنا - د مدثر سورې د آیتونو له مخې،قرآني تذکرو او نصیحتونو ته بې‌پامي له دوو لاملونو له کبله رامنځته کېږي:یا پر آخرت ایمان نه لرل، او یا داسې ایمان لرل چې له آخرت څخه د وېرې او خشیت مل نه وي.

د ایکنا د راپور له مخې،ټولنپوه او د دیني چارو کارپوه، حجت‌الاسلام علیرضا قبادي، په یوې لیکنې کې چې ایکنانیوز ته ئې سپارلې او د «په قرآن کریم کې پوښتنه‌ګرویږنه» تر عنوان لاندې ده، د مدثر سورې په پوښتنو کې ئې نغښتي معارف څېړلي دي، چې دلته یې په ګډه لولو:

د مدثر سورې وروستۍ پوښتنه د تعجبي یا توبیخي استفهام له ډول څخه ده، چې داسې راغلې ده:

«فَمَا لَهُمْ عَنِ التَّذْكِرَةِ مُعْرِضِينَ؟»

«نو هغوی ته څه پېښ  شوي چې (د قرآن )له نصیحت او یادونې  څخه مخ اړوي؟»

(د مدثر سورې ۴۹ او ۵۰ آیتونه)

د قرآن کریم د تذکر او انذار د مقام په پام کې په نیولو سره، تمه دا وه چې کله کافران یا مشرکان د قرآن نصیحت او خبرداری واوري، نو متوجه شي؛ نه دا چې د قرآن له پند څخه د ګټې اخیستنې پر ځای ترې مخ واړوي.

دا ډول مخ اړونه د تعجب وړ او یا د ملامتۍ مستحقه ده؛ ځکه د قرآن کریم نصیحت او خبرداری بې‌بنسټه او تش انذار نه دی. همدارنګه قرآن کریم څرګندوي چې د دوی دا امقصد یو عادي  چاره هم نه ده. د هغوی د حالت د بیان لپاره ځانګړې تعبیر کارول شوی، چې تعجب او یا توبیخ پکې نغښتی دی. الله تعالی فرمایي:

«كَأَنَّهُمْ حُمُرٌ مُسْتَنْفِرَةٌ»

«لکه هغوی چې تښتېدلي وحشي خره وي»

«فَرَّتْ مِنْ قَسْوَرَةٍ»

«چې له زمري څخه تښتېدلي وي.»

دا تشبیه ښيي چې د قرآن کریم پر وړاندې د دوی د مخ اړولو ډول او طریقه هم د تعجب او ملامتۍ وړ ده. قرآن وروسته د دوی د پلمې جوړول  او له قرآن څخه د ناسمې تمې رد کوي، او د دوي د پند نه منلو اصلي علت او ریښه څرګندوي، او هغه دا چې دوی پر آخرت ایمان نه لري، او یا ئې ایمان داسې نه دی چې له آخرت څخه وېره ورسره مل وي.

دا لیکنه د امام هادي(ع) حضور ته د سلام په ډالۍ کولو سره پای ته رسوو:

«السَّلامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا الْمُبَيِّنُ لِلْحَلالِ مِنَ الْحَرامِ،

السَّلامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا الْوَلِيُّ النَّاصِحُ،

السَّلامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا الطَّرِيقُ الْواضِحُ».

 https://iqna.ir/fa/news/4324754

captcha