IQNA

په ترجمان وحی موسسه كښې د دنيا په مختلفو ژبو د قران شريف ترجمه

22:54 - August 04, 2012
د خبر لمبر: 2385283
نړيواله ډله: ترجمان وحی موسسې تر اوسه د اېشيا براعظم په ٦٥ ژبو، د افريقا براعظم په ٤٢ ژبو او د يورپ براعظم په ٣٤ ژبو باندې د قران شريف ترجمه كړې ده.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د قران شريف د شلم نړيوال نندارتون له ځاے څخه رپوټ وركړ، ترجمان وحی موسسې په ترجمه كښې يوې مناسبې او نننۍ ژبې ته د رسېدو، د ضروری او لازمو توضيحاتو د زياتولو او په ترجمه كښې د دقت د سطحې د اوچتولو او د زدكړو د اړخونود خيال ساتنې په غرض د دنيا په مختلفو ژبو باندې د قران شريف ترجمه كړې ده.
په مختلفو ژبو باندې د وحی د كلام له ترجمې څخه د دغې موسسې يو بنيادی او اهم هدف د څلورو واړو انجيلونو د ترجمې اندازې ته د قران شريف د ترجمې رسول دی. ځكه چې په اوس حال كښې له مقدسو كتابونو څخه موجودې ترجمې د نړۍ پينځۀ مليارډ نفوسو ته رسائی لری او دا په داسې حال كښې دی چې د نړۍ يوازې درې ميليارډ تنه د قران شريف له پېغام څخه خبر لری او څلور ميليارډ خلق له قران شريف او د هغۀ له پېغام سره هیڅ اشنائی نه لری.
د يادونې ده چې دترجمان وحی موسسې له ترجمه كوونكو څخه تقريباً ٦٨ فيصده سنی عقائدړ ١٦ فيصده شيعه عقائد، ٤ فيصده قاديانی عقائد او ٩ فيصده عيسائی عقائد لری.
1069854
captcha