د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآن كريم وړومبۍ ډله ايزه ژباړه د وړومبی ځل لپاره د تهران په امام خمينی(رح) نومې عيدګاه كښې د قرآن د شلم بين المللی نندارتون د انسانی علومو د بدلون په برخه كښې د (المهدی) نومې تحقيقاتی مركز په غرفه كښې وړاندې شوه. دا د قرآن كريم د هغې وړومبۍ ژباړې اثر دے چې د اسلام د تاريخ په اوږدو كښې د دغې څانګې د يوه ډله استاذانو لخوا په ډله ايزه توګه ترسره شوه.
په دغه ترجمه كښې په تخصصی توګه كار تقسيم شوے دے او د ادبياتو، تفسير او داسې نورې برخې د مختلفو كسانو په غاړه وې چې د جاجونې نه وروسته د ډله ايز بحث وړ وګرځيدې. د قرآنی او د حديثو په علومو كښې د ډاكټریټ د ډګرۍ او د قرآنی علومو او تفسير په زمينه كښې د ٥١ كتابونو او ٦٠مقالو خاوند او ليكوال محمدعلی رضائی اصفهانی د دغه كار تفسيری برخه او د ترجمې وروستۍ ليكنه په غاړه درلوده.
د دغې ترجمې طريقه جمله په جمله وه او په پائې كښې تفسيری، كلامی او ادبی اصول لری. او همداشان دا ترجمه په اتو مرحلو كښې ترسره شوې ده. 1076142