قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د India tv News نه په نقل، د هند اوتارکند ولایت د حکومت غونډې کې دا تصمیم اخیستلې چې له ۱۲:۳۰ نه تر ۱۴:۰۰ بجو پورې مسلمانه کارکوونکو لپاره د جمعه په ورځ یو ځانګړې رخصتي ورکړلې شي.
د اوتارکند ولایت سر وزیر هاریش روات وویل: دی ته توجه سره چې ډېر مسلمانان خپل لمونځ په وخت کوي، نو دا حق لري چې په رسمي توګه د هغې د لمانځه لپاره یوه رخصتي وټاکلې شي.
خو ولی دا تصمیم د هند بودایی ملت پال حزب له مخالفت سره مخامخ شو او د دغه حزب خبریال اعلان وکړو چې که دارنګه وې نو باید بودائیانو لپاره هم د پیر او ګل په ورځ دو ګېنټې رخصتي اعلان شي چې هغې هم خپل عبادت ترسره کړي.
د اوتارکند حکومت له خپل تصمیم نه دفاع کې وویل: دا تصمیم د کارکوونکو مسلمانانو لمونځ کولو ستونزه لرې کولو او د انتخاباتو په وخت د هغې خفګان لري کولو لپاره اخیستلې شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3555064