د طالبانو ویندویي د دغه ډلې اصلي هدف له افغانستانه د بهرنیو نیواکګرو ویستل وبلل.
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې محمد نعیم وردګ چې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویندویی دی وویل: د دغه ډلې جنګ د طاقت لپاره نه دی بلکې د افغانستان د ازادۍ او اسلامي نظام لپاره او د نیواک په مقابل کې دی.
نعیم وردګ زیاته کړه: افغانان باید پخپله خپلې ستونزې هوارې کړي او هیڅ بهرنی هیواد باید د افغانستان په کورنیو چارو او د سولې په بهېر کې ګوتې ونه وهي.
نعیم وردګ وویل چې طالبان هیچا ته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو په خلاف د مورچې په توګه استفاده وکړي.
ده وویل د طالبانو مرکچي پلاوی اوسنۍ غونډه د جنګ د ختمولو لپاره مناسب فرصت ګڼي.
د افغانستان د دولت د مرکچي پلاوي ویندویي احمد نادر نادري هم وویل: د دولت او طالبانو د پلاویو مشرانو په خپله پرونۍ غونډه کې د ایحنډې د نهایي کولو په هکله خبرې وکړې.
تهران راډیو