ایکنا خبری اژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د پاکستان د مذهبی چارو وزیر پير نورالحق قادري په اسلام اباد کې د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې له عمومي منشي حجةالاسلام حمید شهریاري سره په کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو،د سیمې د حالاتو او دغه راز د اسلامی نړۍ د وروستیو بدلونونو په باب بحث او د نظر تبادله وکړه .
پيرنورالحق قادري د ایران او پاکستان پشمول د مسلمانو ملتونو ترمینځ د پیوستون د پياوړتیا او د اسلامی نړۍدعالمانو ترمینځ دغږملتیا او ملګرتیا لپاره د اسلامی مذهبونو دنزدیکت د ټولنې د هلوځلو په قدرونې سره ټينګار وکړ،د پاکستان ولس،د مسلمانو ملتونو او دکشمیر د خلکوپه څير ددوي د آرمانونو په دفاع کې د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړونو قدردان دی او مونږ هیڅکله هم دغه ملاتړونه نه هیروو .
د پاکستان مذهبی چارو وزیر د ګډودښمنانو په ضد په یووالی او د وحدت په لاره کې د ګډو ګامونو د پورته کولو او دغه راز د ناسموتفاهمونو د حل کولو لپاره د ایران او پاکستان د دیني شخصیّتونو او جامعه روحانیّت پر ټاکونکي رول باندې په ټينګار سره ووئيل،د ایران او پاکستان د دوو وپخوانیو دوست ،رور اوګاونډیو هیوادونو پیاوړو مشترکاتو ته په پام سره ،ددغو اړیکو داغیزمنیدا لپاره د داخلی او بهرنیو ورانکارو عناصرو له خوا هرډول هڅې په ماتې محکومې دي .
د اسلامی مذهبونود نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري هم په دغې کتنې کې د پآکستان د مذهبی چارود وزیر وحدت رامینځةکونکو څرګندونو او دریځونو په هرکلی سره ، پيرنورالحق قادري ته په تهران کې په راتلونکي کې د اسلامی وحدت دنړیوالې ناستې کې د ګډون بلنه هم ورکړه او دغه راز ئې پخپلو څرګندونو کې ټينګاروکړ،له مشترکاتو څخه د استفادې لپاره د مسلمانو ملتونو د هڅونې او مذهبونو دنزدیکت په ضدله اقداماتو څخه براءت،په اسلامی امت کې د تفرقې او ګډوډیو دمخنیوي اصلی لاره چاره ده .
پاکستان ته د اسلامي مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې دعمومی منشي د سفر او له دیني عالمانو او شخصیّتونو سره د لیدوکاتو انځوریز راپورهم ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي .